وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 3 min 16 sec ago

د بګرام زندان دوه څارنوالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

2019-11-16
By احمد فريد تنها on 16 November 2019 چاریکار (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): نن سهار د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې په یوه وسله وال برید کې د بګرام زندان دوه نظامي څارنوالان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د دغه مطلب په یادولو سره پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه ښکاره نه ده چې دغه برید د کومې ډلې له خوا ترسره... read more

پکتیکا کې د افغانۍ بانک نوټونو دودولو په موخه کمپاین پیل شو

2019-11-16
By رحيم خان خوشحال on 16 November 2019 ښرنه (پژواک، ٢٥ لړم ٩٨): په پکتيکا کې د افغانۍ بانک نوټونو دودولو په موخه د پنځو ښوونځيو پر زده کوونکو هغه بکسونه، قلمونه او کتابچې ووېشل شول چې د افغانيو د ارزښت په موخه شعارونه پرې ليکل شوي دي. دغه کمپاين د لړم په ٢٥مه په مرکز ښرنه کې د کشيوالو کلي د نجونو له نورانيه ښوونځي څخه پيل شو. د... read more

"د ننګرهار په اوو ولسواليو کې د ۶۶ جوماتونو جوړېدو چارې دې چټکې شي"

2019-11-16
By يوسف ظريفي on 16 November 2019 جلال اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د ننګرهار د حج او اوقافو رياست مسوولين وايي، د ولسمشر په امر د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د ۶۶ جوماتونو جوړېدو چارې له ټاکلې مودې سره سم نه دي بشپړې شوې او د خلکو نيوکې يې راپارولې دي. د دغه رياست مسوولين زیاتوي، د جوماتونو جوړولو لپاره دوه مياشتې وخت ورکړل شوی و... read more

بدخشان کې د موټرو ټکر له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2019-11-16
By محمدگل تنها on 16 November 2019   فیض اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د فیض اباد - بهارک پر لویه لار د یوه سراچه او کاماز موټرو ترمنځ د ټکر له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا‌ءالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ په... read more

"سږ کال غزني کې د ملکي وګړو په ګډون ۲۲۴۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده"

2019-11-16
By سيف الله مفتون on 16 November 2019 غزني ښار (پژواک، ٢٥ لړم ٩٨): د غزني والي وايي چې د روان کال له پيله په دغه ولايت کې د ملکي وګړو په ګډون ٢٢٤٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه څرګندونې د غزني والي وحيدالله کليمزي د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې. هغه وويل چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله... read more

جاوېد احمد قايم په چين کې د افغانستان سفير ګومارل شوی

2019-11-16
By احمدشاه عرفانیار on 16 November 2019 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): جاوېد احمد قايم په چين کې د افغانستان سفير ټاکل شوی او په راتلونکې ميلادي مياشت کې به په دغه هېواد کې د سفیر په توګه دنده پیل کړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په هغه ليک کې چې د چين هېواد ته يې استولی راغلي: "د افغانستان او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو د لا پياوړتيا او پراختيا په منظور... read more

په یو کال کې څه باندې څلورنیم ميلیون جریبه دولتي ځمکه ثبت شوې ده

2019-11-16
By عبدالقدير منصف on 16 November 2019   کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو بانک برنامې له لارې په وروستي یو کال کې په ۲۸ ولایتونو کې څلور ميلیونه او اووه سوه زره جریبه دولتي ځمکه سروې او په سیستم کې ثبت کړې ده. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې شمېرو څخه ۳۷۰زره جریبه په ننګرهار، ۲۳۸زره... read more

د لومړي ځل لپاره پکتیا کې د «اېم، اېم اې» سیالۍ تر سره شوې

2019-11-15
By شکـور کامـران on 15 November 2019 ګردېز (پژواک ۲۴ لړم ۹۸):د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې په لومړي ځل د شپېتو لوبغاړو په ګډون د «اېم، اېم اې» رزمي سیالۍ پیل شوې چې سبا به هم دوام وکړي.      د پکتيا د «اتلو لوبغاړو د سازمان» مشر فرهاد حضرت زاده، وايي چې په دې سياليو کې د پکتيا ولايت د مختلفو کلپونو ۶۰ لوبغاړو چې... read more

هلمند کې د ملکی خلکو پر موټر چاودنې درې کسان ووژل او شپږ یې ټپیان کړل

2019-11-15
By نیازالدین کلیوال on 15 November 2019 لښکرګاه (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): د سیمې اوسېدونکي وایی چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په «شاول» سیمه کې د ملکي خلکو پر موټر چاودنه کې درې کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول. د سیمې یوه اوسېدونکي میر احمد د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري آژانس ته وویل چې دغه کسان د هلمند له مرکز هلمند نه نادعلي ته پر... read more

د سالنګ لار د واورې ورښت له امله د ټېلري موټرو پرمخ وتړل شوه

2019-11-15
By فرید تنها on 15 November 2019 چاریکار (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي چې د واورې د ورښت له امله ټېلري موټرو ته پر دغې لارې د تګ او راتګ اجازه نه ورکوي.   د سالنګونو د ساتنې او څار ادارې ليکلي چې له نن سهار راهيسې د سالنګ پر لاره د واورې ورښت پيل شوى، خو وايي چې له ټېلري موټرو پرته نور... read more

