وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 13 min 20 sec ago

پاکستاني پوځيانو پر کونړ ٧٢٠ توغندي توغولي

2019-08-21
By خان ولى سالارزى on 21 August 2019 اسعد اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): د کونړ چارواکي وايي چې پاکستاني پوځيانو د دغه ولايت پر درېيو ولسواليو ٧٢٠ توغندي توغولي چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي. د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د زمري په ۳۰مه نېټه پژواک ته وويل، دغه توغندي  د کونړ په شلتن، دانګام، او ناړۍ ولسوالیو کې لګېدلي خو... read more

د تخار مدني فعالان: که مخابراتي شبکې تر سبا پورې فعالیت پیل نه کړي اعراض کوو

2019-08-21
By اجمل کاکر on 21 August 2019 تالقان (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): د تخار مدني فعالانو او اوسېدونکو د دغه ولايت حکومتي مسوولينو ته تر سبا پورې وخت ورکړی څو د مخابراتي فعاليتونو ستونزه هواره کړي. د دغه ولايت مدني فعالان وايي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي. د هغوى د معلوماتو له مخې، مخابراتي شبکې... read more

"له دندو په ناقانونه ډول لرې شوي یو"

2019-08-21
By احمدشاه عرفانیار on 21 August 2019 کابل(پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): د احصايې او معلوماتو ادارې لسګونه له دندو ګوښه شوي قراردادي کارکوونکي وايي، د قانون خلاف له دندو ګوښه شوي او پر ځای يې نور کسان ګومارل شوي دي. د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د غير حضوري تذکرو د هويت د تثبيت څانګې د يادو ګوښه شوو کسانو له ډلې نن د شپږو ښځو په ګډون شاوخوا ۵۰... read more

د کانونو او پټروليم وزارت ټولې برخې برېښنايي شوې دي

2019-08-21
By نوید احمد بارکزی on 21 August 2019 کابل (پژواک، ٣٠ زمری ۹۸): د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې د روڼتیا، حساب ورکونې، د اداري چارو د اسانتیا او فساد د کموالي په موخه یې ددغه وزارت سیستمونه برېښنايي کړي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې دوی تازه د مخکني او سنتي سیستم پر ځای د حکومت ولۍ نوی برېښنايي سیسټم جوړ کړی دی... read more

ملي امنیت په کندهار کې د پنځو وسله والو شبکو ٢٥ غړي نيولي

2019-08-21
By بشير احمد نادم on 21 August 2019 کندهار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): ملي امنیت په کندهار کې پنځه وسله والې شبکې نیولې چې نن یې په اړه په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته معلومات ورکړل شول. چارواکي وايي، د دغو پنځو شبکو یوې یې په کندهار کې د خپلواکۍ جشن د ناامنه کولو هڅه کوله چې مخه یې نیول شوې ده. په دې اړه جوړې شوې خبري غونډه کې د... read more

ننګرهار کې د کرنې اړوند ډيجيټلي کتابتون جوړېږي

2019-08-21
By يوسف ظريفي on 21 August 2019 جلال اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د يوې موسسې په همکارۍ په جلال اباد ښار کې د کرنې اړوند ډيجيټلي کتابتون جوړوي. د کرنې رياست وياند انعام الله مياخېل د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګرين    (Grain)  پروژې ساحوي مسوول نورعلي نور نن د... read more

هلمند کې لسګونو دیني عالمانو ته د کمپیوټر او انګلیسي ژبې زده کړې پیل شوې

2019-08-21
By نيازالدين کليوال on 21 August 2019 لښکرګاه (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): په هلمند ولايت کې د لومړي ځل لپاره لسګونو ديني عالمانو ته د کمپيوټر او انګليسي ژبې مسلکي زده کړې پيل شوې. په دغه ولايت کې د توحيد حرفوي زده کړو مرکز مسوول حميدالله بارکزي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ٢٥٠ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې پيل... read more

د ننګرهار د کرنې په څېړنيز مرکز کې محصلينو ته د عملي زده کړو زمينه برابره شوې

2019-08-21
By يوسف ظريفي on 21 August 2019 جلال اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨) : د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس وايي چې د رياست اړونده څيړنيز او روزنيز مرکز (کليکسون) کې د ونو بوټو د هرې بڼې د څېړنې د تر څنګ محصلينو لپاره د عملي زده کړې زمينه هم برابره شوې ده. دغه مرکز چې د جلال اباد ښار ته د ختیځ په اته کیلومترۍ کې موقعیت لري،... read more

د افغانستان اسلامي بانک نوى رييس معرفي شو

2019-08-21
By جاويد هميم کاکړ on 21 August 2019 کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨) : سید موسی کلیم الفلاحي د افغانستان د اسلامي بانک د نوي رییس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.  د افغانستان د اسلامي بانک د رسنیزو اړیکو مسوول پژواک خبري اژانس ته وویل، په هغې غونډه کې چې په همدې موخه د افغانستان اسلامي بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، د... read more

