By: عزيز الله همدرد , Date:14/10/2019
کابل (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې له ۱.۷ ډېرې بایومټریک رایې مرکزي سرور ته لېږدول شوې او د نږدې ۴۰۰۰ محلونو رایې پاتې دي چې تر سبا به سیستم ته داخلې شي. د ټاکنو کمېسیون کمېشنرې رحیمې ظریف... پاتی برخه
By: پژواک , Date:13/10/2019
کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): له ولایتونو مرکز ته د ټاکنیزو توکو د رسېدو او د «ډیجیټال جوړونې» برخې د څار بهیر ښه روان دی، خو ځیني څارونکي، سرور ته د ټاکنیزو اطلاعاتو د پورته کولو بهیر له څار څخه خوښ نه دي. د ولسمشرۍ ټا... پاتی برخه
By: خواجه بصيراحمد , Date:10/10/2019
کابل (پژواک،۱۸ تله ۹۸): پر ټاکنو د څار دوه بنسټونه ادعا کوي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا رییسان او کمېشنران د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو او د هغوی له سلاکارانو سره اړیکې لري چې د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو بای... پاتی برخه

کابل (پژواک ٦ ورى ٩٢): د مشرانو جرګې غړي په برېښنايي تذکرو کې د قوم د يادونې په اړه بېلابېل نظرونه لري او وايي، ډېر دقت بايد وشي چې دغه تذکرې بهرنيان ترلاسه نه کړي.
د برېښنايي تذکرو د ورکړې لپاره د نوم ليکنې پروسه د وري په ٤مه په کابل کې په رسمي ډول پيل شوې ده.
د مشرانو جرګې د نن ورځې عمومي غونډه پر همدې تذکرو بحث ته ځانګړې شوې وه.
په مشرانو جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې د برېښنايي تذکرو وېش يوه ملي پروسه ده او اړوند ارګانونه بايد په دې برخه کې له ډېر دقت څخه کار واخلي.

کابل (پژواک ۵ وری ۹۲ ) : دامریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې وسلوالو طالبانو سره په خبرو اترو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ هیڅ ډول اختلافات نشته.
جان کیري دغه څرګندونې د وري په ۵مه، ماښام ولسمشر حامد کرزي سره تر لیدنې وروسته هغه سره په یوه ګډه خبري کانفرانس کې وکړې.
تر دې مخکې هغه په یوه ناڅاپي او غیر اعلان شوي کابل ته رسیدلی و.
جان کیري په دغه  خبري غونډه کې زیاته کړه چې هیواد یې دسولې په پروسه او راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو په شفافه ترسره کولو د ولسمشر حامد کرزي د پلانونو ملاتړ کوي.

کابل (پژواک ٦ ورى ٩٢): دمدني ټولنې بنسټونه دټاکنو قانون په مسوده کې دځينو تغييراتو ترڅنګ غوښتنه کوي ، چې يوه ښځه دې د ولسمشرد مرستيالې په توګه وټاکل شي.دوى همدارنګه د ټاکنو  دمختلط سيستم په جوړېدو او ښځو ته دزياتو څوکيو پر ورکړې ټينګار کوي
 د ولسي جرګه کمېسيونونو په تازه ډول دټاکنو قانون په مسوده باندې کار پيل کړى او ټاکل شوې ، چې دغه مسوده دوه اونۍ وروسته د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي .

يو ٥٢ کلن افغان حاجي ستانه ګل وايي : (( نيمه ډوډۍ بايد وخورو، خو خپل پوځ پياوړى کړو، ترڅو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او افغانان خپل کور په خپله وساتي .))
د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د ښوېندې د کلي اصلي اوسېدونکي، حاجي ستانه ګل د روسانو پر وړاندې د افغانستان د خلکو په جهاد کې ونډه لرله، خو دا مهال د  پاکستان د سرحد ايالت په اکوړه خټک  کمپ کې اوسي او هلته دشاتو د مچيو کاروبار کوي .

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړه کړې، چې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه د څه باندې يوې مياشتې لپاره وځنډېده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون (د وري ٤مه) يې پرېکړه کړې، چې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه به د روان کال د غويي د لومړۍ نېټې پرځاى د غبرګولي په ٥مه پيل شي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، دا پرېکړه د دې لپاره شوې، چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په نوي ډيزاين شوي کارت کې له اړينو عملياتو او تدارکاتي طرزالعملونو سره سم پرمختللي امنيتي ځانګړتياوې ځاى پر ځاى شي.

