By: ستورى کريمى , Date:26/03/2019
هرات(پژواک، ۶ وری  ۹۸): د هرات یو شمېر ښځو په هېواد کې د سولې پر عادلانه او تل پاتې توب د ټینګار تر څنګ په ملي او نړیواله کچه د سولې خبرو له بهیره ملاتړ وکړ او په دغه بهیر او ټاکنو کې یې د ښځو د ګډون غوښتنه وکړ... پاتی برخه
By: ستورى کريمى , Date:29/09/2018
هرات (پژواک،٦ تله ٩٧): د ولسي جرګې يو شمېر کاندیدان او ښځينه فعالانې په هرات کې ګډوډ امنیتي وضعیت په ټاکنو کې د ښځو د ګډون پر وړاندې یو ګواښ بولي او وايي چې که امنیتي شرایط ښه نه شي ځينې ښځې به له رایې ورکولو پاتې ک... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Women’s active participation in polls urged

هرات(پژواک، ٨ لړم ٩٧): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سیمه ییز دفتر د هرات د شپږو ولسوالیو په ګډون د ۱۸ مرکزونو رایې قرنطین اعلان کړې او ويلي يې دي که د درغلۍ په اړه یې اسناد پیدا شي د لغوه اعلانېدو امکان یې موجود دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شینډنډ، رباط سنګي، کشک کهنه، چشت شریف، زاول او ادرسکن ولسوالیو ټولې رایې قرنطین اعلان کړې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر کمېشنر امیرمحمد مظفر پژواک خبري اژانس ته وویل، که د قرنطین شوو رایو د درغلۍ په اړه اسناد پیداشي ممکن چې باطلې به اعلان شي.

هرات ښار (پژواک، ۲۳ تله ۹۷): په هېواد کې د ټاکنيزو  کمپاينونو له پيل راهيسې تر اوسه، ۲۰۰ شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کې ثبت شوي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند علي رضا روحاني چې هرات ولايت ته يې سفر کړی و، نن يې د خبري غونډې پرمهال وويل چې دا کمېسيون د خپلو دندو تر سره کولو لپاره چې ټاکنو کې د عدالت خونديتوب او ټاکنيزو شکايتونو ته رسېدنه ده، بشپړ چمتووالی لري.
هغه زياته کړه چې ۱۰۲ حقوقپوهان د ازادې سيالۍ له لارې، ټاکنيزو شکايتونو ته د لاسرسي لپاره  د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د کمېشنرانو په توګه د افغانستان ۳۴ ولايتونو لپاره ګومارل شوي دي.

هرات (پژواک،۲۱ تله ۹۷): په هرات کې د ولسي جرګې د یوه نوماند د ټاکنیز کمپاین پر دفتر د ناپېژاندو وسله والو په برید کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل: ((دغه برید نن ماسپښین د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په جغرتان دوه لاري کې د ولسي جرګې د نوماند سید عظیم کبرزایي د ټاکنیز کمپاین پر دفتر شوی دی.))
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د یاد نوماند یو ساتونکی او یو ماشوم وژل شوي او یو کس ټپي دی.
نوموړی وايي چې د دې پښې د عاملینو د نیولو لپاره څېړنې روانې دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: ستورى کريم... , Date:26/03/2019

د هرات اوسېدونکې: د ښځو له ګډون پرته به سوله تل پاتې...

هرات(پژواک، ۶ وری  ۹۸): د هرات یو شمېر ښځو په هېواد کې د سولې پر عادلانه... پاتی برخه

سرغړونې

By: ستورى کريم... , Date:12/01/2019

په هرات کې لسګونه کسانو او د ولسي جرګې نوماندانو لاری...

هرات (پژواک، ۲٢ مرغومی ۹۷): د هرات لسګونو اوسېدونکو د دغه ولایت په اړه د ټاکنی... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

شورای ولایتی هرات: وضعیت امنیتی بهبود یافته است
By: ستورى کريم... , Date:14/03/2015

د هرات ولايتي شورا...

هرات (پژواک ٢٣ کب ٩٣): د هرات د ولايتي شورا غړي وايي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ... پاتی برخه

ملي شورا

By: ستورى کريم... , Date:17/09/2018

"ځينې ګوندونه او کسان هڅه کوي د ټاکنو بهیر تر ان...

هرات (پژواک،۲۵وږی۹۷): په هرات کې د ولسي جرګې څو تنه کاندیدان او ځوانان وايي، ځ... پاتی برخه

مرکې

ماريا بشير: در برابر مجرمين هيچگونه دلسوزى ندارم
By: Sharafuddi... , Date:23/07/2013
  هرات (پژواک ۱۹ لېندۍ ۹۱): د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ رييسه وايي،... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: "د کمپاين له پي... , Date:15/10/2018

"د کمپاين له پيل راهيسې ۲۰۰ ټاکنيز شکايتونه ثبت...

هرات ښار (پژواک، ۲۳ تله ۹۷): په هېواد کې د ټاکنيزو  کمپاينونو له پيل راهي... پاتی برخه