کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۸): د ولسي جرګې د بریالیو نوماندانو په وروستي لېست کې د ټاکنو د پایلو د لومړي لېست په پرتله ۱۱ سلنه بدلون راغلی او دغه بدلونونه له ټولو ۳۵ ټاکنیزو حوزو څخه په ۱۴ حوزو کې رامنځته شوي دي.
د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تېر کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹مه، په کندهار ولایت کې د لړم پر پنځمه او په غزني ولایت کې به له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.
د یادو ټاکنو د پایلو اعلان چې په اړه یې زیات شمېر درغلۍ او سرغړونې موجودې وې شاوخوا اووه میاشتې وخت ونیوه.
د نورو ټاکنیزو حوزو پایلې مخکې اعلان شوې وې خو د کابل ولایت د ولسي جرګې وروستۍ پایلې تېر شپه اعلان شوې چې له مخې یې ۲۳۹ کسان د ولسي جرګې نوې دورې ته بریالي شوي دي.
کابل، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، کونړ، نورستان، سرپل، اروزګان، کندهار، فاریاب، هلمند، فراه او هرات هغه ولایتونه دي چې د پایلو په وروستي لېست کې یې د لومړني لېست په پرتله تغییر تر سترګو کېږي.
 د کابل په ټاکنیزه حوزه کې اجمل ګلاب، احمدضیا عظیمي شینوزاده، محمد فرهاد صدیقي او سلیمه نېکبین هغه نوماندان دي چې لومړني لېست ته یې لار موندلې وه خو په وروستي لېست کې یې پر ځای عرفان الله عرفان، عبدالرازق استالفي، محمد نعیم وردګ او پروین درانۍ راغلي دي .
 د لوګر په حوزه کې محمد اسماعیل صدیقي، او وفي الله افتخار لومړني لېست ته لار پیداکړې وه خو په وروستي لېست کې یې ځای محمد خالد مومند او شاه پور حسین زي نیولی دی.
 د ننګرهار په حوزه کې عبدالناصر مومند، لعل محمد درانی او ډېوه نیازۍ هغه نوماندان وو چې په لومړني لېست کې یې نومونه راغلي خو وروستي لېست ته یې پر ځای ملک قیس نوراغا ملکزی، نیازولی مسلم او انیسه عمراني بریالي شوي دي.
د پکتیکا په حوزه کې محمد داوود کټوازی او هیله مجتبی هغه نوماندان وو چې لومړني لېست ته یې لار موندلې خو وروستي لېست ته یې پر ځای خالد اسد او ثریا اکبري بریالي شوي دي.
 د پکتیا په ټاکنیزه حوزه کې د لومړنیو پایلو پر اساس محمد نواب منګل مخکښ نوماند اعلان شوی و خو په وروستي لېست کې د نوموړي پر ځای نصیب مقبل بریالی اعلان شوی دی.
د کونړ په ټاکنیزه حوزه کې د لومړنیو پایلو پر اساس شهزاده شاهد بریالی و خو په وروستي لېست کې یې پر ځای ضیاءالرحمن کشمیرخان بریالی اعلان شوی دی.
 د نورستان په ټاکنیزه حوزه کې چې په ولسي جرګه کې دوې څوکۍ لري عبیدالله نورستانی او زاهده فیضان لومړني لېست ته لار موندلې وه خو په وروستي لېست کې یې پر ځای اسماعیل اتیکان او قنبر بانو اکبري نورستاني ګټونکي اعلان شوي دي.
 له سرپل ولایت څخه اسدالله ایوبي لومړني لېست ته لار موندلې وه خو په وروستي نوملړ کې یې ځای سید حیات الله عالمي نیولی دی.
د اروزګان په ټاکنیزه حوزه کې انوشه بارکزۍ لومړني لېست ته بریالۍ وه خو په وروستي لېست کې یې پر ځای ګلالۍ محمدي بریالۍ اعلان شوې ده.
د کندهار په ټاکنیزه حوزه کې محمد عمر شېرزاد او ارزو صافۍ لومړني لېست ته بریالي وو خو په وروستي لېست کې یې پر ځای خلیل احمد مجاهد او پروین نامه بریالي اعلان شوي دي.
 د فاریاب په ټاکنیزه حوزه کې محمد انور باشلیق لومړني لېست ته بریالی و خو په وروستي لېست کې یې پر ځای محمد شاکر کریمي بریالی اعلان شوی دی.
د هلمند په ټاکنیزه حوزه کې میرویس پوپل او حبیبه سادات لومړني لېست ته لار پیداکړې وه خو په وروستي لېست کې یې پر ځای شېرمحمد اخندزاده او شګوفه نورزۍ بریالي اعلان شوي دي.
 دغه راز د هرات په ټاکنیزو حوزه کې نقیب الله اروین، نثار احمد فیضي غوریاني او شېرین شهابي هغه نوماندان وو چې لومړني لېست ته یې لار پیداکړې وه خو په وروستي لېست کې یې پر ځای قاضي نذیر احمد حنیفي، سید طاها صادق او شهناز غوثي بریالي اعلان شوي دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.