وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 33 min 38 sec ago

وکیلان: له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې ډېری مرستې حیف او میل شوې دي

2020-07-08
By خواجه بصیر فطري on 08 July 2020 کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي د عامې روغتیا وزارت له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې اسناد نه وړاندې کوي او په دې برخه کې ډېری پیسې حیف او میل شوې دي. د کندهار د خلکو استازي سید احمد سېلاب د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د ولسي... read more

څېړنه: د هرات ګمرک میلیونونه افغانۍ ورځني عواید شخصي جېبونو ته ځي

2020-07-08
By ستورى کريمي on 08 July 2020 هرات (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې د هرات په ګمرک کې د ګمرکي محصول د فرار له درکه د ورځې لسګونه میلیونه افغانۍ عواید د مسوولینو، کارکوونکو، د مرکزي چارواکو، وارد کوونکو، کمېشن کارانو او د ځینو سیمه ییزو چارواکو جېبونو ته ځي. دغه موندنې چې له سیمه ییزو معتبرو سرچینو سره له مرکو،... read more

په کندهار کې د چمن- سپین بولدک لارې د خلاصون په موخه لاریونونه وشول

2020-07-08
By بشیر احمد نادم on 08 July 2020 کندهار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې زرګونو خلکو د چمن- سپین بولدک لارې د تړل کېدو په غبرګون کې لاریونونه وکړل او د افغانستان او پاکستان له حکومتونو یې د دغې لارې د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه. دغه لاریونونه د ولس غږملي او سیاسي بهیر له خوا تنظیم شوي وو چې په کندهار... read more

غني: خلک سوله غواړي خو نړیوال دې پوه شي چې افغانان زور ته غاړه نه ږدي

2020-07-08
By عبدالرقیب سایل on 08 July 2020 کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): ولسمشر غني وايي، په نظام کې د طالبانو جذبول یې دنده ده او ولسونه هم باعزته سوله غواړي، خو نړیوال دې وپوهیږي چې پر افغانانو څوک په زور کومه پرېکړه نه شي منلی. ولسمشر محمد اشرف غني نن د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي ته تللی او هلته یې خلکو ته په یوه غونډه کې وویل چې د... read more

په ۲۹ ولایتونو کې د ۲۵۹ پروژو پلي کېدو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

2020-07-08
By زرغونه صالحی on 08 July 2020 کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹) : د کلیو پراختیا وزارت له پرمختیایي شوراګانو سره د ۲۹ ولایتونو لپاره د څه باندې ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵۹ پروژو هوکړه لیکونو لاسلیک کړل. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن د چنګاښ په ۱۸مه، ددې هوکړه لیکونو دلاسلیک کولو پر مهال وویل چې... read more

د مدني ټولنو بورډ: تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړې

2020-07-08
By عصمت خاورین on 08 July 2020 کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): د مدني ټولنو بورډ وايي، د افغانستان برخليک د سولې په روانې پروسې پورې تړلی او د جګړې ښکېلې غاړې د تاريخ دروند بار او مسووليت پر غاړه لري. د مدني ټولنو دغه بورډ نن (د چنګاښ ۱۸مه) په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته د خپل دريځ په څرګندولو سره وويل، افغانان او نړيوال دا... read more

​افغانستان کې تېر ٢٤ ساعته ٢١٠ کسان پر کرونا اخته او ١٧ نور ترې مړه شوي

2020-07-08
By عزيزالله همدرد on 08 July 2020 کابل (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٩٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۵۹۴ ته ورسېد. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د چنګاښ په ١٨مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده. په... read more

پکتيکا کې د يوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي

2020-07-08
By رحيم خان خوشحال on 08 July 2020 ښرنه (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٩): په پکتيکا کې روغتيايي مسوولين وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت په مرکز ښرنه کې د يوې نجلۍ په ګډون د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي. د یاد ولایت د مرکز ښرنې ملکي روغتون مشر ډاکتر چنار صديقي د چنګاښ په ١٨مه پژواک ته وويل چې د ښرنې ښار له کرخېلو سيمې څخه شپږ جسدونه... read more

د غزني د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان و وژل شو

2020-07-08
By سيف الله مفتون on 08 July 2020 غزني ښار (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٩): د غزني د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو دوو نورو ساتوونکو سره د ماين په چاودنه کې و وژل شو. د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په ده يک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده... read more

ایران غواړي د اورګاډي پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان سره ونښلوي

2020-07-08
By جاوید همیم کاکړ on 08 July 2020 کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹) : ایران وایي چې د اورګاډي پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان او منځني اسیا هېوادونو سره ونښلول شي.  د ایران د ښار جوړونې مرستیال وزیر خیرالله خادمي پرون د دغې لارې د پروژې د پرانیستې پر مهال رسنیو ته ویلي، دا لاره به د ایران د چهابهار بندر له لارې افغانستان او... read more