"د امريکايي پوهنتون له دوه استادانو سره د درې طالبانو تبادله ونه شوه"

2019-11-15
By احمد صهيب on 15 November 2019  کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): د ولسمشر غني د مېرمنې رولا غني څرګندونې او ځينې نور راپورونه دا په ډاګه کوي چې په کابل کې د امريکايي پوهنتون له دوو استادانو سره د طالبانو د درې مهمو غړو تبادله تراوسه له ناکامۍ سره مخ ده . د تېرې سه شنبې په ورځ ولسمشر غني ويلي و چې د طالبانو درې غړي  (انس... read more

په ننګرهار کې ٢٢٩ داعش وسله وال او د کورنيو غړي يې حکومت ته تسليم شوي

2019-11-15
By احمد صهيب on 15 November 2019   کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): ملي دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ٢٢٩ داعش وسله وال او د کورنيو غړي يې حکومت ته تسليم شوي دي.  د ملي دفاع وزارت له لوري د لړم په ٢٤مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پنجشنبې په شپه ٢٢٩ کسان چې په دوى کې ٨٢ د داعش وسله... read more

د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قوماندان بغلان کې ووژل شو

2019-11-15
By راز محمد on 15 November 2019   کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد افضل له خپلو درېیو ساتونکو سره د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې ووژل شو. د بغلان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ویس احمد صميمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې محمد افضل او د هغه درې ساتونکي نن له غرمې مخکې شاوخوا لس... read more

د کرنې لپاره د یوه افغان محصل طرحې نړیوال سمپوزیم کې دویم مقام خپل کړ

2019-11-15
By حکيم بشارت on 15 November 2019 کابل (پژواک، ۲۴ لړم ٩٨): په افغانستان کې د کرنې پراختیا لپاره د یوه افغان محصل طرحې، سوېلي کوریا کې جوړ شوي د کرنې پراختیا او همکاریو نړیوال سمپوزیم کې دویم مقام خپل کړ. د محمد اسحق عبادي په نوم دغه افغان چې د سوېلي کوریا د هنکیونګ ملي پوهنتون د کرنې انجنیرۍ  په څانګه کې د ماسټرۍ په کچه زده... read more

غني د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونه پرانیستل

2019-11-15
By احمد صهيب on 15 November 2019 کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): ولسمشرغني، د وړاندې شوي تحصیلي نصاب سرچینې ضعیفې وبللې، پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، ویې ویل چې اکاډمیک بنسټونه باید د ملي یوالي ممثل وي او فارغان یې د هېواد له اساسي قانون څخه بنیادي درک ولري. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني  تېر... read more

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لس ډوله رایو تفتیش او بیاشمېرنه کوي

2019-11-14
By عزيزالله همدرد on 14 November 2019 کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې له ټولو ۲۶۵۸۰ پرانستو محلونو په لسو کټګوریو کې د ٨٢٥٥ محلونو رايې تفتیش کوي او له سره شمېرې چې په دغه راپور کې یادې لس کټګورۍ په بشپړ ډول تشريح شوې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو ۸۴۹۴ هغو مرکزونو رایې چې د... read more

ولسمشر: د ملي شورا د غړو وسايط باید تر شپږو میاشتو قانوني شي

2019-11-14
By عزيزالله همدرد on 14 November 2019 کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د ولسمشر غني د حکم له مخې، د ملي شورا د غړو هغ وسايط چې اسناد او پلېټونه لري، تر شپږو میاشتو قانوني شي او د دولتي ادارو له لومړۍ درجه مسوولینو سره د دغې شورا د غړو اغېزمنو کتنو ته دې زمینه برابره شي. ولسمشر غني، د دوو جلا حکمونو په صادرولو، د ملي شورا له غړو غوښتي څو خپل... read more

په بدخشان کې سږ کال د چهارمغزو حاصلات د پام وړ ډېر شوي

2019-11-14
By محمدگل تنها on 14 November 2019 فیض اباد(پژواک،۲۳ لړم ۹۸): د بدخشان د کرنې ریاست مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږ کال د چهار مغزو حاصلات درې برابره ډېر شوي دي د بدخشان د کرنیزو چارو امر نصیراحمد احمدي پژواک ته وویل، د هغې سروې له مخې چې سږ کال د بهارک، جرم، شهدا، یفتل بالا، یفتل پایین او د دروازها پنځه... read more

"مرکزي ادارې تېرو کلونو کې د کندهار پنځو سرحدي ولسواليو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې"

2019-11-14
By بشیر احمد نادم on 14 November 2019 کندهار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کندهار د پنځو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د خدماتي او پرمختیايي چارو په برخه کې دغو ولسوالیو ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده. د دغو ولسوالیو مشران وايي، مرکزي اداره دې په دغو ولسوالیو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي او په... read more

لوګر کې له زده کوونکو د ناوړې جنسي ګټې اخیستنې څېړنې ته پلاوی وټاکل شو

2019-11-14
By عزيزالله همدرد on 14 November 2019   کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د پوهنې وزارت د لوګر په ښوونځیو کې د ماشومانو له خوا د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې د ادعا څېړلو په موخه د حقیقت موندلو پلاوی ټاکلی دی. یاد استازی وروسته له هغه ټاکل کېږي چې ګارډین ورځپاڼې د لوګر په ښوونځیو کې له ماشومانو د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې په اړه یو څېړنیز... read more

Pages