By: عزيز الله همدرد , Date:22/08/2019
کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): خلک او پر ټاکنو د څار بنسټونه د رایې ورکونې پر مهال د بایومټریک ماشینونو په وسیله د ښځو د انځور اخیستل یو غیر مسلکي اقدام ګڼي او وايي، دغه تصمیم په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون... پاتی برخه
By: خواجه بصيراحمد , Date:22/08/2019
کابل (پژواک،۳۱ زمری ۹۸): یوه سرچینه وايي چې د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټکټ دویم مرستیال محمد محقق د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټېم سره یو ځای شو. د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبا... پاتی برخه
By: پژواک , Date:18/08/2019
کابل (پژواک، ۲۷ زمرى ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره به شاوخوا ۹.۶ میلیونه کسان به د ۳۴ ولایتونو په ۵۳۷۳ مرکزونو او ۲۹۵۸۶ محلونو کې خپلې رايې وکاروي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نو... پاتی برخه

هرات ښار (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): د هرات والي په کابل کې د هرات د ولايتي شورا د مشر ټاکنه د ځان پر وړاندې کودتا بللې او ردوي يې.
د هرات والي ډاکټر داود شاه صبا تېره ورځ ناوخته پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ټاکنه د ده  لپاره د منلو وړ نه ده او بايد دغه ټاکنې د هرات د ولايتي شورا د غړو په منځ کې په رڼه توګه ترسره شي.
د هغه په وينا، له سيمه ييزو ارګانونو څخه يو مکتوب ورته راغلى، چې د هرات د ولايتي شورا د ۱۲ غړو ترمنځ د ټاکنو په پايله کې د شورا غړى سيد وحيد قتالي د مشر په توګه ټاکل شوى دى.

کابل (پژواک ٧ ورى ٩١): د ولسي جرګې د ځينو غړو د پر له پسې ناسوبتيا له امله نن بيا د جرګې نصاب نه و پوره او له امله يې په اجنډا کې د مهمو شاملو موضوعاتو په اړه کومه پرېکړه ونه شوه.
ټاکل شوې وه، نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د همکاريو، د اسلامي هېوادونو له سازمان سره د افغانستان د يوځاى کېدو او له مهاجرو وحشيانو د ساتنې له کنوانسيون سره د افغانستان د يو ځاى کېدو د سندونو په اړه تصميم ونيسي.
ياد سندونه عمومي غونډې ته د تصويب په موخه وړاندې شول، خو د جرګې نصاب، چې ١٢٥ تنه کېږي، پوره نه و او په اړه يې کومه پرېکړه ونه شوه.

کابل (پژواک ٦ ورى ٩٢): د مشرانو جرګې غړي په برېښنايي تذکرو کې د قوم د يادونې په اړه بېلابېل نظرونه لري او وايي، ډېر دقت بايد وشي چې دغه تذکرې بهرنيان ترلاسه نه کړي.
د برېښنايي تذکرو د ورکړې لپاره د نوم ليکنې پروسه د وري په ٤مه په کابل کې په رسمي ډول پيل شوې ده.
د مشرانو جرګې د نن ورځې عمومي غونډه پر همدې تذکرو بحث ته ځانګړې شوې وه.
په مشرانو جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې د برېښنايي تذکرو وېش يوه ملي پروسه ده او اړوند ارګانونه بايد په دې برخه کې له ډېر دقت څخه کار واخلي.

کابل (پژواک ۵ وری ۹۲ ) : دامریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې وسلوالو طالبانو سره په خبرو اترو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ هیڅ ډول اختلافات نشته.
جان کیري دغه څرګندونې د وري په ۵مه، ماښام ولسمشر حامد کرزي سره تر لیدنې وروسته هغه سره په یوه ګډه خبري کانفرانس کې وکړې.
تر دې مخکې هغه په یوه ناڅاپي او غیر اعلان شوي کابل ته رسیدلی و.
جان کیري په دغه  خبري غونډه کې زیاته کړه چې هیواد یې دسولې په پروسه او راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو په شفافه ترسره کولو د ولسمشر حامد کرزي د پلانونو ملاتړ کوي.

کابل (پژواک ٦ ورى ٩٢): دمدني ټولنې بنسټونه دټاکنو قانون په مسوده کې دځينو تغييراتو ترڅنګ غوښتنه کوي ، چې يوه ښځه دې د ولسمشرد مرستيالې په توګه وټاکل شي.دوى همدارنګه د ټاکنو  دمختلط سيستم په جوړېدو او ښځو ته دزياتو څوکيو پر ورکړې ټينګار کوي
 د ولسي جرګه کمېسيونونو په تازه ډول دټاکنو قانون په مسوده باندې کار پيل کړى او ټاکل شوې ، چې دغه مسوده دوه اونۍ وروسته د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي .

