Wardak council appoints interim board

ميدانښار (پژواک، ۱۹ لېندۍ۹۳): چارواکي وايي چې د ميدان وردګو ولايتي شورا د ټولو غړو د پرلپسې نه حاضرېدو له امله د دې شورا لپاره لنډمهال اداري پلاوی وټاکل شو.

د دغه ولايت وياند عطاالله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ميدان وردګو ولايتي شورا ۱۵ غړي لري چې د اداري پلاوي ټاکلو په موخه هر وخت يې ۸ غړي حاضر شوي دي.

ده زياته کړه، د چنګاښ په ۱۸مه يو ځل بيا پلان نيول شوی و چې د څلورم ځل لپاره د دې شورا غړي راټول او د اداري پلاوی د ټاکلو په موخه ټاکنې ترسره کړي، خو يو ځل بيا د دې شورا ۷ غړي حاضر نه شول.

د والي وياند وايي، د يادو غړو د پرلپسې نه حاضرېدو په ترڅ کې د شورا حاضرو غړو او د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولينو پرېکړه وکړه چې د دې شورا لپاره به مؤقت اداري پلاوی وټاکي.

د هغه معلوماتو له مخې، د يادې پرېکړې په ترڅ کې د شورا حاضرو غړو حليمه عسکري د رييسې، حاجي ميرويس اميري د مرستيال او شريف الله هوتک د منشي په توګه وټاکل.

د يادې شورا لنډمهال مرستيال مېرويس اميري پژواک ته وويل چې د دوی دغه ټاکنه وروستۍ نه ده، ممکن د نورو غړو د حاضرېدو په ترڅ کې د اداري پلاوي د ټاکلو په موخه بيا ټاکنې ترسره کړي.

ده زياته کړه: ((کله چې د شورا ۷ غړي حاضر شول، بيا د دوی خوښه ده چې ورسره همدغه ټاکل شوی اداري پلاوی مني او که د بيا ځل لپاره ورسره ټاکنې ترسره کوي.))

د شورا موقت منشي شريف الله هوتک وايي؛ ځکه يې موقت اداري پلاوى وټاکه چې دوی ته د موکلينو له لوري ګڼ کارونه وړاندې کېدل خو دوی يې ستونزې نه شواى حل کولاى.

ده زياته کړه، له دې وروسته به په رسمي ډول خپلې چارې پيل کړي او کله چې د شورا اووه نور غړي حاضر شول، بيا چې يې هر ډول پرېکړه کوله وبه يې کړي.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس نورالله پيغام پژواک ته وويل ياده پرېکړه يې د ټاکنو کمېسيون د قانون مطابق نه ده کړې، خو د ستونزې د حل په موخه يې دغه چاره ترسره کړه.

ده زياته کړه، د اداري پلاوي د ټاکلو په موخه بايد د شورا د غړو له درېيو برخو دوه يې حاضر وي خو د دې شورا غړي په دې ډول نه حاضرېدل.

پيغام د شورا له ټولو غړو وغوښتل چې د اداري پلاوي د ټاکلو په موخه دې حاضر شي، تر څو د ټاکنو کمېسيون د قانون له مخې ورته ټاکنې ترسره کړي .

د ميدان وردګو اوسېدونکي سيد رحمن پژواک ته د ولايتي شورا د اداري پلاوی د ټاکلو پر سر د راولاړې شوې ستونزې له امله اندېښنه وښوده او زياته کړه، د دوی ترمنځ له خپلمنځې اختلافاتو معلومېږي چې دوی د خدمت لپاره نه، بلکې د شخصي ګټو لپاره کار کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.