کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله وايي چې هېواد يې د افغان ټاکنو د کره او رڼو پايلو ملاتړ کوي.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې مېرمن اليس وېلز کابل ته د سفر پر مهال د ټاکنيزو کمېسيونو له مشرانو سره تر ليدنو وروسته په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي.
هغې له ټاکنيزو کمېسيونو څخه د خپل ملاتړ ترڅنګ د هغوى د کارونو ستاينه هم کړې ده.
وېلز ويلي : (( ددغو کمېسيونونو له غړو سره د ليدنو پر مهال مې هغوى ته  د رڼو او باوري ټاکنو په برخه کې د خپل  دوامداره ملاتړ ډاد ورکړ.))
د نوموړې په وينا، امريکا د افغان ټاکنيزو کمېسيونونو په چارو کې د هر ډول سياسي مداخلې او فشار کلکه مخالفه ده .
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ويلي چې افغان ټاکنيز کمېسيونونه د رايو او شکايتونو د ارزونې او نورو ادعاوو د څېړنو له ننګونو سره مخ دي.
اليس ويلز زياته کړې: (( موږ په خپل وخت سره د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان ملاتړ کوو، خو د بېړي پر ځاى بايد باوري پايلې اعلان شي.))
هغې د ټاکنيزو کمېسيونونو د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ او دا يې مثبت وباله چې يواځې بايو مټريک شوې رايې د منلو وړ دي.
دا وايي، د ټاکنو قوانين بايد د پروسې په منځ کې بدل نه شي.
مېرمن ويلز زياته کړې، له افغان ولسمشر او اجراييه رييس سره يې دليدنو پر مهال ټينګار وکړ چې ټاکنې بايد رڼې او خلکو ته د منلو وړ وي.
د ولسمشرۍ ټاکنې چې د تلې په ٦مه، ترسره شوې، ټاکل شوې ده چې لومړنۍ پايلې يې د تلې په٢٧مه، اعلان شي، خو اندېښنې شته چې کېداى شي دا پايلې د څو ورځو لپاره وځنډيږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.