کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولی ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر د څار او کتنې لپاره د تیاري خبر ورکړ او د څار د مهم ګڼلو تر څنګ یې وویل، تر اوسه هېڅ سیاسي ګوند د نوم لیکنې د بهیر څارنه نه ده کړې.
ټاکل شوې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي. د رایې ورکوونکو تقویتي نوم لیکنه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د غبرګولي په ۱۸مه پیل شوې ده.
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ نن له سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، د رسنیو له استازو، د ټاکنو د څار بنسټونو او نوماندانو له استازو سره د کمېسیون په ګډه ناسته کې وویل، تر اوسه هېڅ سیاسي ګوند د تقویتي نوم لیکنې له بهیره څارنه نه ده کړې.
نوموړي د څار بنسټونو، سیاسي ګوندونو او نورو له خوا د تقویتي نوم لیکنې څار او کتنه مهمه وبلله او ویې ویل: ((زموږ مسوولیت دی او موږ ژمنه کوو چې ستاسو د څار او کتنې لپاره به ټولې اسانتیاوې او فرصتونه رامنځته کړو.))
دغه راز نوموړي زیاته کړه، نوماندان او رایې ورکوونکي هم مسوولیت لري چې د ټاکنو ټول بهیر وڅاري او موجوده ستونزې له کمېسیون سره شریکې کړي.
ننګ وویل: ((له ټولو هغو کسانو سره به جدي قانوني چلند وشي چې د قانون خلاف کار ترسره کړي او لویې څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.))
هغه زیاته کړه، ټول هغه کسان چې غواړي د ټاکنو په بهیر کې د څارونکي او کتونکي دنده ترسره کړي باید د باور لیک لپاره کمېسیون ته لاړ شي.
د ده په خبره، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پر مهال د څار په برخه کې زیاتې سرغړونه موجودې وې خو په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې باید دغه ډول ستونزې نه وي.
نوموړي روښانه کړه، ټاکل شوې د دغه کمېسیون د ډېټابېس وړتیا د یو میلیون څارونکو او کتونکو لپاره د کارتونو د وېش په موخه لوړه شي.
ننګ پژواک ته وویل، تر اوسه معلومه نه ده چې څومره کتونکو او څارونکو ته کارتونه وېشل کېږي.
د ټاکنو کمېسیون د بهرنیو اړیکو رییس عبدالخبیر مومند په دې ناسته کې وویل، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د نورو ستونزو تر څنګ تخنیکي ستونزې لکه د انټرڼېټ، ډېټابېس او نورو کمزورتیا موجوده وه خو اوس د یادې ستونزې د حل لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره څارونکو ته په انلاین بڼه هم کارتونه وېشل کېږي او تقاضا کوونکي کولای شي د خپلې اړتیا وړ اسناد له دې لارې کمېسیون ته واستوي.
ټاکل شوې چې په دې یوه ورځنۍ ناسته کې ګډونوالو ته د نظارتي کارتونو د وېش په اړه معلومات ورکړل شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.