ميرآقا نصرت صميمي
کابل (پژواک ٣ لړم٩٢): د راتلونکي ١٣٩٣ کال د ولسمشريزو ټاکنو د هغو کانديدانو ژوندليکونه چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د کانديدانو په وروستي نوملړ کې شامل کړي دي.
 ١- د ډاکټر عبدالله عبدالله ژوندليک:
 ډاکټر عبدالله عبدالله، د غلام محي الدين خان زمرياني زوى دى چې په ١٣٣٨ هجري لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلى. پلار يې په افغانستان کې د شاهي دولت پر مهال د شورا په وروستيو کې له کندهار ولايت څخه دانتصابي سناتور وو.
نوموړى په ١٣٥٥ کال کې د کابل ښار له نادريې لېسې څخه فارغ شوى او په ١٣٦٢ کال کې يې د سترګو په څانګه کې د کابل په طبي پوهنتون کې خپل لوړې زده کړې پاى ته رسولي دي.
عبدالله له فراغت وروسته د کابل په نور روغتون کې د سترګو د ډاکټر په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي په ١٣٦٣ کال کې پاکستان ته مهاجر شو او تر ١٣٦٤ کال پورې د سيد جمال الدين افغاني په روغتون کې دنده ترسره کړه.
عبدالله په ١٣٦٤ کال کې د جهاد په جبهو کې شامل شو، لومړى د پنجشېر جبهې د روغتيايي سرپرست په توګه او وروسته په ١٣٧١ کال کې د کابل تر ازادېدو پورې د احمد شاه مسعود د سلاکار او همکار په توګه دنده ترسره کوله.
ډاکټر عبدالله، له ١٣٧١ څخه تر ١٣٧٥ کال پورې په کابل کې د ملي دفاع وزارت د دفتر رييس او وياند وو.
د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته نوموړى له ١٣٧٥ تر ١٣٨٠ کال پورې په شمال کې د برهان الدين په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او سرپرست وو.
عبدالله د طالبانو حکومت تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠ کال کې په لنډمهاله او انتقالي حکومت کې د بهرنيو چارو وزير شو.
نوموړي پنځه کاله د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده ترسره کړه او وروسته په ١٣٨٥ کال کې، په کابينه کې د بدلونو په ترڅ کې ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د هغه ځاى ناستى شو.
عبدالله په وروستي ځل تر وزارت وروسته له حزبي فعاليتونو پرته پر دولتي څوکيو دنده نه ده ترسره کړې ده.
نوموړي د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پرمهال د تغيير او اُميد په نامه ايتلاف جوړ کړ، چې وروسته يې د ځېنو سياسي ګوندونو د مشرانو او د ولسي جرګې د ځېنو غړو په يوځاى کېدو سره په ملي اتيلاف واوښت.
عبدالله د ځېنو سياسي ګوندونو له مشرانو د جوړې شوې ملي متحدې جبهې غړى هم دى. که څه دې جبهې په لومړيو کې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه د يوه کانديد د وړاندې کولو خبره کوله خو وروسته د جبهې د سر سر غړو د راتلونکي کال په ټاکنو کې له بېلابېلو کانديدانو ملاتړ وکړ.
عبدالله په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د مخکښو کانديدانو له ډلې وو، چې د راى شمېرنې په پايله کې د اوسني ولسمشر حامد کرزي وروسته ډېرې رايې ترلاسه کړې وې.
نوموړى د راتلونکي کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند دى. د حزب اسلامي غړى انجنير محمد خان يې لومړى مرستيال او حزب وحدت اسلامي افغانستان مشر حاجى محمد محقق يې دويم مرستيال دى.
عبدالله ويلي په هېواد کې د ارامۍ راوستل، خلکو ته د پتمن ژوند برابرول، عادلانه او تلپاتې سولې راوستل يې له کاري لومړيبونو دي.
عبدالله واده کړی، يو زوی او درې لوڼې لري. نوموړی په پښتو، دري، او انګلېسي ژبو روانې خبرې کولی شي.
