کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۸): د پژواک خبري اژانس معلومات ښيي چې د ولسي جرګې د ټولو ۲۳۹ نوو غړو له ډلې ۵۴ سلنه ښځو او ۲۶ سلنه نارینه وو د یادې جرګې د تېرې دورې غړیتوب هم درلود.
د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه او په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شوې. په غزني ولایت کې د ځینو مخالفتونو له امله د ولسي جرګې ټاکنې ترسره نه شوې.
ټاکل شوې چې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې چې دغه ولایت په یاده جرګه کې ۱۱ څوکۍ لري، د روان کال د تلې په شپږمه له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره کېږي. ولسي جرګه په ټولیزه توګه ۲۵۰ غړي لري.
د یادو ټاکنو د پایلو اعلان چې درغلۍ او سرغړونې له شکایتونو سره مل وې، شاوخوا اووه میاشتې وخت ونیو.
د نورو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې مخکې اعلان شوې وې خو د کابل ولایت تېره شپه اعلان شوې.
د هغه نوملړ له مخې چې تېره شپه د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا اعلان شوې، د ۳۵ ټاکنیزو حوزو له ټولو ۲۳۹ استازو څخه ۸۰ کسانو «۳۳ سلنه» د ولسي جرګې د تېرې دورې غړيتوب هم درلود.
په ۸۰ استازو کې ۳۵ ښځې او پاتې نور نارینه دي.
د ولسي جرګې د ۳۵ ټاکنیزو حوزو له اړوند ټولو ۲۳۹ څوکیو څخه ۶۵ د ښځو استازو لپاره ځانګړې شوې دي.
د ټاکنو پایلې ښيي چې له ۶۵ هغه ښځینه نوماندانو څخه چې ولسي جرګې ته تازه بریالۍ شوېؤ ۵۴ سلنه د یادې جرګې د تېرې دورې غړیتوب هم درلود.
دغه راز د پایلو له مخې، د ۱۷۴ نارینه وو له ډلې ۲۶ سلنه هغه استازي چې تازه یې ولسي جرګې ته لار موندلې د دې جرګې د تېرې دورې غړیتوب هم درلود.
د نورو ټاکنیزو حوزو استازو د غويي په شپږمه د ملي شورا د ۱۷مې دورې د پرانیست غونډې پر مهال د وفادارۍ لوړه وکړه، خو ټاکل شوې چې د کابل او پکتیا ولایتونو استازي نن په ارګ کې د لوړې مراسم ترسره کړي.
د ولسي جرګې د دارالانشا د معلوماتو له مخې، د راتلونکې اوونۍ په شنبې به د جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شي.
تر اوسه له بېلابېلو ولایتونو لس استازي د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ته نوماند دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.