کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ۹۸):د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ۱۷نوماندانو او د هغوی مرستيالانو ته باورليکونه ورکړل،خو ولسمشرۍ ته نوماند غلام فاروق نجرابي دغه باورليک وانه خيست او سيد نورالله جليلي بيا په دغه ناست کې ملي سرود ته ونه درېد.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.
د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له ۱۸نوماندانو څخه ولسمشر محمداشرف غني، ډاکټر عبدالله عبدالله، محمدحنيف اتمر، ګلبدين حکمتيار، نورالحق علومي، شيدامحمد ابدالي او زلمي رسول ګډون نه درلود او اعبتارليکونه يې مرستيالانو او استازو ترلاسه کړل.
خو د ولسمشريزو ټاکنو نوماند غلام فاروق نجرابي دغه اعتبارليک وانه خيست او ويې ويل:"تر څو چې سوله ونه شي تر هغه وروسته موقته اداره جوړه نه شي او دغه بې بنياده اساسي قانون او د ټاکنو دغه بې کاره قانون له منځه ولاړ نه شي ،موږ حاضر نه يو دغه د درغلي کوونکو اعتبار ليک ترلاسه کړو."
همداراز ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند سيد نورالله جليلي خپل اعتبار ليک تر لاسه کړ، خو ملي سرود ته ونه درېد. هغه ونه ويل چې ولې يې دا کار وکړ.
د ولسمشريز ټاکنو ځينو نوماندانو پر کمېسيون او ولسمشر نيوکې لرلې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې ورته وويل چې په راتلونکې کې به يوه ناسته برابره کړي او د ټولو نوماندانو نظرونه به واوري.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وويل خوښه ده چې د ولسمشرۍ نوماندانو ته د باورليکونو په ورکولو سره د ټاکنو په برخه کې يو بل ګام اوچت شو.
هغې زياته کړه چې پخوا د  ټاکنو په کمېسيون کې ډېرې ستونزې وې، خو نويو کمېشنرانو د ستونزو د لرې کولو لپاره ګامونه پورته کړي دي.
نورستانۍ ژمنه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنې به په پوره روڼتيا سره ترسره کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال عصمت الله مل وويل چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به له نوې ټکنالوجۍ کار واخيستل شي.
دى وايي چې د ټاکنو کمېسيون په ډېرو بستونو کې وړ کسان پر دندو ګومارل شوي، د تقويتي نومليکنې پر مهال په ۳۳ ولايتونو کې څه باندې ۳۱۸ زره کسانو د رايې ورکولو په موخه خپل نومونه ثبت کړي او د غزني په ولايت کې بيا څه باندې۲۴۵ زره کسانو ټاکنو ته نومليکنه کړې ده.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.