Data Gathered Date: 

Wednesday, June 26, 2013 - 10:45

مزارشريف ( پژواک ۱۸ غبرګولى ٩٢ ) : د بلخ ولايت اوسېدونکي د دغه ولايت له چارواکو څخه راتلونکو ټاکنو کې د ولسواليو د امنيت او د ښار تر څنګ د کليو د هراړخيز پرمختګ غوښتنې کوي.
د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي سربېره پر دې، چې دمګړۍ په دغه ولايت کې امنيت ډاډمن بولي، خو اندېښنه لري، چې د تېرو ټاکنو په څېر به راتلونکو ټاکنو کې هم امنيت خراب شي.
د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکي استاد حميدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرو ټاکنو په نظر کې نيولو سره اندېښنه لري، چې په راتلونکو ټاکنو کې به هم د دغې ولسوالۍ امنيت ګډوډ شي.
نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ د دغې ولسوالۍ امنيت ښه دى، خو په تېرو ټاکنو کې هم په دې مهال کې د ولسوالۍ امنيت ښه و.
د هغه په وينا، څومره چې د ټاکنو موده نږدې کېږي، هومره په سيمه کې امنيتي حالت ګډوډېږي.
د چمتال ولسوالۍ د مرکز د چمتال کلي اوسېدونکي عتيق الله پژواک اژانس ته وويل، چې که   دولت هڅه وکړي، نو لرې نه ده، چې راتلونکې ټاکنې د تېرو هغو په پرتله په نسبي توګه په امنيت کې تېرې شي.
نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ هم د ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ځای ځای د وسله والو مخالفينو د شتون نښې ليدل شوې دي.
د هغه په وينا، که چېرې په سيمه کې د شته سيمه ييزو پوليسو د هڅو تر څنګ امنيتي ځواکونه هم جدي هڅې وکړي، نو لرې نه ده، ژور بدلون راشي.
د بلخ ولايت ځينې اوسېدونکي او سيمه ييز چارواکي که څه هم د دغه ولايت د مرکز مزارشريف ښار هراړخيز پرمختګ ته خوښ دي؛ خو له چارواکو غوښتنه کوي، چې د ولسواليو د پرمختګ لپاره هم هڅې ګړندۍ کړي.
د چهاربولک ولسوال ذبيح الله زاهد وويل، چې دغه ولسوالۍ په هراړخيزه توګه بيارغونې ته اړتيا لري.
د هغه په وينا، د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د تېرو ولسوالانو د ناسمو خدمتونو د وړاندې کولو له امله، د کرنې، روغتيا او پوهنې په برخه کې شوي کارونه د نشت برابر دي.
د چهاربولک ولسوال د يادې ولسوالۍ د کرنې پر وړاندې د شته ستونزو په اړه وويل، چې کروندګر د کرنيزو اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي.
زاهد همداراز په چهاربولک ولسوالۍ کې د روغتيا په برخه کې د کمو خدمتونو له وړاندې کولو سر وټکاوه.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولسوالۍ کې ۱۲۰ کلي دي؛ خو يواځې ۷ کلينيکونه لري، چې عامو خلکو ته د روغتيا په برخه کې لومړنۍ اسانتياوې هم نه شي برابرولی.
د شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي اسدالله پژواک اژانس ته وويل، چې لا هم په دغه ولسوالۍ کې د ژوند د لومړنيو اړتياوو د پوره کېدو اسانتياوې نه دي برابرې شوي.
نوموړي زياته کړه، چې په ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتيا اوبنسټيزو پروژو په برخه کې خوار ستونزې شته دي.
د هغه په وينا، له ټولو زيات دغه ولسوالۍ د امو سيند د اوبو له جدي ګواښ سره مخ ده، چې د هر کال په اوږدو کې يې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه کورنه ويجاړېږي.
حاجي اسدالله وويل، چې که دولت د مزارشريف ښار تر څنګ د ولسواليو د پرمختګ لپاره هم جدي هڅې ونه کړي ، نو د عامو خلکو ستونزې به ورځ تر بلې زياتې شي.
د کلدار ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى حاجي عيسى خان وايي، چې دوى ته په ولسوالۍ کې د څښلو اوبو، سړکونو او کلينيکونو پروژې دې پلې شي.
د هغه په وينا، د لارو د خرابوالي له امله دوى له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.
د بلخ والي عطا محمد نور که څه هم په بلخ ولايت کې د ټاکنو پر وړاندې د امنيتي ګواښونو پخلی کوي؛ خو وايي، چې دوی يې مهار کولی شي.
نوموړي، په مزارشريف کې خبريالانو ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو پر وړاندې د لوړې کچې ګواښ هېڅ نشته، په ځينو ځايونو کې د منځنۍ کچې ګواښونه شته، چې د خپلو خلکو د ملاتړ او د افغان ځواکونو په فداکارۍ به يې له منځه وړي.
د هغه په وينا ، هيله مند دی، چې راتلونکې ټاکنې به د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو سره خورا توپير ولري.