 ٢- د داوود سلطان زوى ژوند ليک
محمد داوود سلطان زوى په غزني ولايت کې زېږېدلى، خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د کابل په حبيبيه لېسه کې بشپړې کړې دي.
سلطان زوى خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون په انجينري پوهنځي کې تر سره کړې او له همدې پوهنځي نه د يوه تحصيلي بورس په وسيله دامريکا متحده ايالاتو ته تللى او خپلې لوړې زده کړې يې د پيلوټ په توګه د هوايي چلند په څانګه کې پاى ته رسولې دي.
 نوموړي د اتو کلونو لپاره د اريانا افغان هوايي شرکت په ليکو کې د پيلوټ په توګه دنده اجرا کړې ده.
سلطان زوى په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال په سعودي عربستان او امريکا کې ژوند کاوه او لومړى يې د سعودي هوايي کرښو او وروسته د امريکا په (United) هوايي کرښو کې د استاد او کپتان په توګه دنده اجرا کړې ده.
نوموړى ددې ترڅنګ د امريکا د  يونايټډ هوايي کرښو په ټيم کې د هوايي چلند ادارې د استاد په توګه تدريس هم کاوه.
 سلطان زوى د ملي شورا په تېره دوره کې له ١٣٨٤ لمريز کال نه تر ١٣٨٩ لمريز پورې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازى و او ددې جرګې د اقتصادي کمېسيون مشري هم  ور تر غاړې وه.
خو نوموړي د ولسي جرګې د تېرې دورې په ټاکنو کې ولسي جرګې ته لار ونه مونده او وروسته يې بيا د داوود سلطان زوى په نامه تلوېزيوني خپرونه چلوله.
نوموړى په  وروستيو کلونو کې په کورنيو او بهرنيو رسنيو کې د افغانستان د مسايلو د يوه کارپوه  په توګه مطرح دى.
 ٣- د عبدالرحیم وردګ ژوندليک:
عبدالرحيم وردک د عبدالغني وردګ زوى، په ١٣٢٣ کال کې په ميدان وردګو ولايت کې زېږېدلى.
نوموړي وروسته له هغه چې د کابل په حبيبيه لسيه کې يې خپلې لومړنۍ زده بشپړې کړې په حربي پوهنتون کې شامل شو.  
وردک خپلې لوړې زده کړې په پوځي برخه کې په امريکا او د مصر د علي نصر په اکاډمۍ کې ترسره کړي دي او  په کابل کې د حربي پوهنتون د استاد په توګه يې هم کار کړى دى.
نوموړى وړاندې له دې چې د ٢٠٠٤ کال په وروستي مياشت کې د ولسمشر حامد کرزي لخوا د ملي دفاع د وزير په توګه وټاکل شي، د ملي دفاع وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.
عبدالرحيم وردک د ٢٠١٢ کال په اګست مياشت کې د پاکستان د راکټي بريدونو په تړاو د ولسي جرګې لخوا سلب صلاحيت شو او وروسته د ولسمشر حامد کرزي لخوا د امنيتي چارو سلاکار وټاکل شو.
وردک د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ځان کانديد کړ او د ولسمشر د سلاکار په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.
د ولسي جرګې پخواني غړي شاه عبدالاحد افضلى او سيد حسين انوري يې لومړى او دويم مرستيالان دى.
وردک په پښتو، دري او انګليسي ژبو روانۍ خبرې کولى شي او په پوځي برخه کې يې يو شمېر کتابونه هم ليکلي دي.
هغه پر افغانستان د شوروي د يرغل پرمهال، د پير سيد احمد ګېلاني په مشرۍ د ملي محاذ ګوند د پوځي برخې د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي د جهاد پرمهال په افغانستان کې د اسلامي محاذ د جبهاتو د قومندان هم پاتې شوى. د ملي دفاع وزارت د پروتوکول مرستيال او د مهاجرت پرمهال د اسلامي محاذ ګوند د پوځي مرستيال په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده
 عبدالرحيم وردک د کمونستي رژيم تر سقوط وروسته، د اردو دلوى درستيز، د افسرانو قومندان او د اردو د روزنې د کميسيون د مشرپه توګه دندې ترسره کړي دي.
