ضیاءالحق امرخېل په کال ۲۰۰۶ کې د ننګرهار له پوهنتونه د لیسانس سند د اسلامیاتو او ادبیاتو په برخه کې ترلاسه کړ او همدارنګه یې د المرزوق له پوهنتونه، چې په پاکستان کې د اسلام اباد د نړېوال اسلامي پوهنتون سره تړاو لري، له عربي څانګې څخه د لیسانس سند هم ترلاسه کړی دی. ضیاءالحق امرخېل په پاکستان کې د برېنز د کمپیوټر ساینس له کالج څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې ډېپلوم ترلاسه کړى دى. امرخېل د ۲۰۰۹ کال راهېسې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییزو عملیاتو ریاست د ريیس په توګه دنده ترسره کوله او سربېره پر دې د نړېوالې غېر دولتي تجربې څښتن هم دی، چې د ټاکنیزو سېسټمونو د نړېوال بنسټ (IFES) سره یې د ادارې او لوجیسټیک د عمومي مدیر په توګه کار کړی دی. نوموړي همدارنګه په کال ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کې په نېپال کې د ملګرو ملتونو د ماموریت سره د ټاکنو د سلاکار او ملکي چارو د عمومي مسوول، د پروژوي خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو په دفتر (UNOPS) کې، په کال ۲۰۰۵ کې د کوچیانو سره د اړیکو د عمومي مدیر او دغه راز په کال ۲۰۰۴ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ د ماموریت  (UNAMA)سره د عامه پوهاوي د مبلغ په توګه دندې ترسره کړي دي؛ دا چې امرخېل د ټاکنو په برخه کې د تجربې له امله د ولسمشر له خوا د ٢٠١٢ کال په نومبر مياشت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د ریس په توګه په دنده وګمارل شو.