يو ٥٢ کلن افغان حاجي ستانه ګل وايي : (( نيمه ډوډۍ بايد وخورو، خو خپل پوځ پياوړى کړو، ترڅو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او افغانان خپل کور په خپله وساتي .))
د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د ښوېندې د کلي اصلي اوسېدونکي، حاجي ستانه ګل د روسانو پر وړاندې د افغانستان د خلکو په جهاد کې ونډه لرله، خو دا مهال د  پاکستان د سرحد ايالت په اکوړه خټک  کمپ کې اوسي او هلته دشاتو د مچيو کاروبار کوي .

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړه کړې، چې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه د څه باندې يوې مياشتې لپاره وځنډېده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون (د وري ٤مه) يې پرېکړه کړې، چې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه به د روان کال د غويي د لومړۍ نېټې پرځاى د غبرګولي په ٥مه پيل شي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، دا پرېکړه د دې لپاره شوې، چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په نوي ډيزاين شوي کارت کې له اړينو عملياتو او تدارکاتي طرزالعملونو سره سم پرمختللي امنيتي ځانګړتياوې ځاى پر ځاى شي.

کابل (پژواک ٥ ورى ٩٢): ولسي جرګه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ، اقتصاد، سوداګرۍ او کانونو وزيران د استيضاح لپاره ورغواړي.
تېر کال د مرغومي په لومړيو کې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه.
جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلى و، خو وروسته يې په اړه د جرګې د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شول او څو ناستې يې په دې اړه په ناندريو تېرې کړې.

کابل (پژواک ٥ ورى ٩٢): د ولسي جرګې کمېسيونونو د ټاکنو قانون پر مسودې بحثونه پيل کړي او ټاکل شوې، چې دغه مسوده ١٤ ورځې وروسته د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.
په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا جوړه شوې د ټاکنو د قانون طرحه په تېرې ليندۍ مياشت کې وزيرانو شورا له يو لړ بدلونونو سره تصويب کړه او ولسي جرګې ته واستول شوه.
د ولسي جرګې منشي انجنير سيد اکرام نن پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د جرګې د رييسانو کمېټې پرېکړه وکړه، چې په کمېسيونونو کې دې د ټاکنو د قانون پر مسوده بحثونه پيل شي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: عزيز الله... , Date:22/08/2019

"د رایې اچونې لپاره د ښځو انځور اخیستنه په ټاکنو...

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): خلک او پر ټاکنو د څار بنسټونه د رایې ورکونې پر مهال... پاتی برخه

سرغړونې

By: عزيز الله... , Date:08/08/2019

پر اختلاس تورن کمېشنر بیا د ټاکنو په خپلواک کمېسیون ک...

کابل (پژواک، ۱٧ زمری  ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمېشنر چې د ولسمشر ل... پاتی برخه

ګوندونه

By: عزيز الله... , Date:19/02/2019

سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو کمېسیونونو د تخنیکي برخې د مس...

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): سیاسي ګوندونه او جریانونه د ټاکنیزو کمېسیونونو د غ... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

معطلى در تذکرۀ الکترونيکى به ضرر مردم و انتخابات است
By: گل محمد تن... , Date:17/09/2015

د برېښنايي تذکرو ځ...

کابل (پژواک، ٢٦ سنبله ٩٤): د بدخشان ولايتي شورا، د برېښنايي تذکرو په وېش که ځن... پاتی برخه

ملي شورا

By: خواجه بصير... , Date:29/04/2019

«د شورا د پرانیستې په ورځ د ولسي جرګې د څلورو ټاکنیزو...

  کابل (پژواک،۹ غویی ۹۸): فیفا د ملي شورا په مراسمو کې له باور لیکونو پرت... پاتی برخه

مرکې

By: عزيز الله... , Date:17/04/2019
کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند وايي چې هېڅوک د ملي بهیرونو... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: پدرام: د بریالیتوب پ... , Date:15/08/2019

پدرام: د بریالیتوب په صورت کې د نظام جوړښت ته تغییر و...

کابل (پژواک،۲۴ زمری ۹۸): د عبدالطیف پدرام په مشرۍ د (ازادۍ، عدالت او امنیت) ټا... پاتی برخه