وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 40 min 51 sec ago

محمد محقق د ثبات او همپالنې له ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شو

2019-08-22
By خواجه بصیر فطري on 22 August 2019 کابل (پژواک،۳۱ زمری ۹۸): یوه سرچینه وايي چې د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټکټ دویم مرستیال محمد محقق د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټېم سره یو ځای شو. د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ ویاند فریدو خوځون پژواک خبري اژانس ته وویل، محمد محقق نن له یاد ټکټ سره یو ځای... read more

"د رایې اچونې لپاره د ښځو انځور اخیستنه په ټاکنو کې د هغو ګډون کمرنګه کوي"

2019-08-22
By عزيزالله همدرد on 22 August 2019 کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): خلک او پر ټاکنو د څار بنسټونه د رایې ورکونې پر مهال د بایومټریک ماشینونو په وسیله د ښځو د انځور اخیستل یو غیر مسلکي اقدام ګڼي او وايي، دغه تصمیم په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون منفي اغېز کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوه ورځې مخکې په کابل کې یوې خبري... read more

افغانستان: پاکستان د سيمې د سولې او ثبات لپاره ژمن نه دی

2019-08-22
By جاوید همیم کاکړ on 22 August 2019 کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): د افغانستان حکومت وايي چې پاکستان د سيمې او افغانستان د سولې او ثبات لپاره ژمنتيا نه لري. د افغانستان حکومت دا څرګندونې د پاکستان د هغو بريدونو په غبرګون کې کړي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې پر کونړ ولايت کې کړې دي. د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال پرون پژواک ته ويلي وو... read more

حکومت: بين الافغاني مذاکراتو ته بشپړ چمتووالى لرو

2019-08-22
By جاوید همیم کاکړ on 22 August 2019 کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨) : دافغانستان حکومت وايي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره يې مرکچي پلاوى ټاکلى او بين  الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي. د ولسمشر اشرف غني وياندصديق صديقي د زمري په ٣١مه، د حکومت د رسنيو په مرکز کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دوى  بين الافغاني مذاکراتو ته هر ډول چمتوالى... read more

خوست کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې شپږ پروژې پیل شوې

2019-08-22
By یوسف منگل on 22 August 2019 خوست ښار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): په خوست ولايت کې د ۶۰ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې څو پروژو پيل شوې. د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزي د زمري په ٣١مه د يادو پروژو د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پروژو کې د ښار داخلي سړکونه، ويالې، کثافت دانۍ او د ښاروالۍ پنځمې ناحيې... read more

د غازي ميرزمان خان د ژوند او کارنامو په اړه سيمينار جوړ شو

2019-08-22
By یوسف ظریفی on 22 August 2019 جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د ننګرهار پوهنتون کې له انګریزي ښکېلاکه د خپلواکۍ ګټلو اتل غازي میرزمان خان د ژوند او کارنامو  یو ورځنی علمي سيمینار جوړ شو چې په کې د ختیځو ولایتونو لسګونو کسانو ګډون کړی و. ميرزمان خان په ١٢٤٨ لمريز کال کې د کونړ د لمټک په کلي کې زېږېدلی، د انګريزانو پر... read more

"د ننګرهار پوليسو د شپږو امنیتي سرتېرو وژونکی ماشوم نیولی"

2019-08-22
By یوسف ظریفی on 22 August 2019 جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو له لوري روزل شوی هغه ۱۳ کلن ماشوم يې نيولى چې شپږ امنيتي سرتېري يې وژلي دي. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د زمري په ۳۱مه له امنيه قوماندان سره په يوه ګډه امنيتي خبري غونډه کې وويل، د امام الدین په نوم شاوخوا ۱۳... read more

کندوز کې پر یوه جومات برید کې څلور کسان وژل شوي

2019-08-22
By اجمل کاکر on 22 August 2019 کندوز ښار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): د کندوز په مرکز کې د يوه جومات د ساتونکو او نا مسووله وسله والو ترمنځ جګړه کې څلور کسان وژل شوي دي. د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازديګر شاوخوا څلور بجې د کندوز ښار د څلورمې حوزې اړوند د سيداباد په... read more

"د کاپیسا په تګاب کې د طالبانو نظامي مسوول نیول شوی"

2019-08-22
By احمد فريد تنها on 22 August 2019   چاریکار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د کاپیسا امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول د ماین خښولو پر مهال نیول شوی دی. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالشایق شورش پژواک ته وویل، نن سهار د تګاب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پولیسو د دې ولسوالۍ لپاره د... read more

د ننګرهار پوليسو تېره مياشت ۱۰۸ ميله سپکې او درنې وسلې نيولې دي

2019-08-22
By يوسف ظريفي on 22 August 2019 جلال اباد (پژواک ۳۱ زمری ۹۸): د ننګرهار پوليسو تېره مياشت د دغه ولايت په ځینو سيمو کې د عملياتو او چيک تلاشیو پر مهال ۱۰۸ ميله درنې او سپکې وسلې ترلاسه کړې او په تړاو يې لسګونه کسان هم نيول شوي دي. يادې وسلې د زمري په ۳۱مه د دغه ولايت د امنیې قوماندانۍ په انګړ کې ډاياګ يا د بې وسلې کولو ملي... read more

