By: راز محمد , Date:30/01/2019
پلخمري (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٧): د بغلان معترضو نوماندانو د يوه ساعت لپاره د کابل- شمال لويه لار وتړله او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته يې ١٢ ساعته وخت ورکړ څو د دوى غوښتنې ومني. د بغلان معترضو نومان... پاتی برخه
By: پژواک , Date:06/01/2019
پلخمری (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): د بغلان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ولسي جرګې يو نوماند تښتولى دى. د بغلان والي عبدالحي نعمتي د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ولسي جرګې نوماند... پاتی برخه
By: راز محمد , Date:28/11/2018
پلخمري (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٧): د بغلان د ټاکنو کمېسیون مسوولین وايي چې د دغه ولایت د معترضو نوماندانو په غوښتنه یې د رایو شمېرلو لړۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر پرېکړې ځنډولې ده. د بغلان د ټاکنو کمېسیون ريیس عبدالقاهر و... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Baghlan.To see other videos

پلخمري (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٧): د بغلان معترضو نوماندانو د يوه ساعت لپاره د کابل- شمال لويه لار وتړله او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته يې ١٢ ساعته وخت ورکړ څو د دوى غوښتنې ومني.

 

پلخمری (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): د بغلان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ولسي جرګې يو نوماند تښتولى دى.
د بغلان والي عبدالحي نعمتي د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ولسي جرګې نوماند زلمى زهير تښتولى دى.
هغه وايي چې زهير په مرکزي بغلان ولسوالۍ په خپل کلي خواجه خان کې د ځمکو پر ليدو بوخت و چې طالبانو له ځان سره بيولى دى.
والي وویل: ((ما ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، انجنیر زهیر له خپلو ورېرونو سره د ځمکې پر سر حقوقي دعوه لري او ورېرونه یې د وسله والو طالبانو په لیکو کې دي،  دغه کار هغوی کړى دى.))

پلخمري (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٧): د بغلان د ټاکنو کمېسیون مسوولین وايي چې د دغه ولایت د معترضو نوماندانو په غوښتنه یې د رایو شمېرلو لړۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر پرېکړې ځنډولې ده.

 

پلخمري (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٧): په بغلان کې د ولسي جرګې يو شمېر معترضو نوماندانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون پر دوه ګونې چلند تورن کړ او په غبرګون کې يې د کابل- شمال لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړله.
د دغو نوماندانو په استازيتوب عزيزالرحمن سخي زاده د لېندۍ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کمېسيون د نهو ولسواليو يواځې بايومټريک شوې رايې حساب کړي دي.
دى وايي: ((خو کمېسيون اوس غواړي چې د خوست، تاله برفک، بورکې او مرکزي بغلان ولسواليو ټولې رايې که هغه بايومټريک دي يا نه دي، حساب کړي.))
د هغه په وينا، کمېسيون بايد د ولسواليو ترمنځ دوه ګونى چلند ونه کړي.

پلخمري (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٧): د بغلان ولايت د خوست او مرکزي بغلان ولسواليو سلګونو اوسېدونکي د ټاکنو کمېسيون له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوى له لوري کارول شوې رايې بايد حساب شي.
د يادو ولسواليو سلګونه اوسېدونکي نن مرکز پلخمري ته راغلي وو او د خپل اعتراض په ترڅ کې يې له والي او نورو چارواکو سره هم وليدل.
د اعتراض کوونکو له ډلې قومي مشر عبدالحکیم نورزي وویل چې په بغلان ولايت کې کارول شوې ټولې رايې بايد حساب شي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:06/01/2019

له بغلانه ولسي جرګې ته یو نوماند طالبانو نیولی

پلخمری (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): د بغلان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ولسي... پاتی برخه

ټاکنیز خبرونه

In Baghlan, ex-jihadi flexing muscles against Taliban
By: حبيب الرحم... , Date:08/10/2015

پخواني جهادي قوماندانان په بغلان کې "د مقاومت دو...

پلخمري (پژواک، ١٦ تله ٩٤): شاوخوا زر کسان چې پخواني جهادي مشران هم په کې شامل... پاتی برخه