Add new comment

 کابل (پژوا، ۱۶ لړم ۹۸): د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون په لومړۍ مرحله کې له ۴۷۰۰ څخه ډېرو ټاکنیزو شکایاتو او ۲۰۰ قضیو ته د رسېدنې خبر ورکړی، د ټاکنو د پایلو ځنډ یې اندېښمن بللی او وايي چې د ټاکنو د مهالوېش ماتول د قانون ماتولو په معنا دی.
د دغه کمېسیون رییسې زهرې بیان شینواري چې د نن ورځې په خبري ناسته کې یې خبرې کولې، وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د سرغړونو، درغلیو او جرمونو په اړه له ۴۷۰۰ څخه ډېرو شکایتونو ته رسېدنه کړې ده.
نوموړې زیاته کړه: «شکایاتو او اعتراضونو ته له رسېدو وروسته، هغه کسان چې د ولایتي کمېسیون پر پرېکړو یې قناعت نه دی شوی، د ټاکنیزو شکایتو خپلواک کمېسیون کې یې د استیناف ۱۸۹ قضیې ثبت کړې چې دغه کمېسیون به استینافي قضیې هم شکایتونو ته د رسېدنې د قانون له مخې د هغه په اړه پرېکړه کوي او طرفینو ته به قضیې هم ابلاغوي.  
د دغه کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي په دې ناسته کې وویل، د دغه کمېسیون د رسېدنو په لړ کې د رایې ورکونې ۲۱۱۸ محلونه بیا شمېرنې ته اړتیا لري چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له نظره د هغو رایو له جملې ۳۰ مرکزونه او د رایې ورکونې ۱۰۵ محلونه باطل دي او د دغو مرکزونو او محلونو نوملړ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استول شوی.
الیاسي د خپلو خبرو په دوام د دې په ټینګار چې د رایو د بیاشمېرنې په اړه د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون پرېکړې د یوې قانوني مرجع په عنوان د منلو وړ دي، وویل: «موږ د هغه مرکزونو او محلونو رایې چې بیا شمېرنې ته اړتیا لري، د زر او جدي شمېرنې غوښتونکي یو او له هغه پرته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ولایتي رییسانو سره قانوني چلند وشي.
الیاسي په خپلو خبرو کې د ټاکنو کمېسیون له خوا د ټاکنو د مهالوېش ماتولو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د روان کال د تلې په ۲۷مه د ټاکنو د پایلو په اړه د شکایاتو کمېسیون د مهالوېش ماتولو سخت اندېښمن کړی.
هغه وویل: ((موږ له ټاکنو کمېسیون څخه جدي غوښتنه کوو څو د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه (د لړم ۲۳مه) بیا نقض نه کړي.))
نوموړی زیاته کړه، د ټاکنیز مهالوېش ماتول د قانون د ماتولو په معنا دي او د شکایاتو د کمېسیون او خلکو د منلو وړ به نه وي.
الیاسي پر دې سربېره له کمېسیونه وغوښتل، څو د درملوګ کمپنۍ د پاکو او ناپاکو رایو بېلولو او تصفیې د راپور جزئیات د افغانستان له خلکو سره شریک کړي او د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د هر ډول ځنډ په اړه په دلیل او منطق ځواب ووایي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د لړم په ۱۶مه اعلانېدې؛ خو له بایومټریک ماشینونو سرور ته د معلوماتو د انتقال د ځنډ له امله، د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډېدې.
ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې په د لړم په ۲۳مه اعلانوي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.