ميدان وردګو کې د حکمتيار کمپايني غونډې ته څېرمه دوه راکټونه لګېدلي

2019-08-22
By احمدشاه عرفانیار on 22 August 2019 کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې د حزب اسلامي د مشر او ولسمشرۍ د نوماند ګلبدين حکمتيار کمپاين غونډې ته څېرمه دوه راکټونه ولګېدل، خو مرګ ژوبله يې نه لرله. دا مهال د ولسشمرۍ د ١٦ نوماندانو له خوا ټاکنيزې مبارزې روانې دي. د دغو مبارزو په لړ کې نن ګلبدين حکمتيار د ميدان... read more

"بهرني ځواکونه د ټاکنو د امنيت لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي"

2019-08-22
By شکـور کامـران on 22 August 2019 ګردېز (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): په سوېل ختيځ زون کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان وايي چې له افغان ځواکونو سره يې په همکاريو کې بدلون نه دی راغلی او خپل ماموريت ته به دوام ورکوي. په سوېل ختيځ زون کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال ليګ ټنګي دا خبرې په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د ټاکنو د امنيت په اړه د... read more

د ننګرهار ديني عالمانو او قومي مشرانو د سولې له روانې پروسې ملاتړ وښود

2019-08-22
By يوسف ظريفي on 22 August 2019 جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د سولې له روانې پروسې ملاتړ ښودلی، خو ټينګار کوي چې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې بايد د سولې قرباني نه شي. دوی دغه راز غوښتنه کړې چې د سولې پروسه بايد د ټاکنو د ځنډ او د نجونو د زده کړو د مخنيوي سبب نه... read more

ولسمشر غني: د امریکا او طالبانو د سولې پر خبرو نظارت لرو

2019-08-22
By جاويد هميم کاکړ on 22 August 2019   کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي چې د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ پر روانو مذاکراتو نظارت لري. د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمه کالیزه د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون پرون ماښام د دارالامان په بیارغول شوې ماڼۍ کې ونمانځل شوه. په پيل کې د سیمه ییزو... read more

د پکتیکا خلک د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پټو خبرو اندېښمن کړي

2019-08-22
By رحيم خان خوشحال on 22 August 2019 ښرنه (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي چې د امريکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه پټو خبرو اندېښمن کړي او وېره لري چې له طالبانو سره له سولې وروسته به بله جګړه پيل شي. له تېرو څو مياشتو راهيسې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د وسله والو طالبانو او امريکايې استازو... read more

نړیوال بانک له سولې وروسته د افغانانو اقتصاد ښه کولو برخه کې مشورې اخلي

2019-08-22
By جاويد هميم کاکړ on 22 August 2019   کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): نړيوال بانک وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې له احتمالي هوکړې وروسته یې افغانانو ته د اقتصادي پروګرامونو پلانولو لپاره د خپلو نړيوالو او افغان همکارانو د نظرونو او مشورو راټولولو لړۍ پيل کړې ده. په کابل کې د نړيوال بانک دفتر له خوا د زمري په ٣١مه پژواک... read more

ننګرهار کې د چرګانو فارمونو په کور دننه د خلکو اړتیا پوره کړې ده

2019-08-22
By يوسف ظريفي on 22 August 2019 جلال اباد (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): په ننګرهار کې د چرګانو د روزنې شاوخوا ۲۵۰۰ فارمونه دي چې هم يې په کور دننه د خلکو اړتيا پوره کړې او هم په کې زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده. بلخوا فارم لرونکي شکايت کوي چې دولت ورته پوره پاملرنه نه ده کړې او د ځينو ستونزو موجوديت کې کارونه له خنډ سره مخ... read more

په کندهار کې ۲۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

2019-08-22
By بشير احمد نادم on 22 August 2019 کندهار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): چارواکي وايي چې په کندهار کې په هوايي او مخامخ بریدونو کې ۲۱ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي. هوايي برید د بهرنیو ځواکونو له خوا په میوند ولسوالۍ کې شوی دی. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، برید تېره شپه د دغې ولسوالۍ په... read more

د دارالامان تاريخي ماڼۍ پرانيستل شوه

2019-08-22
By جاويد هميم کاکړ on 22 August 2019 کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): د دارالامان تاريخي ماڼۍ له بيارغونې وروسته د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د  سلمې کاليزې په وياړ تېره شپه پرانيستل شوه. په دغو مراسمو کې چې په دارالامان ماڼۍ کې نیول شوي وو، ولسمشر اشرف غني، د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل، د غازي امان الله خان لور هنديې، لمسۍ یې ثريا ملک... read more

د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې ولسمشريزې ټاکنې نه ترسره کېږي

2019-08-21
By راز محمد on 21 August 2019 پلخمری(پژواک،۳۰ زمری ۹۸): په بغلان کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ځايي دفتر وايي چې ددې ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ کې ولسمشريزې ټاکنې نه ترسره کېږي. د ټاکنوخپلواک  کمېسيون د ځايي دفتر رييس نورالله پیغام د زمري په ۳۰  مه په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دبغلان  ولایت  په دوشي  ،... read more

Pages