چارواکي: ننګرهار او خوست ولایتونو کې ۲۳ وسله وال مخالفین وژل شوي

2020-07-08
By یوسف ظریفی on 08 July 2020 جلال اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹) : ځايي چارواکي وایي چې د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو د ځوابي بريد پر مهال ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د چنګاښ په ۱۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې خوږياڼو ولسوالۍ زاوې په سيمه کې تېره ورځ وسله والو طالبان د... read more

په بامیان کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه ساتونکي جسد پیدا شوی

2020-07-08
By نجیبه نجوا on 08 July 2020 کابل(پژواک،۱٨چنګاښ۹۹): د بامیان ولایت مقام یوه یوه سرچینه وایي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دځانګړي ځواک د یوه ساتونکي جسد د دغه ولایت په شېبر ولسوالۍ کې پیدا شوی دی. دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانش ته وویل چې د جمهوري ریاست د یوه ځانګړي ساتونکي عزیز احمد عالم یار جسد د بامیانو... read more

کابل کې د پولیسو پر رینجر موټر چاودنه شوې

2020-07-08
By احمدشاه عرفانیار on 08 July 2020 کابل(پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): د کابل ښار يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د جمهوريت په ګولايي کې د پوليسو پر رينجر موټر نن سهار د ماين چادونه شوې ده. د پېښې عيني شاهدان وايي چې په چاودنه کې يو کس ټپي شوی خو هويت لا څرګند نه دی. امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د پېښې مسوولیت هم تر اوسه... read more

د کندهار موټربم برید کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-07-08
By بشیر احمد نادم on 08 July 2020 لومړی تعقیب - کندهار ښار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹) : د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ پر ودانۍ په شوي موټر بم برید کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د چنګاښ په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې شوې ده. هغه زیاته... read more

د کندهار په شاولیکوټ کې موټربم برید پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

2020-07-08
By بشیر احمد نادم on 08 July 2020 کندهار (پژواک،۱۸ چنګاښ۹۹): د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم برید شوی او پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. پېښه نن (د چنګاښ ۱۸مه) سهار شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې ده. د دې ولسوالۍ یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه برید د انټرنېشنل پوځي ګاډي په وسیله چې... read more

افغانستان، چین او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو او او بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه

2020-07-07
By جاوید همیم کاکړ on 07 July 2020 کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان ، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د مرستیالانو ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د تاوتریخوالي پر کمولو او بشردوستانه اوربند باندې ټینګار وشو. د بهرنیو چارو وزارت لخوا دچنګاښ په ۱۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا درې اړخیزه  غونډه نن... read more

د ننګرهار د یوه ولسوال زوې له تښتوونکو وژغورل شو او پنځه تښتوونکي ونیول شول

2020-07-07
By يوسف ظريفي on 07 July 2020  جلال اباد (پژواک ۱۷ چنګاښ ۹۹): د ننګرهار د ملي امنيت رياست له لورې د يو ځوان د تښتولو په تړاو پنځه کسان نيولي او ياد شخص يې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی. د نازيانو د ولسوال قاضي طارق زوی عبادالرحمن ۲۱ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شيږمې ناحيې له مربوطاتو تښتول شوی و. د ننګرهار والي شاه محمود... read more

ښوونځیو کې په حضوري بڼه زده کړې نورې هم وځنډېدې

2020-07-07
By عبدالرقیب سایل on 07 July 2020 کابل(پژواک، ۱۷ چنګاښ۹۹): د پوهنې وزارت وايي، کابینې پرېکړه کړې چې له کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره بهپه ښوونځيو کېڅه موده نور هم په حضوري ډولزده کړې نه کېږي، خو په غیرحضوري ډول به دوام ومومي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې کړې، خو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي. په خبرپاڼه کې راغلي... read more

ننګرهار کې د شوکاڼو د پروسس د ۳۳ فابریکو فعالیت بند او ۲۰زره کاریګر بې روزګاره شوي

2020-07-07
By یوسف ظریفی on 07 July 2020 جلال اباد (پژواک, ۱۷ چنګاښ۹۹): په ننګرهار کې د شوکاڼي (تالک) کان کېدونکي او د پروسس فابريکو مسوولين وايي چې د قراردادونو نشتوالي له امله د ۳۳ فابريکو فعالیت بند او ۲۰زره کاريګر یې بې روزګاره شوي دي. دوی وايي، د کانونو وزارت او اقتصاد عالي شورا د غلطو پرېکړو او د قراردادونو د نه ورکړې له امله... read more

دوه ځانمرګي چې پر یوه روغتون او یوې رسنۍ یې د برید هوډ درلود، نیول شوي

2020-07-07
By نصیر احمد صدیقی on 07 July 2020 کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۹): د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند دوو ځانمرګو چې غوښتل یې د مولا علي پر روغتون او یوه رسنۍ برید وکړي، نیول شوي دي. د ملي امنیت عمومي ریاست یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دوه کسان نن (سې شنبې) د... read more

Pages