Add new comment

کابل (پژواک، ۱۴ ميزان ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ټولو ولایتونو حساس ټاکنیز توکي کابل ته را رسېدلي او تر اوسه د کابل په ګډون د لسو ولایتونو د رایو پایلې څېړل شوې دي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې او خلکو په دې ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې اورنګزیب نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د بایومټریک وسایلو او رایو د پایلو جدولونو په ګډون ټاکنیز حساس توکي له ټولو ولایتونو د دغه کمېسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د ۷ بایومټریک دستګاوو له ورکېدو او د زورواکو له خوا د ۲۲ نورو دغو دستګاوو د «اېس ډی» کارتونو د ایستلو خبر ورکړ.
اورنګزیب وایي چې تر اوسه د ۲۱ ولایتونو د رایو پایلې د پایلو راټولولو ملي مرکز ته لېږدول شوي او له دې ډلې د لسو ولایتونو (کابل، کاپیسا، پروان، وردګو، لوګر، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، خوست او اروزګان) پایلې څېړل شوې هم دي.
ده د دې څېړنې د پایلو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه: "د دغو ولایتونو په پایلو کې تر لسو زرو ډېر فورمونه شامل دي چې ډېر یې د څېړنې، تصفیې او کاپي اخیستنې له پړاوونو تېر شوي او اووه زره نور فورمونه د راټولولو په ملي مرکز کې ثبت ته تیار دي چې د ۲۲زرو په شاوخوا کې ډيجیټلي فورمونه د ډيجیټلي فورمونو د ثبت مرکز ته را رسېدلي او تر پروسس لاندې دي. "
ټاکل شوې ده د ولسشمرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلي په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.