٤- د عبدالقیوم کرزی ژوندليک:                                    
 عبدالقيوم کرزى د عبدالاحد کرزي زوى او د اوسني ولسمشر حامد کرزي مشر ورور دى چې په ١٣٣٦ کال کې په کندهار کې زېږېدلى دى.
پلار يې عبدالاحد کرزى په کندهار کې د پوپلزيو د قوم مشر وو چې د وروستي پاچا محمد ظاهرشاه د حکومت پرمهال د ملي شورا مرستيال وټاکل شو.
قيوم کرزي يوه خور او شپږ وروڼه لري.  
کرزي خپلې لوړې زده کړې د سياسي علومو په برخه کې په امريکا کې ترسره کړي دي.
نوموړى د ولسي جرګې په تېره دوره کې د کندهار د خلکو استازى وو، خو د هغه پر غيرحاضرۍ د نيوکو له امله يې په ٢٠٠٨ کال کې استعفا ورکړه.
قيوم کرزي چې ډېره موده يې په امريکا کې تېره کړې، اوسمهال په شخصي سوداګرۍ بوخت دى.
قیوم کرزي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د سیالۍ په موخه ځان کاندید کړی دی.
وحیدالله شهراني او ابراهیم قاسمي یې لومړی او دویم مرستیالان دي.
٥- د محمد اشرف غنی احمدزی ژوندليک:
 محمد اشرف غني احمدزى په کال ١٣٢٨ هجري لمريز کې په کابل کې زېږېدلى دى .
نوموړي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې دکابل په استقلال او حبيبې لېسه کې پاى ته رسولې او د ښوونځي په دوران کې يې د امريکا په متحده ايالاتو کې په يو کلن پروګرام (AFS) کې هم ګډون کړى دى.
احمدزي د لبنان د بيروت په امريکايي پوهنتون کې دسياسي علومو په څانګه کې د ليسانس دورې له بشپړولو وروسته خپله لومړۍ ماسټري له ياد شوي پوهنتون څخه په سياسي علومو ترلاسه کړه.
ده همداراز خپله دويمه ماسټري د کولمبيا له امريکايي پوهنتون څخه د نړيوالو اړيکو او انسان پېژندنې او درېيمه ماسټري له همدې پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې ترلاسه کړې ده.
احمدزي د انسان پېژندنې په برخه کې خپله دوکتورا هم د کولمبيا له پوهنتون څخه اخستې ده.
همدارنګه نوموړي ته يوه افتخاري دوکتورا د امريکا د متحده ايالاتو دسکرانتن د پوهنتون لخوا او بله افتخاري دوکتورا دکاناډا د ګلف پوهنتون لخوا ورکړل شوې ده او د يوه کال لپاره يې د پاکستان د کراچۍ او لاهور په مدرسو کې دسيرت نبي (ص) په برخه کې زده کړې کړې دي.
نوموړي د اسلام د سپېڅلي دين د نفاذ، د ښځو د حقونو او ټولنيز عدالت، په قبايلي ټولنه کې داسلام او دولت جوړښت، داسلامي شريعت په محکمه کې د تشنج او ناورين حل، د افغانستان د معاصرو ادبياتو، له ١٥ مې پېړې څخه تر ١٩ پېړۍ پورې د افغانستان  د ٤ سوه کلن تاريخ او ناکامو دولتونو او د هغو د برياليتوب د لارې په اړه څېړنې کړې او اثار يې ليکلي دي. 
احمدزي د ډنمارک داروس، دامريکا د بکلي او جانزهويکنز په پوهنتونونو کې د استاد، دنړيوال بانک دستراتيژۍ او کړنلارې دجوړولو په برخه کې د رييس او د  ٢٠٠١ کال دسپتمبر له ١١ مې وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي (اخضر ابراهيمي) د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي .
