"کارت هاى موجود راى دهى بايد باطل اعلام گردد"

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي ټينګار کوي چې د يادې جرګې او ولسواليو شوراګانو د رڼو ټاکنو د ترسره کولو په موخه، د رايې ورکولو اوسني کارتونه باطل او ټاکنې بايد د نوو کارتونو يا هم تذکرې پر بنسټ ترسره شي.
د قانون پر بنسټ، د ولسي جرګې ټاکنې بايد د چنګاښ له لومړۍ نېټې وړاندې له ٣٠ څخه د ٦٠ ورځو په موده کې ترسره شوې واى، خو د يو شمېر عواملو له امله وځنډېدې او د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن اعلان وکړ چې د يادې جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي کال د تلې مياشتې په ٢٤ مه نېټه ترسره شي.
ولسي جرګه کې د کابل استازي انجنير ذکريا ذکريا د يادې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې خلک او د دوى استازي په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ته چمتو دي.
خو هغه زياته کړه: "ټاکنې، د رايې ورکونې د ٩ مليون تقلبي کارتونو د برخليک له ټاکلو پرته، يو ځل بيا خلک او حکومت له ستونزو سره مخ کولى شي."
هغه زياته کړه، که چېرې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ او يا هم د تابعيت اوسنيو تذکرو څخه د ګټې اخيستو زمينه برابره نشي نو په د رايې ورکونې په اوسنيو کارتونو سره به د ټاکنو روڼتيا تضمين نه شي.
د يادې جرګې بل غړي حاجي الله ګل مجاهد وويل: "که چېرې سبا هم ټاکنې ترسره کېږي، موږ ورته تيار يو، خو د رايې ورکولو پخواني کارتونه بايد باطل اعلان شي او ټاکنې بايد له خلکو سره د شته تذکرو پر بنسټ تر سره شي، په تېرو ټاکنو کې يوازې د پېښور په قصه خوانۍ کې څلور مليون کارتونه چاپ شوي و او په ټاکنو کې ترې ګټه پورته شوه."
هغه زياته کړه چې د رايې ورکولو په اوسنيو کارتونو سره د ټاکنو ترسره کېدل، په هېواد کې د اختلافونو او بحران رامنځته کېدو لامل کېږي.
په ياده جرګه کې د کندهار استازي محمدنعيم حميدزي لالي هم وويل، په اوسنيو کارتونو سره د ټاکنو ترسره کېدل د ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځي؛ ځکه په هېواد کې ميليونونه تقلبي کارتونه شته.
خو هغه زياته کړه، تر څو چې اوسني کارتونه باطل او هغو ته بديله لار پيدا نه شي نو په ټاکنو کې ګډون نه کوي.
خو د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل: "دا د ټاکنو خپلواک کمېسيون دنده ده، څو د رڼو ټاکنو د ترسره کولو زمينه برابره کړي، دا په هغوى پورې تړلې ده چې ټاکنې د نوو کارتونو له مخې او يا د تابعيت د تذکرې پر بنسټ يا له بلې کومې لارې ترسره کړي، کله چې هم روڼتيا تضمين شي نو خلک په ټاکنو کې ونډې اخيستو ته چمتو دي."
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني دوه ورځې وړاندې د يادې جرګې په استماعيه غونډه کې يادې جرګې ته يوه طرحه وړاندې کړه، چې پر بنسټ يې بايد اوسني کارتونه لغوه او رايه ورکوونو ته نوي کارتونه ووېشي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.