کابل(پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۸): د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس د ۲۰۱۴ کال د ټاکنیز ناورین تکرار د منلو وړ ونه باله او ویې وویل، هېڅ حکومتي اداره حق نه لري چې د یوه مشخص نوماند په ګټه یا تاوان کار وکړي.
 اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د «په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو د ګډون د زیاتوالي په اړه د عامه پوهاوي پروګرام» په نوم د نننۍ جوړې شوې غونډې پر مهال په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ګډون ډېر مهم وباله او ویې ویل، که څه هم ټاکنې به ستونزې ولري خو د رڼو او سالمو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره باید ټول خپله دنده ترسره کړو.
هغه هم په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو ګډون مهم وباله او ویې ویل، دا ونډه د یو ځانګړي نوماند د ملاتړ معنا نه لري او نه باید په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاست په دې برخه کې سلیقوي چلند وکړي، هر رییس حق لري چې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
نوموړي د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو سرغړونو او درغلیو ته په اشاره زیاته کړه چې ملت ته د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو د ناورین تکرار د منلو وړ نه دی او هېڅ حکومتي اداره حق نه لري چې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه کمپاین وکړي.
عبدالله دې ته په اشاره چې د افغانستان خیر او سلامتي د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو سره تړاو لري وویل: ((د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د افغانستان بنسټ قوي کوي او له ولسمشرۍ ټاکنو پرته بله لار نه لري او ان هغوی چې په ټاکنو باوري نه دي هم د ټاکنو له منلو پرته بله لار نه لري.))
بلخوا د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ ددې په روښانولو چې همدا اوس ښځې د ټاکنو کمېسیون په لوړو څوکیو اساسي او تصمیم نیوونکی رول لري وویل، د ښځو ګډون کولای شي د رڼو او سالمو ټاکنو په ترسره کېدو کې مرسته وکړي.
نورستانۍ زیاته کړه: ((په تېرو ټاکنو کې د ښځو فعال ګډون په ډاګه کړه چې ښځې د خپل برخلیک په اړه د مسوولیت احساس کوي او د بل هر چا په پرتله ښځې اندېښنه لري او په ټاکنو کې یې روغوونکی رول درلود.))
د ټاکنو کمېسیون رییسې وویل، د رڼو او سالمو ټاکنو ترسره کېدل د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او ټاکنو د نوماندانو همکارۍ او د خلکو په پراخ ګډون پورې اړه لري.
دغه راز د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري یادې ناستې ته وویل، د رایې ورکول او په ټاکنو کې ګډون له قانون، ولسواکۍ او بشري حقونو څخه ددفاع په معنا دي.
هغې زیاته کړه، د عامه پوهاوي پروګرامونه په ۲۲۴ ولسوالیو او ۲۴ ولایتونو کې ترسره کېږي چې له شک پرته به په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ګډون او وڼده ډېره کړي.
 د ښځو چارو وزېرې د حج او اوقافو وزارت، امنیتي بنسټونو، رسنیو او مدني ټولنو له بنسټونو وغوښتل چې له دوی سره په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د ګډون د ډېروالي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو په جوړېدو کې مرسته او ملاتړ وکړي.
 په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پيري مایادون په دې ناسته کې وویل، داچې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته لږ وخت پاتې دی ددې ناستې ترسره کېدل ډېر مهم او پر ځای دي.
 هغه زیاته کړه: ((د ټاکنو بهیر او سولې د مذاکراتو په برخه کې د ښو پرمختګونو شاهدان یو او په همدې توګه په قطر ناسته کې د ښځو د پراخ ګډون شاهدان وو، هیله من یو چې د افغانستان خلک د ښو ټاکنو د ترسره کېدو او په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت شاهدان وي.))
نوموړي وویل، د ولسي جرګې په  ټاکنو کې د ښځو ګډون کم رنګ و، خو په راتلونکو ټاکنو کې د نوماند او رایې ورکونکو په صفت د ښځو ګډون هیله بښونکی دی او په دغه بهیر کې یې ګډون او فعالیت د ډېموکرسۍ او ولسواکۍ د تقویې او بشري حقونو ته د احترام په معنا دی.
 هغه زياته کړه: ((د سولې په خبرو کې چې ښځو رول درلود په هوکړه لیکونو کې ۸۰ سلنه روڼتیا لیدل کېدله په داسې حال کې چې یاده روڼتیا په هغو خبرو کې چې ښځو په کې چندان ورل نه درلود موجوده نه وه، نو ځکه موږ د سولې په خبرو کې د ښځو د پر رنګ ګډون غوښتنه کوو.))
ټاکل شوې چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په ۶ مه ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.