کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۹۸): ټاکنو کمېسیون په پنځلسو ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې د پای ته رسېدو خبر ورکړی او وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ناظرینو په شپږو ولایتونو کې د یاد بهیر مخه نیولې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبېح الله سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د رایو تفتیش او بیا شمېرنه په ۱۵ ولایتونو کې پای ته رسېدلې؛ خو دغه بهیر په ۱۳ نورو ولایتونو کې په عملي ډول روان دی.
هغه په یوشمېر ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې د پای ته رسېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه بهیر د ۳۴ ولایتونو له ډلې په فراه، کندوز، هرات، لوګر، بادغيس، اروزګان، بامیانو، لغمان، بلخ، میدان وردګو، نیمروز، سمنګان، دایکنډي، غور او نورستان ولایتونو کې پای رسېدلی دی.
نوموړي وویل، په پنجشېر، فاریاب، سرپل، جوزجان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له مخالفت سره مخ شوی دی.
د هغه په خبره،  یاد بهیر همدا اوس په ۱۳ ولایتونو کې د ولسمشرۍ نوماندانو او ټاکنیزو ناظرینو، ټاکنیزو شکایاتو ته د رسېدنې کمېسیون د استازو او مشاهدینو په حضور کې په عملي ډول روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې دغه بهیر د لړم په ۱۸مه په ۳۴ ولایتونو کې پیل او په یوشمېر ولایتونو کې د ځینو ټاکنیزو ټېمونو له مخالفت سره مخ شو وروسته ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو غوښتونو ته د ځواب وېلو له امله دا بهیر بند کړ او هغوی ته له ځواب وېلو وروسته یې نن دویم ځل پیل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د لړم په ۱۸مه د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کولو لپاره د رایو ورکونې له ټولو۲۶۵۸۰ محلونو څخه د ۸۲۵۵ محلونو د تفتیش او بیا شمېرنې اعلان وکړ؛ خو  د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په مشرۍ ټاکنیزو ټېمونو یې مخالفت وکړ.
د ولسمشرۍ د ډېری ټېمونو د مخالفت له امله، ټاکنو خپلواک کمېسیون د راونې میاشتې په ۲۲مه د رایو تفتیش او بیا شمېرنه ودروله او اعلان یې وکړ چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به هم په ځنډ سره اعلان شي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوې ورځې وړاندې وویل چې د ټاکنیزو ټکټونو له استازو سره له دویم ځلي خبرو وروسته، د رایو ورکونې په پاتي محلونو کې د رایو د تفتیش بهیر بېرته پیلېږي.
ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ پایلې یې د لړم په ۱۶ اعلانېدې؛ خو سرور ته له بایومټریک ماشینونو څخه د معلوماتو د انتقال د ځنډ له امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډېدې.
ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانوي؛ خو دا نېټه تر نا معلومې مودې بیا وځنډول شوه.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.