همدارنګه نوموړي د حامد کرزي په مشرۍ له موقتې ادارې وروسته دانتقالي ادارې د ستر سلاکار، په افغانستان کې د مرستو دانسجام ادارې درييس او په انتقالي دوره کې د ماليې دوزير په توګه او ددې دورې له پاى ته رسېدو وروسته ديوې مودې لپاره د کابل پوهنتون رييس پاتى شوى دى.
اشرف غني احمدزى دتېرو دوو کلونو په اوږدو کې دامريکا د وکيلانو دنړيوال عدالت په پروګرام کې دقانون دحاکميت پروژو دعالي مشورتي کمېټې غړى و او د بروکنګ موسسې د پروژې دعالي کمېټې ( په نړۍ کې دسولې او امن رامنځته کېدل ) غړيتوب يې هم درلود .
٦- د محمد نادر نعیم ژوندليک:
سردار محمد نادر نعيم د استاد عزيز نعيم زوی او د سردار نعيم خان لمسی دى چې په ١٣٤٤هـ ل کال په کابل   کې زیږیدلی دى.
محمد نادر د مور له اړخه د افغانستان د پخوانې پاچا سردار محمد داوود خان لمسۍ دى او د اوو کلونو په عمر وو چې لندن ته تللى دى.
نوموړى په ١٩٨٥زيږديز کال د نورت لندن پوهنتون د کمپيوټرساينس له څانګې فارغ شوى دى.
نعيم، تر فارغېدو وروسته په لندن کې له خپلي کورنې سره ګډ ژوند کاوه او کله چې پخوانى پاچا محمد ظاهرشاه افغانستان ته راستون شو، دى هم ورسره يو ځاي هيواد ته راغى.
سردار نعيم، د ظاهرشاه د دفتر د رييس په توګه کارکړي شاوخوا اته کاله کيږي چي په افغانستان کې ژوند کوي.
نوموړى د ١٣٩٢کال په پيل کې د ولس غږ ترنوم لاندي پريوه سياسي فعاليت پيل وکړ او دهيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې يې د خلکو سره اړيکې ونيولي.
سردار نادر نعيم په درېيو ژبو پښتو، دري او انګلیسي روانې خبرې کولای شي.
نادر نعيم، د افغانستان د پخواني شاهي کورنۍ (د سردار محمد داوود خان کورنۍ) غړى دى خو اوسمهال د خپلواک کانديد په توګه د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزه ټاکنو کانديد دى. سردار نادر نعيم،  واده کړي او دوه اولادونه لري.
تاج محمد اکبر يې لومړى مرستيال او عزيز الله پويا يې دويم مرستيال ټاکلى دى.
٧- د ډاکټر زلمى رسول ژوندليک:
 ډاکتر زلمى رسول د پوهاند ډاکټر عبدالقيوم رسول زوى او په ١٣٣٢ لمريز کال په کابل کې زېږېدلى دى.  نوموړى د استقلال له عالي لېسې څخه تر فارغېدو وروسته د لوړو زده کړو لپاره د فرانسې مرکز پاريس ته واستول شو.
زلمي رسول خپلې لوړې زده کړې د طب په څانګه کې د دوکتورا تر کچې په فرانسه کې سرته رسولې دي.
نوموړي، د پاريس د زړه د ناروغيو د څېړنيز انستيتيوت ډاکتر، په پاريس کې د افغانستان د جهاد اړوند د حقيقت افغان خپرونې مسوول او د سعودي عربستان د وسلوالو ځواکونو د روغتون د ډاکټر په توګه دنده ترسره کړې او او د ايټاليا په روم ښار کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دفتر مشرهم پاتې شوی دی. 
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته، زلمى رسول د ولسمشر کرزي په مشرۍ په رامنځته شوي حکومت کې په ١٣٨١ کال کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار شو.
ده د سلاکار په توګه د افغانستان د امنيتي ارګانونو فعاليتونه له بهرني سياست سره همغږي کول او نږدې نهه کاله يې په دې برخه کې کار وکړ.
