وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 2 min 31 sec ago

مالیې وزارت د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه

2019-11-17
By خواجه بصیر فطري on 17 November 2019   کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): د راتلونکي کال مالي بودجې ملي طرحه چې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیايي بودجه په کې شامله ده، نن د مالیې وزارت له خوا مشرانو جرګې ته معرفي شوه. د مالیې وزارت سرپرست او مالي او اداري مرستیال چې نن یې مشرانو جرګې ته د راتلونکي کال د ملي بودجې په اړه وضاحت... read more

جان باس: د انس حقاني تبادله په کابل او لوګر کې د بریدونو له امله پاتې شوه

2019-11-17
By جاويد هميم کاکړ on 17 November 2019 کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): په کابل کې د امريکا سفير د ولسمشر اشرف غني د هغې پرېکړې ملاتړ کړى چې له طالبانو سره يې د بنديانو د تبادلې پروسه ځنډولې ده. تېره اوونۍ ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چې په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون د دوو استادانو (يو امريکايي او يو اسټراليايي) په بدل کې د طالبانو درې... read more

د کندوز د ولسوالیو او ښاروالیو مسوولینو ته د فساد نه کولو په موخه قسم ورکړ شو

2019-11-17
By اجمل کاکر on 17 November 2019 کندوز ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): د کندوز والي د اداري فساد نه کولو او خلکو ته د صادقانه خدمت په موخه د دغه ولايت ولسوالانو او ښاروالانو ته په قران کريم لوړه ورکړه. د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د دغه ولايت... read more

لغمان کې د داعش ډلې دوه مهم غړي له وسلو سره نيول شوي

2019-11-17
By پژواک on 17 November 2019 کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو په لغمان ولايت کې د داعش ډلې دوه مهم غړي له وسلو او نظامي تجهيزاتو سره نيولي دي. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان په قرغه... read more

کابل ښار کې د لارو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

2019-11-17
By عبدالرقیب سایل on 17 November 2019 کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): کابل ښاروالۍ په داسې حال کې کابل ښار کې د ترافیکو د نظم لپاره ۳۰۰ تنه ګوماري چې په دې وروستیو کې د لارو له بندېدو د ښاریانو شکایتونه ډېر شوي دي. د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز وایي چې یاد ۳۰۰ کسان د دې ښاروالۍ د ترافیکو د انسجام ریاست په چوکاټ کې پر دندو ګومارل کېږي. د... read more

افغانستان او ناټو پر سوله او د چين پر بين الافغاني ناستې غږېدلي

2019-11-17
By جاويد هميم کاکړ on 17 November 2019 کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د بهرنيو چارو له سرپرست وزير ادريس زمان سره د سولې پر پروسې او د چين پر بين الافغاني ناستې خبرې کړې دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو ملکي استازي... read more

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس په ترافيکي پېښه کې مړ شوی

2019-11-17
By يوسف ظريفي on 17 November 2019 جلال اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس کابل ته پر لاره په يوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی او موټر چلوونکی يې سخت ټپي دی. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، انجنير سميع الله نصرت چې د يو رسمي کار په موخه نن سهار وختي کابل ته پر لاره... read more

افغانستان ویسټ انډیز ته د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې ماتې ورکړه

2019-11-16
By جاويد هميم کاکړ on 16 November 2019 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸) : افغانستان د کرکټ په دویمه نړیوړاله شل اووریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او د ماتو د لړۍ مخه یې ودروله. ددواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ دا لوبې دافغانستان په کوربه توب د هندوستان په لکنو ښار کې روانې دي. ددویمې شل اووریزې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د... read more

ولسي جرګه په لوګر کې له زده کوونکو سره د جنسي ځورونې ادعا څېړي

2019-11-16
By خواجه بصیر فطري on 16 November 2019 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): ولسي جرګې د لوګر په یوشمېر ښوونځیو کې له هلکانو زده کوونکو سره د جنسي ځورونې د ادعا څېړلو لپاره اته کسيز پلاوى وټاکه. ګاډین ورځپاڼې تېره اونۍ راپور ورکړی چې د لوګر په شپږو ښوونځیو کې ۵۶۴ هلکان زده کوونکي د استادانو، لویانو زده کوونکو او قدرمتمندانو له خوا د جنسي ځورونې... read more

په کابل ښار کې د اوړو بیه راټیټه او د غوړو بیه لوړه شوې

2019-11-16
By زرغونه صالحى on 16 November 2019 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): په کابل ښار کې نن تېرې شنبې ته په کتو د اوړو بیه راټیټه او د غوړو بیه لوړه شوې ده؛ خو د نورو لومړۍ درجه توکو بیې له بدلون پرته په خپل حال پاتې دي. د کابل ښار د منډیي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، نن تېرې شنبې ته په کتو د ۴۹ کیلو ګرامه عمده قزاقي... read more

ګردېز کې د هېواد په کچه MMA رزمي سيالۍ تر سره شوې

2019-11-16
By شکـور کامـران on 16 November 2019 ګردېز (پژواک ۲٥ لړم ۹۸): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې په لومړي ځل او د هېواد په کچه د MMA رزمي سيالۍ تر سره شوې. مسوولين وايي، له دې سياليو يې موخه د پکتيا د رزمي ورزشکارانو وده او د تکړه ورزشکارانو ځلېدل او راپورته کېدل دي. د پکتيا وورېرز يا د پکتيا د اتلو ورزشکارانو د سازمان مشر فرهاد... read more

