Add new comment

وردګو کې د دويم پړاو ټاکنو د امنيت لپاره پراخ عمليات پيلېږي

 
ميدانښار (پژواک ١٠ غويى ٩٣): د ميدان وردګو چارواکي وايي چې د ټاکنو د دويم پړاو امنيت نيولو ته به ډېر ژر په دغه ولايت کې پراخ چاڼيز عمليات پيل شي.
د وردګو د والي وياند عطاءالله خوګياڼي د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه نن د ولايت په مقام کې د والي عبدالمجيد خوږياڼي په مشرۍ د کورنيو او بهرنيو ځواکونو تر منځ په يوه غونډه کې وشوه .
والي عبدالمجيد خوږياڼي غونډې ته وويل، چې امنيتي ځواکونو لومړي پړاو ټاکنو ته بشپړ امنيتي تدابير نيولي وو، چې په ترڅ کې يې په خپلو پلانونو کې بريالي شول.
هغه زياته کړه چې اوس مهال د دغه ولايت په ټولو سيمو کې امنيتي وضعه ښه شوې خو په هغو سيمو کې چې ستونزې دي، بايد پراخ عمليات ترسره شي.
ده همدا راز د دغه ولايت په هغو سيمو کې، چې په دې وروستيو کې يې امنيتي وضعه ښه شوې، امنيتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې په پوستو کې د مېشتېدو تر څنګ وخت پر وخت ګزمې ترسره کړي.
د والي وياند وايي د دغه ولايت نظامي شورا پرېکړه وکړه، چې د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز تر مشرۍ لاندې به ژر تر ژره د نوي جوړ شوي پلان مطابق پرله پسې پراخ عمليات ترسره کړي.
د يو بل خبر له مخې، د وردګو د سيداباد ولسوالۍ په شش قلعه سيمه کې نن سهار د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان له پنځو نورو ملګرو سره ووژل شو.
د والي وياند وايي، په دغو عملياتو کې، چې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته په کې کوم زيان نه دی اوښتی، د وسله والو طالبانو د ملنګ په نوم د يوه لوړ پوړي قوماندان د وژل کېدو ترڅنګ د مخالفينو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.