کندهار ښار (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د کندهار ښار د رايو په يوه مرکز کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه سهار اوه بجې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې پيل شوې چې د مازديګر تر څلورو بجو پورې به دوام ولري.
په ټول کندهار کې دغه پروسه پيل شوې او د ځايي چارواکو په وينا، تر اوسه کومه امنيتي ستونزه نه ده رامنځته شوې.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالهادي داوري وايي چې په دغه ولايت کې ټول مرکزونه فعال دي او خلک په ډاډه زړه خپلې رايې کاروي.
Kandahar All Elections News

ګدون وکړی
زموږ اونیزې خبرپاڼې ته دلاسرسي په موخه وڼده واخلئ
د ټولټاکنو انځورونه
وروستي خبرونه
- لوګر کې د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې پنځه کسان ټپیان شوي
- امنيتي ځواکونو د طالبانو له زندانه ١٢ ملکي وګړي راخوشي کړي
- د امريکا يوې محکمې یوسف نورستانى د درغلۍ او غلا په تور مجرم ګڼلی
- پر قیصاري باندې عملیاتو کې د هغه ۱۲ کسان وژل شوي، ۳۰ نور نیول شوي
- په درېيو ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې پروسه بشپړه شوه