درغلي کوونکي ټاکنیز کارکوونکي د رایو په تفتیش او بیا شمېرنه کې د ګډون حق نه لري

2019-11-16
By خواجه بصیر فطري on 16 November 2019 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون درغلي کوونکي کارمندان د ټاکنو شکایاتو کمېسیون ته ورپېژني او ټینګار کوي چې دا کارکوونکي باید د رایو په تفتیش او بیا شمېرنې بهیر کې ګډون ونه کړي. ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې، په داسې حال کې چې د هغه لومړنۍ پایلې یو ځل د تلې له ۲۷مې د لړم... read more

په دوربابا ولسوالۍ کې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوي لپاره نوې پوستې جوړېږی

2019-11-16
By یوسف ظریفی on 16 November 2019 جلال اباد (پژواک ۲۵ لړم ۹۸): د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران وايي، د دغې ولسوالۍ يو شمېر غرنيو سيمو کې د امنيتي پوستو د نشتوالي له امله وسله وال تګ راتګ کوي چې اندېښنې يې پیدا کړې دي. دوی له ولايتي ادارې او په ځانګړې توګه له امنيتي ادارو غوښتنه کوي چې يادو سيمو کې پوستې جوړې کړي... read more

د کندهار سوداګر د وچې مېوې د پروسس لپاره معیاري ځای او نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی غواړي

2019-11-16
By بشیر احمد نادم on 16 November 2019 کندهار (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د کندهار وچه مېوه د لندې مېوې په څېر نړیوال شهرت لري خو لا تر اوسه د پروسس، بسته بندۍ او ساتنې لپاره معیاري او مجهز ځای نه لري. د دې تر څنګ د وچې مېوې سوداګر د پاکستان او هند له مارکېټونو پرته د نړۍ نورو مارکېټونو ته لاسرسی نه لري. کشمش، ابجوشې، انځر، بادام، غوزان... read more

«زما درد د زرګونو افغان ښځو درد دی چې له جګړې ورته په میراث پاتې دی»

2019-11-16
By حامد " تمکين " on 16 November 2019   شبرغان (پژواک،٢٥ لړم ٩٨): د جوزجان ولایت ۳۵ کلنه اوسېدونکې چې خاوند او دوه وروڼه یې د دولت وسله والو مخالفینو وژلي او د خپلو درېیو اولادونو او دوو ورېرونو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره هره ورځ سوال کوي، نوموړې وايي، زما درد د زرګونو افغان ښځو درد دی چې د جګړې له غځېدو ورته په میراث پاتې دی... read more

بلخ کې د یوه هنرمند کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه وکړه

2019-11-16
By جاوید احمد on 16 November 2019 مزارشريف (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د افغان هنرمند "قدوس فرهمند" کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د يو کال په تېرېدو سره په دې قضيه کې هېڅ پرمختګ نه دى شوى. ياد هنرمند د تېر کال په لړم مياشت کې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو. د بلخ يو شمېر هنرمندانو او... read more

​مولانا عبدالله: یوناما دې زما په اړه د ټاکنو کمېسیون ته د کړي شکایت په اړه سپیناوی وکړي

2019-11-16
By بهشته ارغند on 16 November 2019 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو کمېشنر وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د ځنډېدو په اړه بايد خلکو ته وضاحت ورکړل شي او ټينګار کوي چې يوناما بايد د دغه کمېسيون په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. دغه څرګندونې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر مولانا عبدالله د لړم په ٢٥مه په کابل کې د يوې... read more

ځوانان: حکومت او طالبان دې اوربند وکړي او په کابل کې دې مستقیمې خبرې پیل کړي

2019-11-16
By بهشته ارغند on 16 November 2019 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): په کابل کې یو شمېر ځوانانو له حکومت او طالبانو څخه په کابل ښار کې د نېغ په نېغه خبرو د پيل او اوربند غوښتنه وکړه. دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د ځوانانو د بهير له لوري د لړم په ٢٥مه په کابل ښار کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د ياد بهير مشر ادريس ستانکزي وویل... read more

پر زده کوونکو د جنسي تېري ادعا غبرګون کې د لوګر مدني ټولنې دفتر دروازه وتړل شوه

2019-11-16
By عبدالمقصود عزيزى on 16 November 2019 پل علم  (پژواک، ٢٥ لړم ٩٨): د لوګر ځینو اوسېدونکو د ښوونځيو زده کوونکو د جنسي ځورونو په برخه د دغه ولايت د مدني ټولنو د مشر د څرګندونو په غبرګون کې د مدني ټولنو د دفتر دروازه وتړله. دوه ورځې مخکې ګارډين ورځپاڼې او طلوع نيوز ټلوېزيون د لوګر ولايت د مدنې ټولنو د رييس له قوله داسې راپورونه... read more

"بهرنیو چارو وزارت کې اصلاحات په سوداګریز اتصال کې د ګټې اخیستو په موخه دي"

2019-11-16
By احمدشاه عرفانیار on 16 November 2019 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دغه وزارت کې هر اړخيز اصلاحات روان دي څو د افغانستان له جيوپولټيک موقعيت څخه د سيمې په سوداګريز اتصال کې ترې ګټه  واخيستل شي. د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، دغه اصلاحات د ګومارنو، قوانينو، تشکيل او... read more

Pages