وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 13 min 15 sec ago

ننګرهار کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۴ کسان نیول شوي

2019-11-13
By یوسف ظریفی on 13 November 2019 جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): په ننګرهار ولايت کې د تښتونو، غلاوو او کمېشن کارۍ په تور ١٤ کسان نيول شوي او بلخوا د داعش پنځه وسله وال تسليم شوي دي. د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د لړم په ٢٢مه يوې خبري غونډې ته  وويل، تېره اوونۍ يو شمېر وسله والو غلو يو ۱۳ کلن ماشوم د دغه ولايت له سره رود... read more

ننګرهار کې لاریون کوونکو د سولې خبرو پيلېدو او اوربند غوښتنه وکړه

2019-11-13
By یوسف ظریفی on 13 November 2019 جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو او له کابله د سولې لپاره د ځوانانو د ګروپ راغلو غړو د سولې د افغاني خبرو اترو د پيلېدو او اوربند غوښتنه وکړه. دوی پر نړيوالې ټولنې، افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له جګړو څخه لاس واخلي او سولې ته زمينه برابره کړي. دغه... read more

​"په چين کې بين الافغاني ناستې ته چمتووالى په بشپړېدو دى"

2019-11-13
By جاوید همیم کاکړ on 13 November 2019 کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٨): د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، په چين کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته چمتووالي د بشپړېدو په حال کې دي. د دغه وزارت له خوا د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې د سولې په چارو کې د دولت وزير عبدالسلام رحيمي نن... read more

د اروزګان مسوولین: ناامني د پرمختيايي کارونو پر وړاندې ستر ګواښ دی

2019-11-13
By اجمل وصال on 13 November 2019 ترینکوټ (پژواک، ۲٢ لړم ۹۸): د اروزګان د ملکي ادارو مسوولین وایي، نا امني او پر ځینو سیمو د وسله والو طالبانو کنټرول د دوی د فعالیتونو پر وړاندې ستر ګواښونه دي. دوى دغه څرګندونې د لړم په ٢١مه ملت ته د حساب ورکونې پروسې په لړ کې چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وه، خلکو او رسنيو ته وکړې. په دې ناسته... read more

مېک: د قضیو په تړاو توپیري چلند د عدالت د ټینګښت په برخه کې ستونزه ده

2019-11-13
By احمدشاه عرفانیار on 13 November 2019 کابل (پژواک، ۲٢ لړم ۹۸): لويې څارنوالۍ په تېرو دوو کلونو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې «مېک» له ۵۱ سپارښتنو ۴۰ په بشپړ ډول پلې کړې او پر لسو يې کار پيل کړی دی. مېک وایي چې د دولتي عدلي او قضايي بنسټونو ترمنځ کمزورو اړيکو او په بېلابېلو ولايتونو کې په توپيري ډول د... read more

د ټاکنو کمېسیون: د رایو ورکونې ۹۱۵ محلونو تفتیش او بیا شمېرنه پای ته رسېدلې

2019-11-13
By عزيزالله همدرد on 13 November 2019   کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکولو د ۹۱۵ محلونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې د پای ته رسېدو خبر ورکړ او وایي چې همدا اوس دغه بهیر د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په عملي ډول روان دی. په هغې خبرپاڼه کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فېسبوک له رسمي پاڼې خپره شوې، راغلي... read more

ننګرهار کې د سولې په نوم د ورزش اوونۍ پيل شوه

2019-11-13
By يوسف ظريفي on 13 November 2019 جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): په ننګرهار کې د يو خصوصي پوهنتون له لوري په دغه ولايت کې د سولې په نوم د ورزش اوونۍ پيل شوه چې پر مهال به یې په بېلابېلو برخو کې لوبې ترسره شي. دا ورزشي مېله د لړم په ۲۲مه په ننګرهار کې د خراسان په نوم يو خصوصي پوهنتون پيل کړه چې ورته پر ننګرهار سربېره د پلازمېنې... read more

په عصري بڼه د چرګانو نه روزنې له امله د دې برخې کاروباریان له زیان سره مخ کېږي

2019-11-13
By يوسف ظريفي on 13 November 2019 جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): په ننګرهار کې د چرګانو د کاروبار د ارزونې په موخه د يوې جوړې شوې غونډې ګډونوال وايي چې د مسلکي روزنې نشتوالي له امله په دغه ولايت کې د چرګانو کاروباريان له زيان سره مخ کېږي. دوی پر دې باور دي چې دلته د چرګانو روزنې فارم لرونکي د چرګانو روزنه په عصري بڼه نه کوي؛ نو... read more

د ثبات او همپالنې ټیم پلويانو په خوست کې د رايو بياشمېرنې پروسې درولو غوښتنه وکړه

2019-11-13
By يوسف منګل on 13 November 2019 خوست ښار (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): په خوست کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم پلويانو د رايو له بياشمېرنې او تفتيش سره مخالفت څرګند کړ. دغو کسانو چې شمېر يې سلګونه ته رسېده، نن (د لړم ۲۲مه) په يوه اعتراضيه غونډه کې د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د رايو د... read more

حکومت د هلمند له بزګرانو سره د لیمو او مالټو باغونو په جوړولو کې مرسته کوي

2019-11-13
By نيازالدين کليوال on 13 November 2019 لښکرګاه (پژواک، ٢٢ لړم ٩٨): د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي، د کوکنارو کښت د مخنيوي په موخه چمتو دي چې د دغه ولايت بڼوالو ته د مالټې او ليمو باغونه جوړ کړي. په دې اړه د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال د دغه ولايت پر لس هکټاره ځمکه په امتحاني ډول د... read more

