By: يوسف منګل , Date:15/07/2019
خوست ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۸): د خوست ولايت لسګونو ښځو د يوې غونډې په ترڅ کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې ټاکنې هېواد له روان بحرانه ايستلى شي. دغه مېرمنې چې د چنګاښ په ٢٤مه، د... پاتی برخه
By: يوسف منګل , Date:29/06/2019
خوست ښار (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۸): د خوست يو شمېر اوسېدونکي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د تقويتي نوم ليکنې د پروسې غځولو غوښتنه کوي. هغوی چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده، نن (د چنګاښ ۸مه) د مرکز اړوند د نوم ليکنې... پاتی برخه
By: پژواک , Date:27/06/2019
خوست ښار (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): په خوست کې د ولسمشريزو ټاکنو په تقويتي نوم ليکنه کې څه باندې ۸زره کسانو نوم ليکنه کړې ده. د خوست د ټاکنو کمېسیون ولايتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دې پروسې له پيله تر دې دمه د... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Khost.To see other videos

خوست ښار (پژواک، ۳۰ لړم ۹۷): په خوست ولايت کې يو شمېر اعتراض کوونکو د ټاکنو ولايتي دفتر دروازه وتړله.
اعتراض کوونکو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده نن د (لړم ۳۰مه) د ټاکنو د ولايتي دفتر دروازه  ددې ولايت د۹۱ مرکزونو د رايو د بیا تفتیش په غبرګون کې وتړله.
دوه ورځې وړاندې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پرېکړه وکړه، چې په خوست کې به د ۹۱ مرکزونو رايې د وټرلېست مطابق بيا څېړل کېږي.
خو اعتراض کوونکي بيا د ټاکنيزو شکايتونو پر کمېسيون تور پورې کوي، چې ګنې د ولسي جرګې د ځينو مشخصو نوماندانو په خوښه يې دا کار ترسره کړی.

خوست ښار (پژواک، ۴ لړم ۹۷): د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون وايي چې خوست کې د ولسي جرګې يو نوماند شاوخوا ۱۰ زره وزيرستاني کډوالو ته جعلي تذکرې جوړې کړې او په ټاکنو کې يې د ځان په ګټه ترې ګټه اخيستي.
همايون همايون چې نن د (لړم ۴مه) پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې وويل چې دغه جعلي تذکرې ددې ولايت په سپېره او تڼيو ولسوالۍ کې وزيرستاني کډوالو ته جوړې شوې دي.

خوست ښار (پژواک، ۳ لړم ۹۷):په خوست کې د ولسي جرګې يو نوماند او د هغه پلويانو چې ډېرى يې ديني عالم وو، ګواښ وکړ چې که بايومټريک شوې رايې له نورو هغو جلا نه شي ولسمشريزې ټاکنې به تحريم کړي.

 

خوست ښار (پژواک، ۳۰ تله ۹۷): خوست کې د ولسې جرګې په ټاکنو کې ۱۲.۵ سلنه رايه کارول شوې، په داسې حال چې د دې ټاکنو لپاره تر ۲ سوه زره ډېرو کسانو نوم ليکنه کړې وه.
ټاکل شوې وه چې دغه ځل به د خوست خلک د ۱۳۹۷ لمريز کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې په پوره جوش او جذبې سره ګډون وکړي، خو د تمې خلاف ډېر کم خلک د رايې اچونې مرکزونو ته ولاړل او خپلې رايې يې استعمال کړې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر د معلوماتو له مخې چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون په موخه ۲۳۷زره کسانو نوم ليکنه کړې وه او خپلې تذکرې يې سټېکر شوې وې.

خوست ښار(پژواک، ۲۲ تله ۹۷): د خوست د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې به د ټاکنو په ورځ د رايي اچونې يو شمېر مرکزونه د لوړ امنيتي ګواښ له امله د خلکو پر مخ تړلي وي.

 

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: يوسف منګل , Date:15/07/2019

د خوست مېرمنې: ټاکنې هېواد له شته بحرانه ايستلى شي

خوست ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۸): د خوست ولايت لسګونو ښځو د يوې غونډې په ترڅ کې د... پاتی برخه

سرغړونې

By: يوسف منګل , Date:17/12/2018

د خوست معترضو نوماندانو د ولايت اداري کمپلکس پر وړاند...

خوست ښار (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۷): په خوست کې د ولسي جرګې يو شمېر معترضو نوماندانو... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

د خوست ولايتي شورا يو وکيله د دې شورا له غړيتوبه و ايستل شوه
By: محمد هارون , Date:22/11/2015

د خوست ولايتي شورا...

خوست ښار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د خوست د ولايتي شورا يوه ښځينه غړې، د... پاتی برخه

ملي شورا

Governor blamed for Khost carnage
By: محمد هارون , Date:03/04/2015

اصولي: نعيمي د پروني ځانمرګي بريد مسوول دى

خوست ښار (پژواک، ١٤ ورى ٩٤): په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي، د ولايتي شو... پاتی برخه

مرکې

For vote sake, man hides daughter demise
By: محمد هارون , Date:19/06/2014
  خوست (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): محمد جوازخان وايي، چې حکومت او د ټاکنو کمې... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: خوست کې د ولسي جرګې... , Date:07/10/2018

خوست کې د ولسي جرګې نوماندانو د کمپاين پر لويو غونډو...

خوست ښار (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): د خوست امنيه قوماندانۍ د ولسي جرګې نوماندانو د کم... پاتی برخه