By: اجمل کاکر , Date:14/01/2019
شهر کندوز (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): په کندوز کې يو شمېر معترضو نوماندانو او سلګونو پلويانو يې د يوه لاريون په ترڅ کې د ټاکنو په پروسه کې پر روڼتيا ټينګار وکړ او ويې ويل که يې غوښتنه ونه منل شي، د کندو... پاتی برخه
By: اجمل کاکر , Date:08/01/2019
کندوز (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧ ): د کندوز ولايتي شورا او مدني ټولنې غړي وايي چې که په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پراخ عمليات ترسره نه شي، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به له ګڼو ستونزو سره مخ وي. ټاکل شوې د... پاتی برخه
By: جاويد هميم کاکر , Date:26/12/2018
کندوز ښار (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٧): په کندوز ولايت کې لسګونو ښځو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې له ټاکنيزو کمېسيونونو غوښتنه وکړه چې پاکې رايې له ناپاکو بېلي کړي او حق حقدار ته وسپاري. دغه ښځې نن (د مرغومي پنځمه) د کندو... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Kunduz.To see other videos

شهر کندوز (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): په کندوز کې يو شمېر معترضو نوماندانو او سلګونو پلويانو يې د يوه لاريون په ترڅ کې د ټاکنو په پروسه کې پر روڼتيا ټينګار وکړ او ويې ويل که يې غوښتنه ونه منل شي، د کندوز ولايت ټولې عمومې لارې به وتړي.

 

کندوز (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧ ): د کندوز ولايتي شورا او مدني ټولنې غړي وايي چې که په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پراخ عمليات ترسره نه شي، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ مياشتې په ٢٩مه ترسره شي.
د کندوز د مدني ټولنو رييس عنايت الله خليق د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نا امنۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.
هغه وايي: ((هره ورځ وسله وال مخالفين سيمې نيسي، بېخي د کندوز ښار کمربندونو ته رسېدلي دي، خلک سخت په اندېښنه کې دي.))

کندوز ښار (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٧): په کندوز ولايت کې لسګونو ښځو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې له ټاکنيزو کمېسيونونو غوښتنه وکړه چې پاکې رايې له ناپاکو بېلي کړي او حق حقدار ته وسپاري.
دغه ښځې نن (د مرغومي پنځمه) د کندوز په مرکز کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مخې ته راټولې شوې وې.
د دغو اعتراض کوونکو ښځو له ډلې ولسي جرګې ته نوماندې مرضيې رستمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې غونډې د دوى اساسي موخه دا ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون بايد پاکې رايې له ناپاکو بېلې کړي.

کندوز ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٧): په کندوز کې يو شمېر معترضو نوماندانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلې او ويلي یې دي، تر هغه يې چې غوښتنې نه وي منل شوې، دغه دروازه به تړلې وي.

 

کندوز (پژواک، ٢٠ لړم ٩٧): له کندوز ولایته ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندانو په دغه ولایت کې د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران پر درغلۍ تورنوي او غوښتنه لري چې د یاد ولایت رایې دې په شفاف ډول له سره وشمېرل شي.
د ولسي جرګې یو شمېر اعتراض کوونکي نوماندان نن د دغه ولایت په تالار کې راټول شوي وو، دوی د رایو د شفافې شمېرنې او د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه وکړه.
له کندوزه ولسي جرګې ته نوماند عبدالغفور هوتک د ټاکنو سیمه ییز کمېسیونونه په رایو کې پر لاس وهنه او درغلۍ تورن کړل او ویې ویل: ((موږ په دغه ولایت کې د ټاکنیزو درغلیو په تړاو د مسوولو چارواکو د جدي تعقیب غوښتنه کوو.))

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: اجمل کاکر , Date:14/01/2019

د کندوز معترضو نوماندان او پلویانو یې د لارو تړلو ګوا...

شهر کندوز (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): په کندوز کې يو شمېر معترضو نوماندانو او سلګون... پاتی برخه

ټاکنیز خبرونه

"د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې لا هم طالبان شته"
By: هدايت الله... , Date:03/11/2015

"د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې لا هم طالبان شته...

کندوز (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): د کندوز ولايتي شورا او ښاريان اندېښنه لري چې وسله وا... پاتی برخه