د اروزګان والي له خلکو سره د مرستې غوښتنه وکړه

2019-08-21
By اجمل وصال on 21 August 2019 ترينکوټ (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): د اروزګان والي اسدالله سعید د ملګرو ملتونو د يونېسف ادارې له پلاوي غوښتي چې خپلې بشري مرستې زياتې کړي او د بېځايه شوو خلکو لاسنيوى وکړي. د اروزګان والي د زمري په ٣٠مه د يونيسف ادارې ولايتي همږغي کوونکي مسوول او ورسره له شته پلاوي سره وليدل. د ولايت مقام وايي، دغه... read more

بغلان کې یو ماشوم له تښتولو وروسته وژل شوی

2019-08-21
By راز محمد on 21 August 2019 پلخمري (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): انسان تښتونکو د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې يو ماشوم له تښتولو وروسته وژلى دى. دغه ماشوم ياسر نومېږي چې ١٢ کاله عمر يې درلود او د بغلان د نهرين ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و. د ياسر ورور حاجي علاوالدين د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ١٩ ورځې وړاندې انسان تښتوونکو... read more

امنیتي مسوولین په ځینو ولایتونو کې د لسګونو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

2019-08-21
By نيازالدين کليوال, اجمل کاکر on 21 August 2019 لښکرګاه- تالقان- کندوز ښار (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په هلمند، تخار او کندوز ولايتونو کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن محمد زمان همدرد د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس... read more

په کونړ کې د یوه حمایوي دارلمعلمین امر وژل شوی

2019-08-21
By خان ولى سالارزى on 21 August 2019 اسعد اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): چارواکي وايي چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د يوه حمايوي دارالمعلمين امر وژل شوی دى. د کونړ مرستيال والي ډاکتر ګل محمد بيدار د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېر ماښام د غازي اباد او ناړۍ ولسواليو ترمنځ پر لويه لاره د ډب بروړو په سيمه کې... read more

په کندهار کې ډېر خلک د طبي بوټو په وسیله درملنه کوي

2019-08-21
By بشير احمد نادم on 21 August 2019 کندهار (پژواک، ٣٠ زمری ۹۸): که څه هم عصري طبابت پرمختګ کړی خو په کندهار کې اوس هم ډېری خلک خپله درملنه په یوناني درملو او طبعي بوټو باندې کوي. په کندهار کې لسګونه داسې ځایونه شته چې له طبي بوټو جوړ شوي درمل پلوري او د خلکو درملنه کوي. په کندهار کې د یوناني طبیبانو د ټولنې مشر حکیم خان تره کی... read more

د کندهار په ارغنداب کې د ۷ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې روانې دي

2019-08-21
By بشير احمد نادم on 21 August 2019 کندهار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر یو وخت د ۷ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې روانې دي چې په دې سره به په دې ولسوالۍ کې د ودانیو د کمښت ستونزه حل شي. د ارغنداب ولسوال انجنیر محمد شریف رسولي پژواک اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د پوهنې د ودې او پراختیا په موخه د ۷ ښوونځیو... read more

خليلزاد: تړون ته چمتو یو، که طالبان چمتو وي

2019-08-21
By جاويد هميم کاکړ, حکيم بشارت on 21 August 2019 کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمي خليلزاد وايي چې دوی د تړون لپاره اماده دي، خو که طالبان اماده وي. نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ٣٠مه له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو پيلولو په موخه له واشنګټن څخه د روانېدو پر مهال په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي. هغه زياته... read more

هند ته د نشه يي توکو قاچاق افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي

2019-08-21
By بشير احمد نادم, خواجه بصیر فطری on 21 August 2019 کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): په هندوستان کې د افغان سوداګرو په مالونو کې د نشه يي توکو له نيول کېدو وروسته د هند له خوا د افغان توکو پلټنه زياته شوې ده چې له امله يې سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي. د روان زېږديز کال د جولاى مياشتې په اوږدو کې هندي پوليسو دوه ځلې د افغانانو په ګډون يو شمېر قاچاقچيان... read more

د بغلان د حیاتي احصايې مدیر وژل شوی

2019-08-21
By راز محمد on 21 August 2019 پلخمري (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): د بغلان دولتي سرچينې وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د حياتي احصايې مدير پر ډزو وژلى دى. د بغلان په مرکز پلخمري کې يوې دولتي سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د حياتي احصايې مدير عبدالديان... read more

زلمی خلیلزاد طالبانو سره نهم پړاو خبرو لپاره قطر ته روان شوی

2019-08-20
By جاويد هميم کاکړ on 20 August 2019 کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۹۸) : د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د روانو هڅو په لړ کې د کابل او دوحې په لوري روان شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د زمري په ۲۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دوحه کې هغه به له طالبانو سره خبرې اترې له سره پیلوي. په... read more

"د ټاکنو د روڼتیا لپاره د ښځو انځور او د بشپړو ځانګړتیاوو ثبت لازمي دی"

2019-08-20
By احمد صهيب on 20 August 2019 کابل (پژواک،۲۹ زمری ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ټاکنو د روڼتیا او د تلې د شپږمې په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره د رایې ورکوونکو ښځو د انځور ثبت، د پېژندپاڼې انځور، د دوو ګوتو د ځانګړتیاوو ثبت او انځور اخیستل اجباري دي. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې... read more

Pages