By: هادى غفارى , Date:10/10/2015
باميان (پژواک، ١٨ تله ٩٤): سږ کال د دايکنډي بادامو له حاصلاتو څخه څه باندې يو ميليارد او پنځوس ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي چې دا خوندوره او د لوړې بيې مېوه هند ته هم صادرېږي. بادام چې د دايکنډي ولايت د... پاتی برخه
By: هادى غفارى , Date:30/08/2015
باميان (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د دايکنډي ولايتي شورا د ناقانونه وسله والو د شتون په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي، دا کسان دومره پياوړي شوي چې يو شمېر پوليس يې نيولي او وسلې يې ترې اخيستې دي. د ولايتي شورا غړى هادي... پاتی برخه
By: هادى غفارى , Date:27/07/2015
باميان (پژواک، ٥ زمرى ٩٤): د دايکنډي نوې والي چې د هېواد په کچه دويمه ښځينه والي ده وايي چې ټولو چارو ته به له څېړنې او کتکورۍ وروسته، د دولت او موسسو په مرسته رسېدنه وکړي. د سيمه ييزو ارګانونو ادارې تېره مياشت د د... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Daikondi.To see other videos

باميان (پژواک، ١٨ تله ٩٤): سږ کال د دايکنډي بادامو له حاصلاتو څخه څه باندې يو ميليارد او پنځوس ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي چې دا خوندوره او د لوړې بيې مېوه هند ته هم صادرېږي.
بادام چې د دايکنډي ولايت د مهمو کرنيزو محصولاتو او وچو مېوو  له ډلې څخه دي، زرګونه بڼوال له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پرې برابروي.
د دايکنډي د کرنې رياست شمېرې ښيي چې تېرکال د بادامو حاصلات کابو ٧٧٠٠ ټنه وو، خو سږ کال ٧٠٠٠ ټنه ته رسېږي.

باميان (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د دايکنډي ولايتي شورا د ناقانونه وسله والو د شتون په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي، دا کسان دومره پياوړي شوي چې يو شمېر پوليس يې نيولي او وسلې يې ترې اخيستې دي.
د ولايتي شورا غړى هادي رحيمي زاده وايي چې په دې وروستيو کې لسګونو وسله والو کسانو د يوه کمين په ترڅ کې ٢٣ پوليس منسوبين له رينجر موټرو او وسلو سره په اشترلي ولسوالۍ کې نيولي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا وسله وال د "پسران مُبلغ" په نوم يوې ډلې پورې تړاو لري چې دوه پوليس يې هم ټپيان کړي دي.

باميان (پژواک، ٥ زمرى ٩٤): د دايکنډي نوې والي چې د هېواد په کچه دويمه ښځينه والي ده وايي چې ټولو چارو ته به له څېړنې او کتکورۍ وروسته، د دولت او موسسو په مرسته رسېدنه وکړي.
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې تېره مياشت د دايکنډي د والي په توګه معصومه مرادي معرفي کړه، خو نوموړې د ولسي جرګې د ځينو وکيلانو د مخالفت او د ښځو د لاريون له کبله، دايکنډي ته نه وه تللې.

نيلي (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٤): په دايکنډي ولايت کې د تاوتريخوالي، بې اندازې خپلواکي او د ديني عقايدو د پيکه کېدو له امله زيات شمېر نجونې او ښځې پر ځانوژنو لاس پورې کوي او ځانوژنه په يو دود بدله شوې ده.
د بشري حقونو سيمه ييزې شمېرې ښيي چې له يوې اونۍ په لږ موده کې په دغه ولايت کې د ځان وژنې څلور پېښې ثبت شوې چې وروستۍ پېښه يې تېره ورځ په شهرستان ولسوالۍ کې د يوې نجلۍ ځانوژنه وه.
دا ١٨ کلنه نجلۍ نالوستې وه او د کورني تاوتريخوالي له امله د زهرجنو درملو په خوړو يې ژوند ته د پاى ټکى کېښود.

Pages

ټاکنیز خبرونه

حاصلات بادام دایکندی به بيش از یک ميلیارد افغانی ميرسد
By: هادى غفارى , Date:10/10/2015

د دايکنډي د بادامو حاصلات څه باندې يو ميليارد افغانيو...

باميان (پژواک، ١٨ تله ٩٤): سږ کال د دايکنډي بادامو له حاصلاتو څخه څه باندې يو... پاتی برخه

ټاکنیز خبرونه

حاصلات بادام دایکندی به بيش از یک ميلیارد افغانی ميرسد
By: هادى غفارى , Date:10/10/2015

د دايکنډي د بادامو حاصلات څه باندې يو ميليارد افغانيو...

باميان (پژواک، ١٨ تله ٩٤): سږ کال د دايکنډي بادامو له حاصلاتو څخه څه باندې يو... پاتی برخه

مرکې

Shafaq promises security, good governance
By: Hadi Ghaf... , Date:25/07/2013
  باميان (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): امنيتي ځواکونه بايد د وسله والو مخالفينو په... پاتی برخه