وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 14 min 54 sec ago

ولایتي شورا: د اروزګان چارچینو ولسوالۍ کې ۱۹ سرتیري وژل شوي

2019-05-31
By اجمل وصال on 31 May 2019 ترینکوټ ( پژواک،۱۰ غبرګولی ۹۸): د اروزګان د ولایتي شورا غړي وایې، تیره شپه وسله والو طالبانو ددغه ولایت پر چارچینو ولسوالۍ ډله ییز برید کړی، چې پرمهال یې دغلته د پولیسو او ملي اردو ۱۹ سرتیرې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. د ولایتي شورا مرستیال محمد کریم کریمي د غبرګولي په ۱۰مه، پژواک ته وویل،... read more

د پکتیکا خلکو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند جدي غوښتنه وکړه

2019-05-31
By رحيم خان خوشحال on 31 May 2019 ښرنه (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٨): د پکتیکا سلګونو اوسېدونکو په کوچني اختر او د سولې د خبرو په لړ کې د جګړې له ښکېلو ټولو اړخونو او جنګي ډلو د اوربند غوښتنه وکړه. د پکتيکا د یحيی خېلو په ولسوالۍ کې د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو مشران او ځوانان چې شمېر یې تر زرو تنو اوښت، راټول شوي وو، د جګړې په خلاف او... read more

فوزیه کوفي: د حکومت دوره پای ته رسېدلې او چارې یې ناقانونه دي

2019-05-31
By احمدشاه عرفانیار on 31 May 2019 کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۸): "د افغانستان د بدلون موج" بنسټ د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت دوام ناقانونه ګڼي او وايي، که چېرې یې حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړ، د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره به مدني خوځښتونه پيل کړي. د دغه بنسټ مشرې فوزيې کوفي نن په کابل کې "د غبرګولي له لومړۍ نېټې د... read more

اروزګان کې چاودنې د ځانګړې قطعې نهه پولیس ټپیان کړي

2019-05-31
By اجمل وصال on 31 May 2019 ترينکوټ (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٨): د اروزګان امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې د ماين چاودنې د پوليسو د ځانګړې قطعې نهه سرتېري ټپيان کړي دي. امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ترينکوټ په سرخوم سيمه کې د پوليسو د ځانګړې قطعې سرتېري په ګزمه... read more

هلمند کې د طالبانو یو زندان مات شوی

2019-05-31
By نيازالدين کليوال on 31 May 2019 لښکرګاه (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٨): په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مسوولين وايي چې د دغه ولايت په کجکي ولسوالۍ کې يې د طالبانو يو زندان مات کړى او ٣٣ سرتېري يې ترې خوشي کړي دي. د دې قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هلمند کې مېشت د ملي اردو اووم کومانډو... read more

د سولې ولسي حرکت غړو د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته پلی سفر پیل کړ

2019-05-31
By نيازالدين کليوال on 31 May 2019 لښکرګاه (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۷): د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي په يوه نوي پلي سفر د طالبانو تر واک لاندې سيمې موسی کلا ته روان شول. د دغه حرکت مشر اقبال خيبر پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی له دې مخکې د حکومت، بهرنيو ځواکونو او بېلابېلو سفارتونو له استازو سره ليدنې کړې دي او مثبتې اغېزې يې درلودلې... read more

کابل کې موټربم چاودنې ٤ ملکي وګړي وژلي او د ٤ بهرنيانو په ګډون لس کسان ټپیان دي

2019-05-31
By احمدشاه عرفانیار on 31 May 2019 کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۸): د کابل ښار په یکه توت سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټربم چاودنه شوې چې څلور عام وګړي په کې وژل شوي او د څلورو بهرنيانو په ګډون لس نور کسان ټپیان دي. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې د نهمې حوزې اړوند په یکه توت سيمه کې نن سهار اته بجې او ۴۰ دقیقې د... read more

کابل کې پر بهرنیو ځواکونو موټربم چاودنې ٤ ملکي وګړي وژلي او ٦ نور ټپیان دي

2019-05-31
By احمدشاه عرفانیار on 31 May 2019 کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي چې نن سهار د کابل ښار په یکه توت سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټربم چاودنه شوې چې څلور عام وګړي په کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې د نهمې حوزې اړوند په یکه توت سيمه کې نن سهار اته بجې او ۴۰ دقیقې د... read more

د کابل ښار په نهمه حوزه کې چاودنه وشوه

2019-05-31
By احمدشاه عرفانیار on 31 May 2019 کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۸): د کابل ښار په نهمې حوزه کې نن سهار نږدې اته نيمې بجې درنه چاودنه وشوه. ويل کېږي چې دغه چاودنه د يکه توت شاوخوا سيمه کې شوې ده. په دې اړه به جزئيات وروسته خپاره شي.

ولسمشر غني د عمرې مراسم پر ځای کړل او د افغانانو د نېکمرغۍ لپاره یې دعا وکړه

2019-05-31
By احمدشاه عرفانیار on 31 May 2019 کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۸): ولسمشر غني په سعودي عربستان کې د عمرې مراسم پر ځای کړل او د افغانانو د هوساينې او نېکمرغۍ لپاره یې دعا وکړه. په هغې خبرپاڼه کې چې د ارګ له خوا د غبرګولي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې راغلي چې ولسمشر غني او ورسره پلاوي پرون شپه په بيت الله شريف کې د عمرې حج... read more

Pages