By: قطب الدين کوهى , Date:07/10/2018
میمنه (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د فاریاب یو شمېر ښځې وايي چې د امنیت نه شتون د دې لامل شوی چې د نارینه وو په پرتله د نوم لیکنې په بهیر او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په نوماندۍ کې د ښځو ګډون کم وي. د ټاکنو کمېسیون د... پاتی برخه
By: قطب الدين کوهى , Date:25/11/2015
 ميمنه (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د فارياب نوي والي په داسې حال کې کار پيل کړ او د امنيت ټينګښت، بيارغونې او د پراختيايي پروژو د عملي کولو ژمنه يې وکړه چې دغه ولايت له يو کال  راهيسې والي نه درلود او د مستوفي له... پاتی برخه
By: قطب الدين کوهى , Date:08/10/2015
ميمنه (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د فارياب د ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده. د دې شورا مشر سيد عبدالباقي هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازديګر شاوخوا پنځه ب... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Faryab.To see other videos

میمنه (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د فاریاب یو شمېر ښځې وايي چې د امنیت نه شتون د دې لامل شوی چې د نارینه وو په پرتله د نوم لیکنې په بهیر او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په نوماندۍ کې د ښځو ګډون کم وي.
د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر د معلوماتو له مخې، په فاریاب کې شاوخوا ۲۰۰زره کسانو نوم لیکنه کړې چې شاوخوا ۹۰زره یې مېرمنې دي، په داسې حال کې چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په دغه ولایت کې له ۵۰۰زره ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې وه چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ښځې وې.
په فاریاب ولایت کې د ولسي جرګې د درېیو اوسنیو غړو په ګډون ۱۹ ښځې ټاکنیزې پروسې ته دننه شوې دي.

 ميمنه (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د فارياب نوي والي په داسې حال کې کار پيل کړ او د امنيت ټينګښت، بيارغونې او د پراختيايي پروژو د عملي کولو ژمنه يې وکړه چې دغه ولايت له يو کال  راهيسې والي نه درلود او د مستوفي له لوري اداره کېده.
پخوانى والي محمدالله بتاش اوسمهال د ترانسپورت او هوايي چلند وزير په توګه دنده ترسره کوي.
د فارياب مرستيال والي عبدالستار بارز چې څه باندې يوه لسيزه يې دا دنده پر مخ وړه، دوه مياشتې وړاندې د بغلان د والي په توګه وګومارل شو او فارياب والي مرستيال نه لري، سيمه ييزه اداره څو مياشتې وړاندې د ميمنې ښار مستوفي له لوري اداره کېده.

ميمنه (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د فارياب د ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د دې شورا مشر سيد عبدالباقي هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازديګر شاوخوا پنځه بجې د ګرزيوان ولسوالۍ مرکز سرچکان د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
ګرزيوان د ميمنې ښار په سل کيلومترۍ کې موقعيت لري چې له سرپل، غور او جوزجان ولايتونو سره ګډه پوله لري.
د فارياب د ولايتي شورا غړي او د ګرزيوان اوسېدونکي صبغت الله سېلاب وايي، سيمه ييز ځواکونه له يو شمېر دولتي ځواکونو سره يو ځاى د ګرزيوان مرکز پرېيښى او د تېښتې په حال کې دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: قطب الدين... , Date:07/10/2018

په فاریاب کې د امنیت نه شتون په ټاکنو کې د ښځو پر ګډو...

میمنه (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د فاریاب یو شمېر ښځې وايي چې د امنیت نه شتون د دې لا... پاتی برخه

ټاکنیز خبرونه

د فارياب ګرزيوان ولسوالۍ سقوط وکړ
By: قطب الدين... , Date:08/10/2015

د فارياب ګرزيوان ولسوالۍ سقوط وکړ

ميمنه (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د فارياب د ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت د ګر... پاتی برخه