کابل(پژواک، ۱۵ زمری ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي د ټاکنو او سولې ترمنځ د لومړیتوب پر نه ځانګړي کېدو نیوکه کوي او وايي چې د دواړو موضوعاتو (سولې او ټاکنو) یو ځايي پر مخ وړل پر دواړو پروسو منفي اغېز کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال مولوي دین محمد عظیمي نن په کابل کې د ټاکنو په ملي ناسته کې د خبرو پر مهال په دې نیوکه وکړه چې د افغانستان نړیوال شریکان په دې وروستیو کې د خلکو د فکرونو پر ګډوډولو کار کوي او ویې ویل، د سولې او ټاکنو ترمنځ باید لومړيتوب په ډاکه شي.
هغه زیاته کړه: ((په یوه کلمه ووایئ چې ټاکنې یا سوله، یوه ورځ د سولې موضوع مخکې ګڼي او بله ورځ بیا ټاکنې، له دې وضعیت څخه هم افغان ملت او هم د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان په تشویش کې دي، قضیه باید روښانه کړي.))
نوموړي د ټاکنیزو کمپاینونو د سستۍ یو لامل د ټاکنو او سولې د موضوع تر منځ د لومړيتوب نه په ډاګه کول وبلل او ویې ویل، د ټاکنو او سولې د موضوع مجهول پاتې کېدل د ټاکنو بهیر پر سستۍ منفي اغېز کړی دی.
هغه روښانه کړه: ((د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تقویتي نوم لیکنې په اړه د شکایتونو ۱۸ مواردو او د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په اړه یې ۱۲ شکایتونو ته رسېدنه کړې او د ټاکنیزو جرمونو او سرغړونو په تړاو۱۲ نور شکایتونه تر ارزونې لاندې دي، موږ سرغړوونکو ته سپارښتنلیکونه لېږلي او دوو قوي او لوړو ټېمونو ته مو اخطاریه ورکړې ده.))
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارې د شکایتونو د ترلاسه کېدو لپاره بشپړ چمتووالى وښود او ویې ویل، موجوده شکایتونو ته له قانون سره سمه رسېدنه کېږي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ هم دې ته په اشاره چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د رڼو، عادلانه او له سرغړونو تشو ټاکنو ته زمینه برابروي وویل، دیني عالمان، قومي مخور، مدني فعالان او رسنۍ دې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې د ډېروالي لپاره هېوادوال وهڅوي.
 د نورالحق علومي په مشرۍ د «ولسواکۍ او متوازنې پراختیا» ټکټ لومړي مرستیال بشیر بېژن وویل، څو ځله یې ولایتونو ته د سفر غوښتنه کړې خو تر اوسه یې په دې اړه هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.
 نوموړي دې ته په اشاره چې د خبرو او عمل ترمنځ ډېر زیات توپیر دی وویل، له همدې امله په خبرو باور نه شو کولی.
 په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) اجرایيوي رییس یوسف رشید هم ددې په څرګندولو چې د ټاکنو بهیر په اړه شکونه ډېر شوي وویل، ددغه بهیر پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي.
د یادونې وړ ده چې ټاکنیز کمپاینونه د زمري په شپږمه پیل شوي او تر راتلونکو دوو میاشتو به دوام لري.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.