وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 37 min 41 sec ago

خوست کې "غازي اخبار" سل کاله وروسته بیا چاپ شو

2019-08-17
By يوسف منګل on 17 August 2019 خوست ښار (پژواک، ٢٦ زمری ۹۸): په خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د شاه امان الله خان په دوره کې په خوست کې د چاپېدونکي د ”غازي اخبار‟ اوومه ګڼه چاپ او خپره شوه. د دې ترڅنګ پرون په خوست کې د سلو کتابونو د چاپ لړۍ هم پيل شوه. د غازي اخبار له نن څخه سل کاله وړاندې د شاه امان الله خان په... read more

ولسمشر غني د شاه دوشمشېره جومات د بیارغونې کار پرانیسته وکړه

2019-08-17
By جاويد هميم کاکړ on 17 August 2019 کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٨): ولسمشر اشرف غني په کابل ښار کې د شاه دوشمشېره جامع جومات د بیارغاونې د کار پرانيسته وکړه. له ارګه د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي،  په دغو مراسمو کې چې د ارګ په چارچنار ماڼۍ کې نیول شوي وو، په کې د غازي امان الله خان لوڼو... read more

جلال اباد کې د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شول

2019-08-16
By یوسف ظریفی on 16 August 2019 جلال اباد (پژواک، ۲۶ زمری ۹۸) : د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې د یوې چاودنې له امله یې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار ولایت مقام وایي، دا چاودنه نن ماخوستن په شاوخوا اتو بجو د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې اړونده د کاریز کبیر په سیمه کې شوې وه. سرچینې زیاته کړه، چې په... read more

د کویټې د یوه جومات چاودنه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ورور په ګډون ۵ تنه وژل شوي

2019-08-16
By د پژواک خبر on 16 August 2019 کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۹۸) : د بلوچستان ایالت د کویټې په یوه جومات کې د چاودنې له امله د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ورور قاري احمد الله په ګډون ۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان شوي دي. پاکستانیو رسنیو د زمري په ۲۶مه، خبر ورکړی، چې دا چاودنه نن د جمعې د لمانځه پر مهال د کویټې ښار په ۲۵ کیلو مترۍ... read more

ټرمپ له خپلو سترو سلاکارانو سره د افغانستان د سولې برنامه ارزوي

2019-08-16
By زرغونه صالحی on 16 August 2019  کابل(پژواک، ٢٥ زمرى ٩٨): د راپورونو په اساس ټاکل شوې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن له خپلو سترو سلاکارانو سره د افغان سولې پروسه وارزوي.  د بهرنيو رسنيو له خوا په خپرو شويو راپورنو کې راغلي چې ټاکل شوى ټرمپ نن په خپل استوګنځي کې د بهرنيو چارو له وزير مایک پامپیو او د ملي امنيت له... read more

فارياب کې شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

2019-08-16
By کوهى on 16 August 2019  ميمنه(پژواک، ٢٥ زمرى ٩٨): د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يو ماشوم وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي. د فارياب د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار لس بجې د طالبانو له خوا د امنيتي ځواکونو د بدنامولو په موخه د خلکو د استوګنې... read more

په کابل کې د ١٤٠ځوانو جوړو د واده ډله ييز مراسم ترسره شول

2019-08-16
By نصیر احمد صدیقی on 16 August 2019  کابل(پژواک،۲۵ زمرى ۹۸): په کابل ښار کې د يوه خيره بنسټ له لوري د ١٤٠ځوانو جوړو د واده ډله ييز مراسم ترسره شول.  د واده په دې مراسمو کې چې د حضرت ابوالفضل عباس د خيريه بنسټ له خوا ترسره شول شاوخوا اته زره مېلمنو ګډون کړى وو.  ددغو مراسمو يوتن تنظيم کوونکي سالم خادمي پژواک اژانس... read more

په زرنج کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه

2019-08-16
By احمدشاه صابر on 16 August 2019  زرنج( پژواک، ٢٥ زمرى ٩٨): د هېواد د خپلواکۍ دسلمې کاليزې په مناسبت د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه . دغه سيالي نن د زمري په ٢٥مه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو د امريت له خوا د ښاروالۍ په مرسته د سلو ورزشکارو ځوانانو ترمنځ ترسره شوه .  د نيمروز د... read more

د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې کار ٩٥سلنه بشپړ شوى

2019-08-16
By نصیر احمد صدیقی on 16 August 2019  کابل(پژواک،۲۵ زمرى ۹۸): د هېواد دخپلواکۍ د سلمې کاليزې د نمانځنې مراسم په داسې کې په دارالامان ماڼۍ کې تر سره کيږي چې د زمري تر ٢٥مه ددغې ماڼۍ د بيارغونې کار ٩٥سلنه بشپړ شوى دى. دغه ماڼۍ چې د کابل ښار سوېل غرب ته په شاوخوا اته کيلومترۍ کې موقعيت لري، د امان الله خان په دوره کې له ١٣٠٤-... read more

په فارياب کې ١٢ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

2019-08-16
By کوهى on 16 August 2019 ميمنه( پژواک، ٢٥ زمرى ٩٨): د فارياب چارواکي وايي چې ددغه ولايت د قيصار ولسوالۍ پر امنيتي پوستو د وسله والوطالبانو په بريد کې پنځه سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي. د قيصار ولسوال رحمت الله قیصاري پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د بوري او بندرشاخ سيمو ترمنځ پر امنيتي پوستو... read more

