د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اوو غړو له ډلې دوه يې د دوکتورا او پنځه نور د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري. دغه کسان د ۱۳۹۵ لمریز کال د ليندۍ په ۳مه د غوراوي کمېتې له خوا ولسمشر ته له ور پېژندل شوو ٢٧ کسانو د ياد کمېسيون د غړو په توګه وټاکل شو.
د ټاکنو قانون د ۱۱مې مادې د دویمې فقرې له مخې، د ازادو، پټو او مستقیمو ټاکنو پر بنسټ، له یادو اوو غړو یو د رییس، یو د عملیاتي مرستیال، یو د مالي او اداري مرستیال او بل هم د منشي (ویاند) په توګه ټاکل شوي دي.
 
۱- ګلاجان عبدالبدیع صیاد؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون رييس:
ګلاجان عبدالبدیع صیاد د کابل د سروبي ولسوالۍ د تیزين په سيمه کې زېږېدلی، ۴۵ کاله عمر لري او د دوکتورا تر کچې یې زده کړې يې کړې دي.
نوموړی په پښتو، فارسي، انګلیسي، عربي او اردو ژبو خبرې کولی شي.
عبدالبدیع صیاد له ۱۳۸۹ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۵ پورې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده. پر دې سربېره په کاردان او دعوت پوهنتونونو کې هم استاد پاتې شوی، د افغانستان په مرکزي بانک کې يې د شرعي بورډ غړیتوب درلود او د سولې مطالعاتو د اسلامي مرکز د رييس په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده. صیاد دغه راز د پاکستان او مصر په پوهنتونونو کې تدریس کړی او د مصر په دولتي ټلوېزیون کې د ویاند په توګه هم د کار مخینه لري.
صیاد د ۱۳۹۵ لمریز کال د قوس په درېیمه د ولسمشر له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی وګومارل شو او وروسته د ياد کمېسیون د منشي او ویاند په توګه يې یو کال دنده ترسره کړه خو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پخواني رييس نجیب الله احمدزي له ګوښه کېدو وروسته د اوو غړو ترمنځ د  ټاکنو په پایله کې د رییس په توګه وټاکل شو.
 
۲- وسیمه بادغیسي؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملياتي مرستیاله:
وسیمه بادغیسي په ۱۳۶۰ لمریز کال کې په بادغیس کې زېږېدلې ده، د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او ماسټري يې په امریکا کې اخيستې او دغه راز اته کاله یې د هرات ولایت په پوهنتون کې د استادې په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ولسمشر له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړې په توګه معرفي شوه او د کمېسیون د اوو غړو ترمنځ د  ټاکنو پر بنسټ د عملياتي مرستيالې په توګه وټاکل شوه.
 
۳- معاذالله دولتي؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی، مالي او اداري مرستیال:_
معاذالله دولتي  په ۱۳۵۴ لمریز کال کې په غور ولايت کې زېږدلی دی او د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري.
دولتي په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي د ليسانس په درجه فارغ شوی او په ۲۰۱۱ کال کې یې د ایران له مشهد پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.
دولتي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو پوسټونو کې د هېواد دننه او بهر کار کړی؛ د بېلګې په ډول په کوريا کې د افغانستان سفارت او د ايران د مشهد ښار د افغانستان په قونسلګيرۍ کې یې دندې سرته رسولې دي. هغه په فارسي، پښتو، عربي او انګلیسي ژبو خبرې کولی شي.
معاذالله دولتي د ۱۳۹۵ لمریز کال په قوس میاست کې د ولسمشر له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمېشنر په توګه معرفي شو او د کمېسیون د اوو غړو ترمنځ د  ټاکنو پر بنسټ د مالي او اداري مرستيال په توګه وټاکل شو.
 
