وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: ۱ ساعت 3 sec ago

په کونړ کې د درې پروژو چارې بشپړې شوې

2019-07-23
By خان ولى سالازى on 23 July 2019 اسعداباد (پژواک، دزمري لومړۍ نېټه ٩٨): په کونړ ولايت کې د ٩٢٦ میلیونه افغانیو په لګښت د درې پروژو چارې بشپړې او د دوو نورو کار پيل شو. د دې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د ماليې وزارت سرپرست وزيرهمایون قیومي او د يو شمېر نورو وزارتونو مرستيالانو او استازو ګډون کړى وو. د کونړ والي عبدالستار... read more

نورستان کې د يونيم ميليارد افغانيو په لګښت د پروژو کارونه پيل شول

2019-07-23
By یوسف ظریفی on 23 July 2019 جلال اباد (پژواک، ۱ زمری ۹۸): نورستان کې د بيارغونې، اوبو لګولو، زيربنا، برېښنا او يو شمېر نورو برخو کې د ۱ اعشاريه ۵ ميليارده افغانيو په لګښت د ګڼ شمېر پروژو کارونه پيل شول. ددغو پروژو پرانيسته د زمري په لومړۍ نېټه نورستان ته د کليو پراختيا، ماليې، د اوبو او برېښنا او لوړو زده کړو وزيرانو او د... read more

مسلميار: هېڅ زبرځواک نه دی توانېدلی چې افغانستان د ځمکې له مخې محوه کړي

2019-07-23
By خواجه بصیر فطري on 23 July 2019    کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۸): د مشرانو جرګې رييس، د افغانستان په تړاو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې تر اوسه هېڅ زبرځواک نه دی توانېدلی ((امپراتور ماتوونکی افغانستان)) د ځمکې له مخه محوه کړي. د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ، پرون د... read more

عمران خان: ډېر ژر به د طالبانو له خواتښتول شوي امريکايي استادان خوشې شي

2019-07-23
By جاويد هميم کاکړ on 23 July 2019 کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٨) : د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د طالبانو له خوا تښتول شوي امريکايي استادان خوشې شي. په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون دوه امريکايي او يو اسټراليايي استاد په ١٣٩٥ لمريز کال کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي  او تر... read more

ننګرهار کې د داعش ډلې ٩ پاکستاني وسله وال وژل شوي

2019-07-23
By يوسف ظريفي on 23 July 2019 جلال اباد (پژواک،۱ زمری ۹۸):د ننګرهار ولايت چارواکي وایي چې اچين کې له پاڅون کوونکو سره مخامخ نښته کې د داعش وسله والې ډلې ۹ پاکستاني غړي  وژل شوي . د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت اچين ولسوالۍ اړوند باندر خوله کې تېره شپه د... read more

په بامیان کې یو شمېر نجونو د زده کړو ترڅنګ ازاد کسب ته هم مخه کړې

2019-07-23
By هادى غفارى on 23 July 2019  باميان(پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): په بامیان ولایت کې یو شمېر نجونې د لوړو زده کړو تر څنګ ازاد کسب هم کوي، ځکه نه غواړي له فراغت وروسته بې دندې پاتې شي.  دا په داسې حال کې ده چې د تېرو اتلسو کلونو په جریان کې په بامیان کې لسګونو لوستو، کم لوستو او نالوستو نجونو او ښځو د کوچنۍ او... read more

د ټرمپ د څرګندونو په اړه د افغانانو کلک غبرګونونه

2019-07-23
By جاويد هميم کاکړ on 23 July 2019 کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٨):ګڼ شمېر افغانانو د افغانستان په اړه دامريکا د ولسمشر ټرمپ د وروستيو څرګندونو په هکله په ټولنيزو شبکو کې کلکه غوسه او سخت  غبرګونونه ښودلي دي. د امريکا ولسمشر ډونالډترمپ تېره شپه په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره د ليدنې پر مهال په ډاګه کړې... read more

