کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۹۸): حکمتیار له عبدالله سره خپله لیدنه ښه او اړین پرمختګ بولي، د سترو ټاکنیزو مجرمینو محاکمه غواړي او وایي چې له درغلیو ډکو ټاکنو ته اعتبار ورکول به غیرمترقبه پېښې رامنځته کړي.
د حزب اسلامي او د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنيزې ډلې مشر ګلبدين حکمتيار چې نن یې کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې زیاته کړه چې د سولې په تړاو په هغه بین الافغانی ناسته کې ګډون نه کوي چې پلاوی یې دولت ټاکلی وي.
هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې قانوني او مشروع غوښتنو ته یې پام وکړي.
ټاکنې
د ولسمشرې ټاکنې د تلي په شپږمه تر سره شوې. خلکو په دغو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون ۱۳ تنو ځانونه نوماند کړي او خلکو رایه ورکړه.
ټاکل شوې وه د ټاکنو پایله د تلې په ۲۷ مه اعلان شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی، او حکمتیار، عبدالله او یو شمېر نور نوماندان وایي چې ټاکنو کې درغلۍ شوي او دوی له درغلیو ډکې ټاکنې نه مني.
حکمتار وایي، غيرقانوني او له بايومټريک پرته کارول شوې رايې دې حذف شي، ۳۰۰ زره معيوبې او قرنطین شوې رايې دې له سيسټم څخه و ایستل شي، په هغو محلونو کې دې  بیا ټاکنې وشي چې بايومټريک دستګاوې او يا يې حافظې غلا شوي، ټولې رایې دې د څارونکو پر وړاندې بیا وشمېرل شي، هغه کسان دې یو معتبر قضایي پلاوي ته معرفي شي چې ستر ټاکنیز جرمونه یې کړي او درملوک کمپنۍ دې محاکمه شي او دغې کمپنۍ ته ورکړل شوې پیسې دې ترې واخیستل شي. 
حکمتيار وويل، د درملوک شرکت ويلي چې ۱.۲ ميليون رايې تقلي، جعلي دي او غير معتبرې دي، ۳۰۰ زره رايې معيوبې او قرنطن شوي او څه د باندې ۲۴۰۰ محلونو بايومټريک دستګاوې غلا شوې دي.
دی وايي:" د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد ځواب ووايي چې ۱.۲ ميليون رايې چا اچولي او دغه زمنيه چا برابره کړې او د څه باندې ۲۴۰۰ محلونو د بايومټريک دستګاوې چا غلا کړي؟"
حکمتيار وايي:"که چېرې د ټاکنو کمېسيون زموږ مشروع او قانوني غوښتنو ته اعتنا ونه کړي او يواځې د حاکم ټيم ملاتړ د ځان لپاره کافي وګڼي، له حاکم ټيم نه دفاع وکړي او په ګټه يې عمل وکړي؛ د وروستيو وخيمو پایلو مسوولیت به د متقلبينو او د هغوی د همکارانو پر غاړه وي."
هغه وویل چې هرو مرو له خپل حق نه دفاع کوي. ده زیاته کړه:"موږ واقعاً منتخب ولسمشر غواړو، تحملي زمامدار هېڅ وخت نه منو."
حکمتیار تېره ورځ د ثبات او همپالنۍ ټاکنیزې ډلې له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
حکمتيار نن په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:"دا يو ښه، تر انتظار پورته او په ښه وخت کې يو انکشاف و، دا کار بايد مخکې شوی وای، خو اوس هم په يو مناسب وخت کې وشو، موږ په ډېرو موضوعاتو خبرې وکړې او تر ډېره مو د نظر توافق هم وشو."
هغه وایي، ده او عبدالله پر دې بحث کړی چې څنګه کولای شی له «درغلیو ډکو ټاکنو» په اړه ګډ دریځ ولري او پر وړاندې یې موثر ګام پورته کړي.