۴- سید حفيظ الله هاشمي؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی، منشي او ویاند:
سید حفيظ الله هاشمي د ۱۳۴۹ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۹مه د لغمان د الیشینګ ولسوالۍ د مياصېب په کلي کې زېږېدلی دی. هاشمي په ۱۳۶۲ لمریز کال کې خپلې لومړنی زده کړې د کابل ښار د محراب الدین په ښوونځي کې سرته رسولې دي او په ۱۳۶۶ لمريز کال کې د کابل له میخانیکي لېسې فارغ شوى او وروسته يې د ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي کې تر دويم ټولګي زده کړې کړې خو د یادونې ده چې بهر ته د کډوال کېدو له امله ترې دغه زده کړې نیمګړې پاتې شوې دي.
هاشمي په ۱۳۸۹ لمریز کې د امریکا متحده ایالتونو د واشنگـټن D1 نړیوال پوهنتون کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې بشپړې کړې او وروسته يې په کابل کې له دندې سره سره د ازاد اسلامي پوهنتون له کابل څانګې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او اوس په همدغه پوهنتون کې د دوکتورا پروګرام زده کړې پر مخ وړي.
هاشمي د مشرانو جرګې د دارالانشاء د رييس، په کابل کې د UN ډيپوګانو د عمومي مسوول، د وزيرانو شورا د چارو په اداره کې د دارالانشاء رياست د ټرانسپورت سلاکار، د چارو ادارې د خدماتو د رييس او د وزيرانو شورا د دارالانشاء رياست د مالي مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي.
د ۱۳۹۶ لمریز کال د لړم په ٢٤مه ولسمشر د دغه کمېسيون پخوانى مشر نجيب الله احمدزى له دندې ګوښه کړ او دغه راز  د ۱۳۹۶ لمریز د مرغومي مياشتې په ٢٣مه يې د غوراوي کمېټې له وړانديز سره سم د يوه  جلا حکم له مخې سيد حفيظ الله هاشمي د ياد کمېسيون د نوي غړي په توګه وټاکه.
 
۵- عبدالقادر قریشي؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی:
عبدالقادر قریشي په ۱۳۵۶ لمریز کال زېږدلی، د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري. قریشي په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د کابل په خاتم النبین خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې بشپړې کړې او همداراز د لیسانس درجه یې هم له همدغه پوهنتون څخه په ۱۳۹۰ لمریز کال کې ترلاسه کړې ده.
قرییشي د تدارکاتو د متخصص په توګه په بېلابېلو بنسټونو کې کاري مخينه لري، په کابل او بلخ کې يې دندې ترسره کړې او فارسي، پښتو، انګلیسي او روسي ژبو خبرې کولی شي. نوموړي په ۱۳۹۵لمریز کال د ولسمشر له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمېشنر په توګه معرفي شو.
 
۶- ملیحه حسن؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې:
ملیحه حسن په کابل کې زېږېدلې ده، ۴۶ کاله عمري لري او د ماسټرۍ تر کچې یې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړې خپله ماسټري په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د امریکا له لاک هیفن پوهنتون نه او د لیسانس سند یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه ترلاسه کړی دی.
حسن د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاده پاتې شوې ده، له ۱۳۹۰ لمریز کال وروسته د دوو کلونو لپاره د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسیون غړې وه او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې هم کار کړی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته له راتګ مخکې د لویې څارنوالۍ مرستیاله وه.
ملیحه حسن د ۱۳۹۵ لمریز کابل د قوس په میاشت کې د ولسمشر له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمېشنرې په توګه معرفي شوه.
 
۷- رفیع الله بیدار؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی:
رفیع الله بیدار د بنارس خان زوی په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې زېږېدلی دی، نوموړی د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري.
بیدار په ۱۳۵۴ لمریز کال کې د کابل په پولیتخنیک پوهنتون کې د ليسانس ترلاسه کړی دی، لومړی ماسټري يې په مسکو کې د تخنيکي علومو په برخه کې په ۱۳۵۹ لمريز کال کې بشپړې کړې، دویمه ماسټري يې په ۱۳۶۴ لمریز کال کې په مسکو کې د سیاسي علومو په برخه کې ترسره کړی او دوکتورا یې په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د تاریخ او نړيوالو اړیکو په برخه کې هم مسکو کې اخيستې ده، نوموړی په پښتو، دري، روسي او انګلیسي ژبو خبرې کوي.
بیدار له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۴ لمریز کال پورې د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې پر بېلابېلو بستونو دندې ترسره کړې دي او د یاد کمېسیون وياند هم پاتې شوی دی. رفیع الله بیدار له ۱۳۶۰ څخه تر ۱۳۷۱ لمریز کال پورې د ټولنیزو علومو د انيسټيتوټ استاد، د ټولنیزو علومو د انيسټيتوټ د نړيوالو اړيکو د څانګې امر او د ټولنیزو علومو د انيسټيتوټ د حقوقو پوهنځي رييس پاتي شوی دی.