ټاکنیز خبرونه

کابل (پژواک، ۲۷ زمرى ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره به شاوخوا ۹.۶ میلیونه کسان به د ۳۴ ولایتونو په ۵۳۷۳ مرکزونو او ۲۹۵۸۶ محلونو کې خپلې رايې وکاروي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ د زمري په ٢٧مه په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټولو ٩٦٦٥٤٧٤٥ کسانو نوملیکنه کړی ده چې له ډلې یې ٦٣٣١٥٣٤ سړي او ٣٣٣٤٢٣٠ ښځې دي.
هغې زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې ٥٣٧٣ مرکزونه او ٢٩٥٨٦ محلونه ځانګړي کړي دي.

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ زمرى ۹۸): د هلمند د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کيږي.
دغه څرګندونې د هلمند د ټاکنو کمېسيون رييس شبير احمد حامد پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې په دغو شپږو ولسواليو کې نوزاد، واشېر، سنګين، دېشو، موسى کلا او خانشين شامل دي.
ده زياته کړه: ((په دغو ولسواليو کې د نا امنۍ له امله نه موږ پر تذکرو سټېکرونه لګولي او نه هم ټاکنې په کې ترسره کيږي.))

کابل(پژواک، ۱۵ زمری ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي د ټاکنو او سولې ترمنځ د لومړیتوب پر نه ځانګړي کېدو نیوکه کوي او وايي چې د دواړو موضوعاتو (سولې او ټاکنو) یو ځايي پر مخ وړل پر دواړو پروسو منفي اغېز کوي.

 

جلال اباد (پژواک ۱۳ زمری ۹۸): په قطر کې د امريکا په منځګړيتوب له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو روان بهير سره يو ځای د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو اندېښنې ډېرې شوې دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د تلې په ۶مه د ټاکنو ترسره کول  ورته سره کرښه ده.

 

جلال اباد (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): په ننګرهار کې ځیني قومي مشرانو پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي غوښتنه وکړه او پر خلکو يې غږ وکړ چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

 

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس د امنیتي سرتېرو اصلي دنده د امنیت ټينګښت او د رڼو ټاکنو د زمینې برابرول بولي او وايي چې هېڅ امنیتي چارواکی د کوم ځانګړي نوماند د پلوۍ حق نه لري.
 اجرايیه رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل مهم وبلل او د هېواد له امنيتي سرتېرو یې وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې خپله بېطرفي وساتي او د قانون له مخې خپلې دندې ترسره کړي.

لښکرګاه (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨): د هلمند يو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په دغه ولايت کې به د نا امنيو له امله يو ځل بيا ډېر خلک په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي.
خو بل لورته د هلمندحکومتي مسوولين بيا وايي چې د ټاکنو ښه ترسره کېدو لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
په دې اړه مرکز لښکرګاه کې مدني فعال عبدالحق ځواکمن د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت له ١٣ ولسواليو څخه يواځې اووه يې د حکومت په کنټرول کې دي.

 کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون «دولت جوړوونکي» او «ثبات او همپالنې» ټاکنیزو ټکټونو ته په ټاکنیزو سیالیو کې د سرغړونو له امله اخطاریه  ورکړې او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو یې په ټینګار سره غوښتي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنلارې مراعات کړي.

 

کابل (پژواک، ۹ زمری ۹۸): فيفا؛ د ټاکنو په اړه د سياسي اجماع نه شتون، د نوماندانو له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو د تحریم ګواښ او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کارکوونکو په ګومارنه کې د ارګ لاسوهنه د اندېښنې وړ بولي، وايي چې نړيواله ټولنه د ټاکنو په تړاو خپلې ژمنې نه عملي کوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) اجرایي مشر یوسف رشيد چې نن يې د یوې خبري غونډې پر مهال په کابل کې خبرې کولې، وويل له بده مرغه اوسني وضعیت ته په کتو د ټاکنو ترسره کېدو په اړه سياسي اجماع شتون نه لري.

کابل (پژواک، ٨ زمری ٩٨): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د زرغون بهیر پر دفتر برید وغانده او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو یې وغوښتل چې په ټاکنیزو سیالیو کې دې تېر اېستونکي شعارونه نه ورکوي.

 

Pages

Subscribe to ټاکنیز خبرونه