ملي امنيت زرمت کې د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښه څېړي

2019-08-16
By نصیر احمد صدیقی on 16 August 2019 کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٨): د ملي امنيت رياست د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوى ګومارلى دى. د زرمت  ولسوالۍ يوشمېر اوسېدونکو د روانې مياشتې په ٢١مه ادعا کړې وه چې د عرفې په شپه د ملي امنيت ځواکونو د عمليات پرمهال د زرمت په کولاګو سيمه کې ١١ بې... read more

د ملي امنیت سلاکار: د ملکي وګړو مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده

2019-08-15
By محمد آصف احمدزى on 15 August 2019 کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩٨): د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي چې حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه جدي دی او په دې برخه کې زغم نه شي کولای. د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر... read more

ننګرهار کې د ۶،۳ ميليونو افغانيو په لګښت دوه رغنيزې پروژې بشپړې شوې

2019-08-15
By یوسف ظریفی on 15 August 2019 جلال اباد (پژواک، ۲۴ زمری ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت کامې او خوږياڼو ولسوالۍ کې يې د ۶ اعشاريه ۳ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې مدرسې ودانۍ او د يوې لېسې چارديوالي جوړه کړه. د يادو رغنيزو پروژو د پرانيستې مراسم د زمري په ۲۴مه د دغو ولسواليو په مربوطاتو کې جوړ شوي وو. د ننګرهار... read more

پدرام: د بریالیتوب په صورت کې د نظام جوړښت ته تغییر ورکوم

2019-08-15
By خواجه بصیر فطري on 15 August 2019 کابل (پژواک،۲۴ زمری ۹۸): د عبدالطیف پدرام په مشرۍ د (ازادۍ، عدالت او امنیت) ټاکنیز ټکټ نن په رسمي ډول ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې او وايي، د بریالیتوب په صورت کې به د نظام جوړښت تغییر کړي. د ولسمشرۍ ټاکنو د ټاکنیزو سیالیو په اتلسمه ورځ ولسمشرۍ ته نوماند عبدالطیف پدرام په کابل کې خپلو پلویانو ته خپل... read more

هلمند کې سږکال ١٦ مټريک ټنه شات توليد شوي

2019-08-15
By نیازالدین کلیوال on 15 August 2019 لښکرګاه (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٨): د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږکال په دغه ولايت کې ١٦ مټريک ټنه شات توليد شوي چې د نورو کلونو په پرتله يې کچه لوړه ده. د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست سيد رفيع الله قلم د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ديوې موسسې په مرسته په مرکز... read more

ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د سولې فرهنګي نندارتون جوړ شو

2019-08-15
By يوسف ظريفي on 15 August 2019 جلال اباد (پژواک ۲۴ زمری ۹۸): ننګرهار کې يو شمېر ځوانانو د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د سولې فرهنګي نندارتون جوړ کړ چې په کې د هېواد د تاريخ د بېلابېلو دورو د اتلانو او تاريخي څېرو انځورونه او کتابونه نندارې ته وړاندې شوي و. د افغانستان د مسلمانو ځوانانو ټولنې (نجم) له لوري دا نندارتون د زمري... read more

اروپايي ټولنه : د افغانستان د باعزته سولې او ولسمشريزو ټاکنو ملاتړ کوو

2019-08-15
By نصير احمد صديقى on 15 August 2019   کابل (پژواک، ٢٤ ) : په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير وايي چې په افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او د ولسمشریزو ټاکنو ټینګ ملاتړ کوي . له ارګ څخه د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایډون... read more

په فاریاب کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

2019-08-15
By کوهى on 15 August 2019 ميمنه (پژواک، ۲۴ زمری ٩٨): د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې د طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ په نښته کې درې طالبان، یو ولسي پاڅون کوونکی او یو ماشوم وژل شوي، دوه طالبان، دوه ولسي پاڅون کوونکي او د یوې کورنۍ اووه غړي ټپیان دي. د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس... read more

خالد: د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې د امنيت ټينګولو بشپړه وړتيا لرو

2019-08-15
By جاويد هميم کاکړ on 15 August 2019 کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٨) :  د ملي دفاع وزير اسدالله خالد وايي، د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې افغان ملي ځواکونه ددې وړتيا لري چې د خپل هېواد او هېوادوالو امنيت   وساتي. نوموړي د زمري په ٢٤مه،د ناټو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په يوه خبري غونډه کې دا څرګندونې په داسې حال کې... read more

د ناټو قوماندان: سياسي پروسه د افغان ځواکونو پر هڅو کومه اغېزه نه کوي

2019-08-15
By جاويد هميم کاکړ on 15 August 2019 کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٨) : په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې دوى ته د طالبانو پر ضد د عملياتو محدودولو هېڅ ډول امر نه دى شوى او له افغان ځواکونو سره به اوږه په اوږه خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکوي. هغه چې نن د زمري په ٢٤مه، د افغانستان د ملي دفاع وزير اسدالله خالد سره... read more

Pages