رسول تر سلاکارۍ وړاندې د ملكي هوايي چلند د رييس په توګه هم دنده ترسره کړې او د نورو چارواکو ترڅنګ د افغانستان په اړه په جرمني کې د جوړې شوې نړيوالې بُن غوڼدې ګډونوال هم وو.
زلمي رسول د ٢٠١٠ کال په پيل کې د بهرنيو چارو د وزير په توګه له ولسي جرګې د باور رايه واخسته او تېره مياشت يې د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه له خپلې دندې استعفا وکړه.
دده د وزارت پرمهال، افغانستان د امريکا او هند په ګډون له يو شمېر غربي هېوادونو جرمني، انګلستان، ايټاليا، ناروې، فنلنډ، ډنمارک، فرانسه، پولنډ او همداراز له استراليا سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړل.
زلمى رسول په پښتو، دري، انگليسي، فرانسوي او اېټالوي ژبو خبرې کولاى شي، په عربي ژبه هم پوهېږي، د هغه تر ۳۰ پورې بېلابېل طبي اثار د امريکا او اروپا په چاپي رسنيو کې خپاره شوي دي.
زلمى رسول د راتلونکي کال د ولسمشريزو ټاکنو نوماند دى. د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود يې لومړى مرستيال او د باميانو پخوانۍ والي حبيبه سرابي يې دويمه مرستياله ده.
زلمى رسول واده نه دى کړى.
٨- د انجینیر قطب الدین هلال ژوندليک:
انجینیر قطب الدین هلال د مولوي ظهیر الدین دیوبندي زوی او د مولوي قیام الدین لمسی دى چې په ۱۳۳۱هـ ل کال کې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې زیږیدلى.
انجینیر هلال په ۱۳۴۹ هـ ل کال د کابل حربي ښوونځي څخه فارغ  شوی، لوړې زده کړې يې د ساختماني انجینیرې په څانګه کې ترسره کړي او په ۱۳۵۴ هـ ل کال د اکاډمې تخنیک د مهندسۍ له پوهنځۍ د لسانس په کچه فارغ شوی دى.
هلال تر فارغېدو وروسته تر ۱۳۵٧ هـ ل کال پورې د ملي دفاع وزارت د طرحې او ډېزان په څانګه کې د دپلوم انجینیر په توګه دنده ترسره کړي ده.
نوموړى په همدې کال کې د سیاسي فعالیتونو له کبله د وخت د کمونستي رژیم لخوا د پل چرخې زندان واستول شو او له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته پاکستان ته مهاجر شو.
هلال د هجرت پرمهال د انجینير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د سیاسي کمیټې د مشر او د دې ګوند لخوا د پکتیا د ولایتي مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي په ۱۹۸۰ کلونو کې د جهادي تنظیمونو د اتحاد د نظامي کمیسیون غړی او د حزب اسلامي د دفترونو مسوول وو، همداراز د ډاکټر نجیب د رژیم د سقوط څخه وروسته د قیادي شورای غړی هم پاتې شوى دى.
هلال په پنځو ژبو: پښتو، دري، انګلیسي، اردو او عربې روانې خبرې کولای شي.
دى د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۲ هـ ل کال کې او د دويم ځل پاره په ۱۳۷۵ هـ ل کال  کې د صدارت د لومړي مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
قطب الدين هلال د انجينير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند مشهور غړى دى خو اوسمهال د خپلواک کانديد په توګه د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو کانديد دى.
عنايت الله عنايت يې لومړى مرستيال او محمدعلي نبي زاده يې دويم مرستيال ټاکلى دى.
هلال واده کړي او شپږ اولادونه لري.
٩- د محمد شفیق ګل اًغا شیرزی ژوندليک:
 محمد شفيق چې په ګل اغا شيرزي مشهور دى د پلار نوم يې حاجي عبداللطيف دى نوموړى په ١٣٣٣ لمريز کال کې د کندهار ولايت په بارکزيو کې زيږېدلى دى.د ګل اغا شرزي کورنى نوم محمد شفيق دى، خو وروسته د پلار له لوري په ګل اغا شيزري نومول شوى دى.