بنګله دېش کې د اورګاډو د ټکر له امله ١٦ کسان وژل شوي

2019-11-13
By جاويد هميم کاکړ on 13 November 2019 کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٨): په بنګله دېش کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ١٦ مسافر وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي. د دغه هېواد د رسنيو د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن سهار وخته پر ځايي وخت درې بجې له پلازمېنې ډاکې ښار څخه ١٠٠ کيلومتره لرې په براهمن باريا سيمه کې رامنځته شوې ده. سرچينې زياته کړې چې... read more

د ثبات او همپالنې ټیم معترضينو په بلخ کې د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلې ده

2019-11-13
By جاويد احمد on 13 November 2019 مزارشريف (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون عمومي دروازه د ثبات او همپالنې ټېم د معترضو ناظرينو له خوا وتړل شوه. د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ايوب بياني د لړم په ۲۲مه پژواک ته وويل چې دوی تېره ورځ په بلخ کې د يو شمېر مشکوکو محلونو تفتيش پيل کړی و. هغه... read more

کابل کې موټربم چاودنې ۷ کسان وژلي او د ۴ بهرنیانو په ګډون ۱۰ نور ټپیان دي

2019-11-13
By احمدشاه عرفانیار, فياض عمرى on 13 November 2019   لومړی تعقيب - کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په قصبې سیمه کې د موټربم برید له امله اووه کسان وژل شوي او د څلورو بهرنیانو په ګډون ۱۰ نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې دغه برید نن سهار ۷:۳۰ بجې د کابل ښار... read more

کابل ښار کې موټربم برید ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

2019-11-13
By احمدشاه عرفانیار on 13 November 2019 کابل(پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند په قصبه سیمه کې د موټربم برید له امله اووه کسان ووژل شول او اووه نور ټپيان شول. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه برید نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې قصبه کې پر «قسيم» سړک تر... read more

د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بوديجې مسوده په پرنسیب کې تصویب شوه

2019-11-12
By پژواک on 12 November 2019 کابل (پژواک ٢١ لړم ٩٨): د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بوديجې مسوده د کابينې له خوا په پرنسیب کې تصویب شوه. دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده. سرچينه زياتوي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، نن ماسپښين په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه.... read more

مدني فعالان د مولانا عبدالله د محاکمې غوښتنه کوي

2019-11-12
By ناهید بشردوست on 12 November 2019 کابل (پژواک،۲۱ لړم ۹۸): یو شمېر مدني فعالانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته په جوړه شوې اعتراضي غوڼده کې د یاد کمېسیون د کمېشنر مولانا عبدالله د محاکمې غوښتنه وکړه. په هغه شکایت پاڼه کې چې په انګلسي ژبه لیکل شوې او پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې ښيي چې تېره ورځ (د لړم په ۱۹ مه) په افغانستان کې د... read more

په اروزګان کې د يوه ساختماني شرکت دوه تښتول شوي کارکوونکي وژل شوي

2019-11-12
By اجمل وصال on 12 November 2019 ترینکوټ (پژواک ۲۱ لړم ۹۸): د اروزګان امنيتي مسوولان وايي چې طالبانو په دې ولايت کې هغه دوه کسان وژلي چې دوه ورځې مخکې یې له مرکز ترینکوټه تښتولي وو. د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سردار محمد حیا پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کسان چې یو یې د یوه ساختماني شرکت مسوول او بل یې کارکوونکی و،... read more

د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې په ١٢ ولايتونو کې د رايو د بياشمېرلو بهير مخنيوى کړى

2019-11-12
By بهشته ارغند on 12 November 2019 کابل(پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د ٣٤ ولايتونو له ډلې په ١٢ ولايتونو کې د رايو د بياشمېرلو مخنيوى شوى او د دوه ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې پروسه بشپړه شوې ده. د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه تر سره شوې. په دغو ټاکنو کې خلکو ۱۴ نوماندانو ته رایې ورکړې. ټاکل شوې وه چې د... read more

د شتمنیو د نه ثبتولو له امله د ۴۸۳ کسانو معاش او امتیازات ځنډول شوي

2019-11-12
By خواجه بصیر فطري on 12 November 2019 کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): د پژواک موندنې ښيي چې د ۴۸۳ دولتي چارواکو او کارکوونکو معاشونه او امتیازات ځکه ځنډول شوي چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې. د افغانستان د اساسي قانون په ۱۵۴ مه ماده کې راغلي: "له خدمتي دورې مخکې او وروسته د ولسمشر، د ولسمشر د مرستیالانو، وزیرانو، د سترې محکې د غړو او لويې... read more

د کندهار د پوهنې ریاست ته دې د ۵ زره تنو اضافه تشکیل منظور شي

2019-11-12
By بشیر احمد نادم on 12 November 2019 کندهار (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): چارواکي وايي، د کندهار د پوهنې په ریاست کې یې د وروستیو بدلونونو او اصلاحاتو په دوام له پوهنې وزارت څخه غوښتي چې د دغه ریاست لپاره دې د ۵ زره تنو اضافه تشکیل منظور شي. د کندهار د پوهنې په بهیر کې د درسي کتابونو او ودانیو د کمښت تر څنګ د ښوونکو د تشکیل کمښت جدي ستونزه... read more

Pages