Data Gathered Date: 

Tuesday, August 27, 2013 - 15:45

باميان (پژواک،٣ چنګاښ ٩٢):دباميانو ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د بيارغونې دچټکوالي،دبيکارۍ دختمولو ، له پوهنې دملاتړ، دښځو دحقونو د تامين او همدارنګه په هېواد دننه او بهر دلوړو زده کړو دمساعدولو غوښتونکي دي .
دوى په دغه ولايت کې دبيارغونې بهير ټکنى ګڼي او غواړي، چې بندونه، لارې ، برېښناکوټونه ، بندونه او کرنې ته دې زياته پراختيا ورکړل شي .
دا غوښتنه په داسې مهال کېږي، چې ددغه ولايت مدني ټولنو څو کاله وړاندې ددغه ولايت  په مرکز کې څو متره سړک داعتراض په ډول اخېړ کړ او په دې ډول يې  دبيارغونې پيکه بهير په اړه خپل ااعتراض څرګند کړ .
ددغه ولايت دولايتي شورا غړې عاقله حسيني وايي، چې دباميانو خلک تر ډېره له بې روزګارۍ، د برېښنا نشتوالي، پخو سړکونو او روغتيايي خدمتونو په برخه کې له شته ستونزو کړېږي او بايد، چې دولت ورته جدي پاملرنه وکړي .
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې باميان دخپلو ګاونډيو ولايتونو له امنيتي ستونزو اغېزمن شو او دتګ راتګ لارې يې له امنيتي ګواښونو سره مخ دي .
مېرمن حسيني وويل، چې دولت دې دلويو لارو د امنيت تامين ترڅنګ  د مالدارۍ او کرنيزو چارو برخې ته زياته پاملرنه وکړي او کروندګرو ته دې دکر کېلې معاصرې لارې چارې ور  زده کړي، چې د حاصلاتو په ډېرښت کې به خورا اغېزمنې وي .
ددغه ولايت له ٩٥ سلنې زيات وګړي په کرکيله بوخت دي، خوپه کرنيز سيتسم کې دمډرنو اسانتياوو دنه شتون له امله اوس  له سنتي کرکيلې او وسايلو کار اخلي .
دباميانو پوهنتون دکرنې پوهنځي فارغ التحصيل محمد عباس وايي، چې باميان ولايت لوړ کرنيز ظرفيت لري ، خو که چېرته سم کرنيز پلان ورته جوړ شي ، دخلکو اقتصاد ورسره وده کولاى شي .
هغه زياته کړه :(( تاسې وګور‌ئ دباميانو کچالو دټول افغانستان نيمايي اړتيا پوره کوي، خو که کروندګرو ته يې د روزنې زمينه مساعده شي ، نو اوسني حاصلات به يې هم څو برابره اوچت  شي .))
دباميانو ولايتي شورا غړى حيدرعلى احمدي وايي، چې ددوى شورا څه  موده وړاندې دولسواليو له شوراګانو سره ناسته درلوده ، ټولو خلکو دسړک له نشتوالي، دبرېښنا له وضعيت او ناسمو روغتيايي چارو څخه شکايت کاوه .
هغه زياته کړه ،چې دسړکونو خاموالى ددې ولايت له مرکز سره دټولو نښلوونکو لارو عمده  او سخته ستونزدده .
احمدي زياته کړه :(( دپنجاب او ورت ولسواليو اوسېدونکي مرکز ته د راتلو پرمهال پوره يوه ورځ مزل کوي ، چې دلارې دغه اوږدوالى هم داجناسو او دوخت ضايع کېدو سبب ګرځي .)
سخيداد يو له هغو ځوانانو دى، چې کابل او مزار شريف ښارونو ته له تګ وروسته بېرته باميانو ته ستون شوى ، دى د باميان په څلور لارې کې هره ورځ په دې انتظار وي ،چې څوک به يې کار ته بوځي .
هغه وويل :((په کابل او مزاز کې مې کار پيدا نه کړ ، اړشوم چې بېرته دلته راشم .))
 دباميانو دعالمانو شورا وياند ممدسجاد محسني وويل، چې دبې کارۍ له منځه وړل دخلکو په اقتصاد غوړېدو کې مرسته کوي .
هغه زياته کړه ،چې په پسرلي او دوبي کې دباميانو دهرې کورنۍ لږ تر لږه يوغړى وزګار وي ، خوپه ژمي کې بيا دا وزګارتيا ددې سبب کېږي ،چې دکورنيو اقتصاد فلج او ورځ تر ورځې غريبان شي .
دباميانو ډېرى خلک په کرنه اومالدارۍ بوخت دي، له همدې امله په سړو موسمونو کې نه دکرنې کارونه کېږي او نه هم د مالونو لپاره څړځايونه وي ، همدا علت دى، چې خلک يې ټول ژمى وزګار او په کورونو کې ناست وي .