نوموړى په کندهار ولايت کې د مشرقي له لېسې فارغ شوى او وروسته يې په عالي دارالعمليمن کې زده کړې بشپړې کړې. شېرزى په ١٣٤٢ لمريز کال کې د کندهار ولايت په مستوفيت کې په دنده وګومارل شو، له هغه وروسته سپين بولدک ولسوالۍ ته لاړ، هلته يې هم دنده ترسره کړه. نوموړى په کندهار کې جهادي قوماندان تېر شوى او د نجيب د حکومت په پرځولو کې يې له کندهاره ونډه اخيستې ده، شيرزي څو ځله کوټې ته مهاجرت کړى او هملته يې ازاد کاروبار ترسره کړى دى.
د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال د کندهار والي وټاکل شو له هغه وروسته د فوايد عامې وزير او بيا وروسته د ترانسپورټ د وزير په توګه يې دنده سرته رسولې ده.نوموړى په ١٣٨٥ لمريز کال کې د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو، له هغه مخکې د کندهار والي و، ګل اغا شېرزى اوس هم د ننګرهار برحاله والي دى.
والي ګل اغا شېرزى د جمال بابا په نوم يوه لويه تجارتي کمپنۍ لري، چې اوس هم د هېواد په ډېرو برخو کې فعاليت کوي، همداراز د نوموړي زامن هم ګڼ شمېر سوداګريز کارونه سرته رسوي. والي ګل شېرزى پخوا د محاز ملي ګوند غړى و. هغه په پښتو ، دري ، اردو او انګليسي ژبو خبرې کولى شي.
 
١٠- د عبدالرب الرسول سیاف ژوندليک:
 عبدالرب رسول سياف د فقير محمد زوى او په ١٣٢٣ کال کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې په ١٣٣٩ کال کې د کابل په امام ابوحنيفه مدرسې کې پاى رسولي دي.
سياف په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د مبارزې له وتليو څېرو ګڼل کېږي.
سياف په ١٣٤٦ کال کې د کابل پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه فارغ شو، وروسته په ١٣٤٨ کال کې د شرعياتو په پوهنځي کې د استاد په توګه وټاکل شو چې دوه کاله پر همدې دندې پاتې شو.
سياف په ١٣٥٠ کال کې د مصر الازهر پوهنتون ته ولاړ او هلته يې د حديثو په برخه کې د فوق لسانس تر کچې تر زده کړو وروسته بېرته هېواد ته ستون شو. هغه يو ځل بيا د استادۍ دنده پيل کړه او له همدې سره يې د مسلمانو ځوانانو په خوځښت کې سياسي فعاليتونه پيل کړل.
سياف په ١٣٥٣ کال کې د حکومت پر خلاف د تندو ويناوو او تاوتريخوالي ته د خلکو د هڅو له امله زندان ته ولاړ او پنځه کاله وروسته په ١٣٥٨ کال کې له زندانه خوشې شو.
سياف له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته پاکستان ته ولاړ او هلته يې د برهان الدين رباني په مشرۍ د اسلامي جمعيت په ګوند کې د يوې مودې لپاده دنده ترسره کړه، خو وروسته يې په ١٣٥٩کال کې د افغانستان د اسلامي اتحاد ګوند جوړ کړ.
نوموړى په ١٣٧١ کال کې د ډاکټر نجيب الله د حکومت وروسته د ځېنو نورو جهادي ډلو له مشرانو سره يوځاى کابل ته راغى او د برهان الدين رباني په مشرۍ د حکومت له کلکو ملاتړو وو.
سياف په اتيايمه لسيزه کې (۱۳۷۱ تر۱۳۷۴) په کابل کې په کورنيو جګړو کې ښکېل بلل کېږي.