حکمتیار له عبدالله سره د لیدنې په اړه زیاتوي:« توانېدلي يو چې خپل موقف تر ډېره سره توحيد او نږدې کړو، د راتلونکې په اړه هم خبرې وشوې او تصميم دا دی چې وکولای شو د مخکنيو ناکامو، خونړيو تجربو د بيا تکرار مخه د تل لپاره ونيسو.»
هغه وويل:"له امنيتي ځواکونو غواړو چې د نظام او ملت په منځ کې بايد د متقلبينو او جګړه غوښتونو تر څنګ ونه درېږي، له خپلو خلکو سره ودريږې او دوی بايد د جګړه هوسانو د هوس قرباني نه شي."
دی دعوه کوي چې دولت د خوست ولایت په ځاځیو کې عملیات پیل کړي او قربانیان یې هغه کسان دي چې «تقلب کوونکو« ته یې رایه نه ده ورکړې.
حکمتيار له بهرنيو ځواکونو هم وغوښتل چې د «حاکم ټيم» او هغو کسانو تر منځ د منازعې د شتون پر مهال بې پرې واوسي چې «له ملت سره ولاړ دي.»
هغه زیاته کړه:" که دغه له درغليو ډکې او مضحکې ټاکنې د اعتبار وړ وګرځي، ناورين به شدت پیدا کړي؛ کار به داسې مرحلې ته ورسېږي چې بيا به يې کنټرول ناشونی وي او ډېرې غېرمترقبه پېښې به رامنځته شي."
سوله
حکمتيار وایي، افغانستان کې د سولې خبرې او هڅې داسې پړاو ته ورسېدې چې تمه کېده د سولې معاهده لاسلیک شي، خو په ناڅاپي ډول «مهندسي شوي مهم حوادث» رامنځته شول او د دې لامل شول چې دغه جريان مختل کړي.
دی وایي، د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو تبادله، د انس حقاني په ګډون له درېیو طالب چارواکو سره په وروستي پړاو کې وه، خو په لوګر او کابل کې عمليات وشول او دغه تبادله یې وځنډوله.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وايي، د دې کارونو تر شا يوه نړيواله، با تجربه، د ډېرو امکاناتو درلودونکې او خطرناکه شبکه لاس لري.
نن راپورونه خپاره شول چې د یاد پوهنتون دوه استادان او طالب چارواکي خوشی شوي دي.
د چین ناسته
ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې چین کې د طالبانو او دولتی چارواکو او دغه راز یو شمېر سیاسیونو په ګډون د سولې په تړاو غونډه وشي. د دغې غونډې کره وخت او ګډنوال تر اوسه نه دي څرګند.
حکمتيار وايي، حزب اسلامي به په چين کې د سولې په تړاو په هغه بین الافغاني کېدونکې ناسته کې ګډون ونه کړي چې ډېر ګډونوال يې د جګړې ملاتړکوونکي یا دولتي کسان وي.
هغه وویل چې د یادې ناستې ګډونوال باید سوله غوښتونکي وي او د سولې په تړاو ښکاره تګلاره ولري.
هغه وويل:"د سولې د خبرو لپاره بايد د تصميم نيونې يوه عالي مرجع ولرو، که پلاوی او د دې پلاوي مشر او مرستيالان د حکومت له خوا وټاکل شي، موږ او هېڅ سياسي ګوند به ګډون په کې ونه کړي، او دا کوم پلاوی چې دولت ټاکلی موږ يواځې ورته دولتي پلاوی ويلی شو؛ ځکه ټول غړي يې دولتي کسان دي، هغه هم چې ډېر يې ټيټ پوړي کسان."
حکمتيار له هغو هېوادونو چې د سولې د خبرو منځګړيتوب کوي او لارې چارې یې برابروي مننه کوي، خو له هغوی غواړي چې د سولې لپاره داسې پلاوی ور وبولي چې د جګړې ښکېل لوري هم په کې وي.
د ده په وينا، که د سولې د خبرو لپاره داسې يو پلاوی نه وي، د سولې خبرې هېڅ ګټه نه شي لرلای.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.