د ميرزکې اوسېدونکي: ولسوالۍ مو امن ده خو کار راته نه کيږي

2019-07-23
By شکـور کامـران on 23 July 2019 ګردېز (پژواک،د زمري لومړۍنېټه ٩٨):د پکتيا ولايت د ميرزکې ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي چې په سيمه کې يې د رغونې، بيارغونې او پراختيايي کارونه نه کيږي او ډېر محروم پاتې شوي دي. دوی وايي، سره له دې چې د خپلې ولسوالۍ امنيت يې په خپله د قومي تړونونو په مټ ساتلی او هېڅ مخالف کس ته په سيمه کې د اوسېدو... read more

کندوز ښار کې د برېښنا د شارټۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي

2019-07-23
By اجمل کاکر on 23 July 2019 کندوز ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): په کندوز ښار کې د برېښنا د شارټۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي او دوه ښځې ټپيانې شوې دي. د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سرور حسيني د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دويمې حوزې اړوند د سړک نو په سيمه کې په يوه نانوايي کې د برېښنا... read more

د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ پر امنيه قوماندان موټر بم بريد شوى

2019-07-23
By رحيم خان خوشحال on 23 July 2019 ښرنه (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٨):د پکتيکا ولايت مټاخان ولسوالۍ پر امنيه قوماندان د موټر بم بريد وشو چې ځينو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر څارمن مسعود بابکرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د مرکز ښرنې اړوند د پتنې په سيمه... read more

اروزګان کې د سولې تر نامه لاندې ورزشي سيالۍ پيل شوې

2019-07-23
By جاويد هميم کاکړ on 23 July 2019 ترينکوټ (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د سولې تر نامه لاندې د فوټبال، واليبال او کرکټ سيالۍ پيل شوې. په دغو مراسمو کې د اروزګان د والي مرستیال عطاءالله فضلي دغه ډول سیالۍ د سولې پېغام رسولو په برخه کې ګټورې وبللې او هیله یې وښوده چې ځوانان د ورزش له لارې د سولې او... read more

ننګرهار کې ۲۰ وسله وال له دولت سره يوځای شول

2019-07-23
By يوسف ظريفي on 23 July 2019 جلال اباد (پژواک، ۱ زمری ۹۸): د ننګرهار د ملي امنيت رياست په هلو ځلو شل وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځای او خپلې وسلې يې تسليم کړې. د چارواکو په وينا، دغو وسله والو کې يو يې داعش او پاتې ۱۹ يې د وسله والو طالبانو غړي دي. په همدې موخه د زمري په لومړۍ نېټه د ملي امنيت رياست کې د جوړو... read more

کابل له واشنګټن نه د ټرمپ د وروستيو څرګندونو وضاحت غواړي

2019-07-23
By عبدالقدير منصف on 23 July 2019 کابل (پژواک، د زمري لمړ‌ۍ ٩٨):د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې د ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د جګړې ګټلو لپاره افغانستان له نقشې ورکولی شي، وايي افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان... read more

چارواکي : غزني کې د هوايي بريد له امله يو موټر بم او درې ځانمرګي له منځه وړل شوي

2019-07-23
By سيف الله مفتون on 23 July 2019 غزني ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې يو موټر بم او درې ځانمرګي موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې... read more

د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې امر په يوه چاودنه کې ټپي شو

2019-07-23
By بشير احمد نادم on 23 July 2019 کندهار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه، ۱۳۹۸): په یوې چاودنې کې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې امر له خپل یوه ساتونکي سره ټپي شوی دی. پېښه تېره شپه یوه نیمه بجه د همدې حوزې اړوند د تره کو له جومات سره شوې ده. یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ناوخته د کندهار ښار د اوومې امنیتې... read more

زلمى خليلزاد طالبانو سره د اتم پړاو خبرو لپاره روان شوى

2019-07-23
By جاويد هميم کاکړ on 23 July 2019 کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له طالبانو سره داتم پړاو خبرو اترو لپاره روان شوى دى. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا د زمري په لومړۍ نېټه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې خليلزاد پرون روان شوى او ټاکل شوې ده، چې د اګست ترلومړۍ نېټې... read more

Pages