کابل (پژواک ٥ ورى ٩٢): ولسي جرګه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ، اقتصاد، سوداګرۍ او کانونو وزيران د استيضاح لپاره ورغواړي.
تېر کال د مرغومي په لومړيو کې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه.
جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلى و، خو وروسته يې په اړه د جرګې د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شول او څو ناستې يې په دې اړه په ناندريو تېرې کړې.

کابل (پژواک ٥ ورى ٩٢): د ولسي جرګې کمېسيونونو د ټاکنو قانون پر مسودې بحثونه پيل کړي او ټاکل شوې، چې دغه مسوده ١٤ ورځې وروسته د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.
په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا جوړه شوې د ټاکنو د قانون طرحه په تېرې ليندۍ مياشت کې وزيرانو شورا له يو لړ بدلونونو سره تصويب کړه او ولسي جرګې ته واستول شوه.
د ولسي جرګې منشي انجنير سيد اکرام نن پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د جرګې د رييسانو کمېټې پرېکړه وکړه، چې په کمېسيونونو کې دې د ټاکنو د قانون پر مسوده بحثونه پيل شي.

محمد اشرف غني احمدزی په (۱۳۲۸ هـ ش) کال په یوې ديندارې او مخورې کورنۍ کې وزېږېد. د خپل ماشومتوب لومړنۍ دوره یې په لوګر ولایت کې تېره کړه. دی د کابل له حبیبیې لېسې څخه فارغ شوی دی. پلار يې په شاهي دوره کې په بېلابېلو لوړو دولتي پوستونوکې  دنده ترسره کړې ده.

کابل ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : حزب اسلامي وايي، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو په اړه د حزب وحدت له مشر کريم خليلي سره تفاهم ته رسېدلي او د رباني په مشرۍ د جمعيت په ګډون يو شمېر نورو سياسي ګوندونو سره په خبرو اترو بوخت دي.
دغه څرګندونې په کابل کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي د اجرائيه شورا غړي انجنيرمحمد خان د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د ولسمشر دويم مرستيال او د حزب وحدت اسلامي له مشر کريم خليلي سره يې په دې هوکړه کړې او توافق ته رسېدلي، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو په اړه به يو موقف او دريځ ولري.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: عزيز الله... , Date:14/10/2019

​ «له ۱.۷ میلیون ډېرې بایومټریک رایې مرکزې سرور ته دا...

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې له ۱.۷ ډېرې بایوم... پاتی برخه

سرغړونې

By: پژواک , Date:13/10/2019

د ټاکنیز بهیر له څاره ځیني څارونکي خوښ دي، خو ځیني بی...

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): له ولایتونو مرکز ته د ټاکنیزو توکو د رسېدو او د «ډیجی... پاتی برخه

ګوندونه

By: عزيز الله... , Date:19/02/2019

سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو کمېسیونونو د تخنیکي برخې د مس...

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): سیاسي ګوندونه او جریانونه د ټاکنیزو کمېسیونونو د غ... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

معطلى در تذکرۀ الکترونيکى به ضرر مردم و انتخابات است
By: گل محمد تن... , Date:17/09/2015

د برېښنايي تذکرو ځ...

کابل (پژواک، ٢٦ سنبله ٩٤): د بدخشان ولايتي شورا، د برېښنايي تذکرو په وېش که ځن... پاتی برخه

ملي شورا

By: خواجه بصير... , Date:29/04/2019

«د شورا د پرانیستې په ورځ د ولسي جرګې د څلورو ټاکنیزو...

  کابل (پژواک،۹ غویی ۹۸): فیفا د ملي شورا په مراسمو کې له باور لیکونو پرت... پاتی برخه

مرکې

By: عزيز الله... , Date:01/09/2019
کابل(پژواک،۱۰ وږی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بریالي ډول د هېواد پنځو ولایت... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: خلک: تورسن په خپلو ک... , Date:03/10/2019

خلک: تورسن په خپلو کمپاينونو کې خندولي يو

کابل (پژواک، ١١ تله ۹۸): ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند حکیم تورسن د ناامنیو له امل... پاتی برخه