سياف د کابل په لويديځ کې د حزب وحدت اسلامي ګوند سره چې هغه مهال يې عبدالعلي مزاري مشري کوله، په درنو جګړو کولو مشهور دى.
دا جګړې د زرګونه کسانو د وژل کېدو لامل شوې او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په دغو جګړو کې يو شمېر ښکېل کسان په "جنګي جرمونو او له بشري حقونو پر سرغړونې" تورن کړي دي.
د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته سياف د هغوى په مخالفت د افغانستان شمال ته ولاړ. دى د پخواني ولسمشر برهان الدين رباني دمرستيال او د شمال اتحاد د رهبري شورا د غړي په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته، سياف په افغانستان کې د نوي حکومت په جوړښت کې ونډه اخستې. ده په بيړنۍ لويه جرګه او د اساسي قانون په لويه جرګه کې هم برخه اخستې ده.
سياف د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د حکومت له کلکو ملاتړو بلل کېږي او د ولسي جرګې په دوو ټاکنو کې د کابل د خلکو استازى پاتې شوى دى.
ده په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي ملاتړ وکړ او دا ځل چې کرزي نور د قانون له مخې نشي کولى ځان کانديد کړي، په خپله ځان ولسمشرۍ ته نومولى دى.
پخواني جهاد مشر محمد اسماعيل خان يې لومړى مرستيال او عرفان الله عرفان يې دويم مرستيال دى.
نوموړى په پښتو، فارسي او عربي ژبو فصيحې خبرې کولى شي.
سياف په افغانستان کې د روسانو پر خلاف د جهاد پر مهال په پېښور کې د دعوت الجهاد پوهنتون جوړ کړ، چې افغان، عربو او پاکستاني استادانو پکې تدريس کاوه.
سياف اوسمهال په کابل د دعوت په نوم د يوه خصوصي ټلويزيوني چينل ترڅنګ په همدې نوم پوهنتون لري، چې سلګونه محصلين پکې په زده کړو بوخت دي.
سياف د خپل ګوند نوم هم په اسلامي دعوت اړولى دى.
 ١١- دهدايت الله  امين ارسلا  ژوندليک:
هدايت امين ارسلا د عبدالله امین ارسلا زوى دى چې په ١٣٢٠ هـ ل کال کې په کابل کې زېږېدلى. نوموړى له دولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته په کابل پوهنتون کې د اقتصاد او سياسي علومو په برخه کې تر لسانس کچې لوړې زده کړې دي او د ماسټري او دوکتورا سند يې د اقتصاد په څانګه کې له امريکا څخه ترلاسه کړى دى.
نوموړى په ١٩٦٩ کال کې د نړيوال بانک په اقتصادي او اجراييوي برخه کې کار پيل کړ او ١٨ کاله يې په دغه بانک کې دنده ترسره کړه.
ارسلا په ۱۹۸۷ کال کې له نړيوال بانک سره دنده پرېښوده او د مجاهدينو ليکو ته لاړ. دى د ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۲ کلونو پورې د مجاهدينو په موقت حکومت کې د ماليې د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.
وروسته په ١٣٩٣ کال کې د لنډې مودې لپاره د مجاهدينو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير شو.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته امين ارسلا د بُن په غونډه کې د سوداګرۍ وزير او د اضطراري لويې جرګې لخوا د موقتې ادارې د مرستيال مشر په توګه وټاکل شو.
ارسلا همداراز د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون، د ملي احصاييې کميسيون او د اقتصادي همکاريو د کمېټې مشري هم کړې او د ملي امنيت شورا غړيتوب يې هم درلود.
نوموړى د څو کلونو راهيسې د ولسمشرحامد کرزي ارشد سلاکار وو، چې د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه يې له خپلې دندې استعفا وکړه.
نوموړى په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې نوماند وو چې وروسته د ولسمشر حامد کرزي په ګټه تېر شو.
ارسلا د راتلونکي کال په ټاکنو کې خپل جنرال خدايداد او صفيه صديقي د خپل لومړي او دويم مرستيالانو په توګه ټاکلي دي.