Opinions Contents

 
ليکوال : جاوېد هميم کاکړ
تر اوږده انتظار او ناندريو وروسته اخر هم د ولسي جرګې ټاکنې پرون ترسره شوې او په سلګونو مرکزونو کې چې د تلې په ٢٨مه، ټاکنې د ځېنو ستونزو له امله نه وې ترسره شوې د تلې په ٢٩مه  د يکشنبې په ورځ ترسره شوې.
که څه هم وسله والو طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو په اړه دوه ځلې ګواښونه کړي وو او له خلکو يې هم په کلکه غوښتي وو چې په ټاکنو کې دې برخه نه اخلي، خو په حيرانوونکې توګه د تلې په ٢٨مه، سلګونه زره هېوادوال د رايو مرکزونو ته په دې موخه لاړل چې د خپلې خوښې کانديدانو ته رايه ورکړي.
په دې ټاکنو کې د خلکو د لېوالتيا څو لاملونه وو.

د واحد ګل هاشمي ليکنه:

د انتظار خادم ليکنه

د انتظار خادم ليکنه
 ارسطو په خپل کتاب سیاست کې سیاست بشپړ تعریف کړى. پیړۍ پخوا یې نه یواځې د سم سیاست انځور کښلی بلکې د ننني سیاست ویرونکي اړخونه یې هم بیان کړي دي. هغه وایي چې سیاست د ټولنیز نظام د چلولو وسیله، د سوله يیز ژوند هیله او له اړودوړ نه د مخنیوي لار ده. هغه زیاتوي چې سیاست د قانون حاکمیت، د انساني حقوقو ساتنه، د مشر او کشر ترمنځ د واک وېش او بلاخره د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کېدو لومړۍ او متداوله هڅه ده.

Location

United States
33° 57' 33.4908" N, 66° 46' 29.6472" E

د انتظار خادم ليکنه

 د سید تمیم بهار ليکنه
وایی چې :
               زموږ دښمن شرق اوغرب نه دی
               زموږدښمن جهل اوتعصبات دی
 فرخنده نومې د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل د شاه دوشمشیره زیارت په مخ کې د هغو قهرجنوکسانوله خوا په دې تور ووژل شوه چې ګواکې فرخندې قرآن شریف سوځولی دی.
 
هم بې غشي سګڼي ډال د ژبلورو
رستمـان ځنې ځغلا کاندي په ډار

د انتظار خادم لیکنه

امان الله خان پادشاه شو، نړۍ ته یې سفرونه وکړل، دنیا یې ولیده، غوښتل یې چې افغانستان هم د اروپایي کهول په نوي دود سمبال کړي خو  د ۱۹۲۷ میلادي کال اروپایي سفر وړاندې یې په ۱۹۲۱میلادي کال کې له امریکا سره هم د یارۍ تکل کړی وو. کله چې د شاهي کورنۍ استازی نورمحمد خان دروازي تاشکند ته د سولې د کنفرانس لپاره لاړ نو له هغه ځایه یې د امریکا د ولسمشر هاردینګ سره په ټيلیفون خبرې  وکړې او د شاه سلام یې ورته ووایه.

کندهارښار (پژواک): دغه رنګينه کلمه د کندهار خلکو د خپل ښار پر دېوالونو رسم کړې ده، د يوې رايې ارزښت ښيي، چې که په سمه توګه وکارول شي، ژوند ته نوي رنګونه راوړي

د اجمل هوډمن ليکنه
دا څو ورځې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د تابعیت په تذکره کې د (افغان) هویت د نه لیکلو پر سر اعتراضونه را پارېدلي دي. دا ستونزه له هغه وخته پیدا شوه چې په ملي شورا کې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون تر بحث لاندې و، خو له هغې ورځې چې ولسمشر غني یاد قانون لاسلیک کړی او د تذکرو د وېش لړۍ پیلېدونکې ده، مخالفتونو او اعتراضونو لا زور اخیستی دی.
خبره د ملي هویت ده؛ هویت له حقوقي پلوه د هغو ټولو ذاتي او مدني اوصافو مجموعه ده چې د اشخاصو ترمنځ د توپیر معیار جوړوي یا د اشخاصو د توپیر معیار ته هویت ویل کېږي. هویت د شخص ذاتي ځانګړنه یا صفت دی.

د نجیب منلي ليکنه
«زه افغان یم، افغان زما هویت دی!»
په پردو، تودو بحثونو کې بې وخته ځان ورګډول، جنګ په بیه اخیستل دي. دغه پورته جمله د فیسبوکي هېواد د یو شمېر اتباعو لپاره د ورځې شعار دی. زه یې پر دې څه نه وایم چې پر حقه دی او که پر ناحقه. هر څوک، خپل یې فکر. که چا ته دا ښه ښکاري چې په دغه شعار هم ځان تباه کړي او هم نور، زه به ورته څه ووایم؟ نور لګیا دي د نورو، دې ته ورته، شعارونو په سر ځان پورې شل کیلو چاودېدونکي توکي تړي او د والیبال د لوبې په میدان کې پرې بې ګناه ماشومان وژني.

Pages

Subscribe to Opinions Feed