By: همايون ذهين , Date:13/09/2015
فراه (پژواک، ٢٢ وږی ۹۴): د فراه په خاکسفید ولسوالۍ کې له پنځو ورځو راهيسې د روانې جګړې له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي. د راپورونو له مخې، د دولت سلګونو وسله والو مخالفينو پر خاکسفېد ولسوالۍ بريد کړى او دا مهال... پاتی برخه
By: همايون ذهين , Date:31/08/2015
فراه(پژواک،٩وږی۹۴):دفراه دولايتي شوراغړي وايي چې د دي ولايت په مرکز کې له درېيو مياشتوراهيسې لسګونه مرموزې وژنې شوي چې نوريې بايد حکومت مخه ونيسي. د فراه د ولايتي شورا مرستيال خيرمحمد نورزي د وږي په ٩مه د يوې خبري... پاتی برخه
By: همايون ذهين , Date:18/08/2015
فراه (پژواک، ٢٧ زمری ۹۴): په فراه کې یو شمېر مدني فعالان وايي، په برېښنايي تذکرو کې بايد د اسلام او افغان کلمې وليکل شي او که دا کار ونه شي دوى "بې هویته تذکرې" نه اخلي. د نفوسو د احوال د ثبت قانون طرحه ملي شورا تص... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Farah.To see other videos

فراه (پژواک، ٢٢ وږی ۹۴): د فراه په خاکسفید ولسوالۍ کې له پنځو ورځو راهيسې د روانې جګړې له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.
د راپورونو له مخې، د دولت سلګونو وسله والو مخالفينو پر خاکسفېد ولسوالۍ بريد کړى او دا مهال هم هلته نښتې روانې دي.
د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جګړې له امله د خاکسفېد له خشکابې، کورغن، نوی ده او ځينو نورو سیمو سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
دى وايي چې دغه کورنۍ د فراه د پشترود او بالابلوک ولسواليو ته کډې شوې دي.
هغه وويل چې د جګړې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

فراه(پژواک،٩وږی۹۴):دفراه دولايتي شوراغړي وايي چې د دي ولايت په مرکز کې له درېيو مياشتوراهيسې لسګونه مرموزې وژنې شوي چې نوريې بايد حکومت مخه ونيسي.
د فراه د ولايتي شورا مرستيال خيرمحمد نورزي د وږي په ٩مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې د دې ولايت په مرکز کې له شلو زيات کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.
ده وويل چې په وژل شويو کسانو کې دعامو خلکو ترڅنګ پوليس، څارنوالان او نور دولتي کسان هم شامل دي.
نورزى وايي چې په فراه کې پرله پسې وژنو د خلکو پر روان بده اغيزه کړې او اوس خلک نه شي کولى په اسانه ښار ته تګ راتګ وکړي.

فراه (پژواک، ٢٧ زمری ۹۴): په فراه کې یو شمېر مدني فعالان وايي، په برېښنايي تذکرو کې بايد د اسلام او افغان کلمې وليکل شي او که دا کار ونه شي دوى "بې هویته تذکرې" نه اخلي.
د نفوسو د احوال د ثبت قانون طرحه ملي شورا تصويب کړه او وروسته د ١٣٩٣ کال د ليندۍ په ٩مه ولسمشر توشېح کړه، خو د ملي شورا د يو شمېر غړو ترڅنګ ځينې مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او خلکو د تذکرې پر مخ د "افغان" کلمې د نه ليکل کېدو له امله اعتراضونه وکړل.

فراه (پژواک، ۱۲ زمرى ۹۴): په فراه او سرپل ولايتونو کې لاريون کوونکو د سولې د بين الافغاني خبرو ملاتړ وکړ او له طالبانو يې وغوښتل چې د جګړې پر ځاى د سولې لاره غوره کړي.
څه موده مخکې د وسله والو طالبانو او افغان دولت استازو د لومړي ځل لپاره مخامخ او رسمي خبرې وکړې، خو د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمد منصور ته په منسوب يوه غږېز کلېپ کې د سولې له پروسې سره مخالفت ښودل شوى او ويلي يې دي: "د سولې خبرو ته غوږ نه نيسو، موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو."

Pages

ټاکنیز خبرونه

د فراه د خاکسفید سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي
By: همايون ذهي... , Date:13/09/2015

د فراه د خاکسفید سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

فراه (پژواک، ٢٢ وږی ۹۴): د فراه په خاکسفید ولسوالۍ کې له پنځو ورځو راهيسې د رو... پاتی برخه

ټاکنیز خبرونه

د فراه د خاکسفید سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي
By: همايون ذهي... , Date:13/09/2015

د فراه د خاکسفید سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

فراه (پژواک، ٢٢ وږی ۹۴): د فراه په خاکسفید ولسوالۍ کې له پنځو ورځو راهيسې د رو... پاتی برخه

مرکې

ټاکنيز کړکېچ فراه کې د لويو پروژو کارونه درولي
By: پژواک , Date:17/09/2014
  فراه (پژواک ۲۶ وږی ۹۳): په فراه کې د ټاکنيز کړکېچ له امله د نورو اقتصا... پاتی برخه