کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند وايي چې د روان کال د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر غني د کار دوام ناقانونه دی او د اوسني ولسمشر د کار پای ته رسولو لپاره باید «ملي پاڅون» وشي.
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد ابراهیم الکوزي نن په کابل کې د خبري کنفرانس پر مهال ولسمشر غني قومي، سمتي او ژبنیو اختلافونو ته پر لمن وهلو تورن کړ او ویې ویل، واک ته د نوموړي د رسېدو او ملي یوالي حکومت د جوړېدو راهیسې په هېواد کې ناامني زیاته شوې او هره ورځ سلګونه ځوانان په نه ختمېدونکې جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه روښانه کړه، د یادو بدمرغیو د پای ته رسېدو لپاره اړتیا ده چې خلک سره یو شي او د اوسني نظام د پایو د له منځه وړو لپاره ملي پاڅون وکړي.
نوموړي پر دولتي پوسټونو د نوو کسانو پر ګومارنې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: ((غني د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو پر اعتراضونو سربېره لا هم په دولتي ادارو کې د نوو کسانو ګومارلو او ګوښه کولو ته دوام ورکوي.))
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند وویل، نوموړي (غني) دغه اقدامونه ملت ته د خیر رسونې لپاره نه، بلکې واک ته د رسېدو په موخه ترسره کړي دي.
هغه زیاته کړه، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د اشرف غني له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو له مهندسۍ څخه جدي اندېښنه لري او لکه څرنګه چې لیدل کېږي د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي.
الکوزي د ټاکنیزو کمېسیونونو اوسنیو غړو ته په اشاره وویل: ((تر فشارونو لاندې مه راځئ، هر کله چې درباندې فشار واردېږي د نوماندانو شورا ته راځئ او خپله خپلواکي وساتئ، ځکه افغانان تاسو ته ډېره هیله لري.))
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند د ټاکنو له خپواک کمېسیونه وغوښتل چې د مکتوب په لېږلو د محمد اشرف غني د ټېم د ناقانونه کمپاین د بندېدو غوښتنه وکړي.
هغه د دې په روښانولو چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ملي يووالي حکومت د مشرانو تصمیم مشروعیت نه لري وویل، د اشرف غني بهرني سفرونه او د سترو هوکړه لیکنو لاسلیک ناقانونه دي او نوموړی د افغانستان د خلکو استازيتوب نه کوي.
نوموړي د نوماندانو اعترضونو ته په اشاره وویل: ((که سړکونه بند کړو ارګ مېشتي د کانټینرونو تر شا پټېږي او خلکو ته ستونزې پیدا کېږي، خو په هېڅ صورت اجازه نه ورکوو چې د  اشرف غني تر مشرۍ لاندې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.))
دیني عالم مولانا حسیب الله رحماني په دې ناسته کې پر ولسمشر نیوکه وکړه او ویې ویل، د ولسمشر غني ټېم تر بریالي کېدو مخکې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د خلکو دسترخوان به له ډوډۍ ډکوي خو اوس واک ته له رسېدو وروسته د خلکو د دسترخوان شته ډوډۍ هم ورکه شوه.
هغه د حکومتولۍ نه روڼتیا ته په اشارې زیاته کړه: ((له دې وروسته موږ فرمایشتي مشران نه غواړو، موږ داسې ولسمشر غواړو چې اولادونه یې د بهرنیو هېوادونو د دسکوټېکو پر ځای د هېواد د جګړې په لومړیو لیکو کې وي.))
خو ولسمشرۍ ریاست مخکې ویلي وو چې د اساسي قانون د تفسیر یوازېنۍ مرجع د افغانستان ستره محکمه ده او د هغه د پرېکړې له مخې ولسمشر خپل کار ته دوام ورکوي، سیاسي ګوندونه او خلک په خپله خوښه د قانون تفسیر نه شي کولای.
دغه راز ارګ ویلي وو چې د ټاکنو قانون په ۱۰۴ ماده کې ټينګار شوی چې: ((کله چې ټاکنې وځنډېږي په دغه قانون کې درج د ټاکنیز ژمنو غړي د ټاکنو تر ترسره کېدو او د پایلو تر اعلانېدو خپلو چارو ته دوام ورکوي.))
په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي تېره اوونۍ په یوه خبري ناسته کې د یو شمېر نوماندانو لخوا د ناقانونه کمپاینونو په اړه ویلي: ((د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنیزو سرغړونو په هر مورد کې هغه وخت ملکف دی چې د چا لخوا شکایت ثبت شوی وي، خو تر اوسه له وخت د مخکې تبلیغاتو په اړه هېڅ شکایت نه دی ثبت شوی.))
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ویاند په خبره، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له دفترونو په رسمي ډول غوښتنه شوې چې له وخت وړاندې کمپاینونو ځان وساتي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.