By: بشيراحمد نادم , Date:01/10/2019
کندهار (پژواک، ۹ تله ۹۸): په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو اړوند د شکایتونو ثبتولو وخت تېره شپه ۱۲ بجې پای ته رسېدلی او له دوی سره ۱۰۶ شکایتونه ثبت شوي دي. د دې ادارې رییس اشنا ګل بانډه... پاتی برخه
By: بشيراحمد نادم , Date:28/09/2019
کندهار (پژواک، ۶ تله ۹۸): چارواکي وايي، وسله والو په کندهار کې د ټاکنو د پروسې د مختلولو هڅه کوله، خو مخنیوی یې وشو او ټاکنې ښې ترسره شوې.   دغه څرګندونې نن ماښام د ټاکنو د بهیر له پای ته رسېدا وروسته د کندها... پاتی برخه
By: اجمل کاکر , Date:26/06/2019
کندوز ښار (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس وايي چې د نا امنیو له امله د دغه ولايت د نهو ولسواليو له ډلې په څلورو کې يې د تقويتي نوم ليکني مرکزونه نه دي پرانيستل شوي. دغه څرګندونې د کندوز د ټاکنو کم... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Kandahar.To see other videos

کندهار ښار )پژواک ٢٠غبرګولى ٩٢) : کندهار ولايت په خپل تشکيل کې ٤٥٠ بابه ښوونځي لري، چې ٣١٣ يې پرانيستي، ٥٠ جديد التاسيس او د ١٠٠ په شاو خوا کې ښوونځي لا هم د نا امنيو، ستونزو او نه امکاناتو له امله تړلي پاتې دي.
 
که څه هم په کندهار ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د نا امنيو له امله د تړلو ښوونځيو د بېرته پرانيستل کېدو شمېره لوړه شوې، خو دغلته د مسلکي ښوونکو نشتوالى، د  رسمي کتابونو کمښت او د ودانيو خراب حالت هغه ستونزې دي، چې په فعالو ښوونځيو کې يې هم د زده کړې بهير ټکنى کړى دى.
 

کندهار ( پژواک ٢ چنګاښ ٩٢ ) : د کندهار ولايت چارواکي وايي، که څه هم له تېرو پنځو کلونو راهيسې ورته پرمختيايي بوديجې نه ده ورکړل شوې، خو بيا هم په دغه ولايت کې د مرستندويه ادارو په مرسته د بيا رغونې ګڼ کارونه شوي دي.
 
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا وايي، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې د ماليې وزارت له خوا دغه ولايت ته ٣٥ ميليونه ډالره بوديجه ځانګړې شوې وه، خو هغوى ته نه ده ورکړل شوې.
 
هغه زياته کړه، په روان ١٣٩٢ لمريز کال کې د دغه ولايت لپاره ٨٥ ميليونه ډالر بوديجه ځانګړې شوې او د ولايتي ادارې هڅه به دا وي، چې دغه بوديجه پر وخت تر لاسه کړي.

 
کندهار ښار (پژواک ٤ چنګاښ ٩٢): په کندهار ولايت کې د ماين چاودنې  له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ تنه وژل شوي دي.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار په خاکرېز ولسوالۍ کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي په يوه تونس موټر کې د خاکرېز ولسوالۍ د شا اغا صاحب زيارت ته تللي وو او د بېرته ستنېدو پر مهال يې پر موټر چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې  د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

 
کندهار (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوه پوليس او يو ماشوم وژل شوي او بلخوا په زېړۍ او ميوند ولسواليو کې ځايي چارواکو د اتو وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د غبرګولي ١٩مه) ارغستان ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره د پوليسو يو رينجر موټر پر ګزمه بوخت و، چې د سړک غاړې ځاى پر ځاى شوى ماين ورباندې وچاودېد.
دى وايي، په چاودنه کې دوه پوليس او يو لاروى ماشوم وژل شوي دي.

 
کندهار (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ايساف هوايي بريد اته طالب ماين خښوونکي وژلي دي.
د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه يوه بجه د شاوليکوټ ولسوالۍ د کيسۍ له غره سره نږدې د کندهار او اروزګان پر لويه لاره شوى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې اته ماين خښوونکي وژل شوي او د سيمې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
فيصل وايي، چې په بريد کې د وژل شوو ماين خښوونکو ١٠ کړۍ ماينونه، پنځه کلاشينکوفونه، درې مخابرې او څلور موټرسايکلونه هم له منځه تللي دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: بشيراحمد ن... , Date:28/09/2019

کندهار کې د ځينو امنيتي او تخنيکي ستونزو سره پروسه په...

کندهار (پژواک، ۶ تله ۹۸): چارواکي وايي، وسله والو په کندهار کې د ټاکنو د پروسې... پاتی برخه

سرغړونې

By: بشيراحمد ن... , Date:01/10/2019

په کندهار کې د ولسمشرۍ ټاکنو اړوند ۱۰۶ شکایتونه ثبت ش...

کندهار (پژواک، ۹ تله ۹۸): په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسم... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

"د کندهار ولايتي شورا د ولايت ادارو پر کړنو نظارت ډېر کړى"
By: بشيراحمد ن... , Date:12/10/2015

"د کندهار ولا...

کندهار ( پژواک، ٢٠ تله ٩٤ ) : د کندهار ولايتي شورا وايي چې د ولايتي ادارې پر ک... پاتی برخه

ملي شورا

د چارواکو تر منځ رقابتونه په سوېلي ولايتونو کې د ناامنيو لامل شوي
By: بشيراحمد ن... , Date:17/09/2015

د چارواکو تر منځ رقابتونه په سوېلي ولايتونو کې د ناام...

کندهار ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): په ولسي جرګه کې د کندهار استازى وايي، د چارواکو... پاتی برخه

مرکې

By: بشيراحمد ن... , Date:28/10/2018
کندهار (پژواک، ۶ لړم ۹۷): د زېبا په نوم د ټاکنو یوه څارونکې وايي، که څه هم د ن... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: د کندهار والي: نومان... , Date:09/10/2018

د کندهار والي: نوماندان باید له کمپایني غونډو ۲۴ ساعت...

کندهار (پژواک، ۱۸ تله ۹۷): د کندهار والي وايي، نوماندان دې له کمپایني غونډو جو... پاتی برخه