By: عبدالمقصود عزيزى , Date:06/10/2015
پل علم (پژواک، ۱۴ تله ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د کانونو وزارت په غير قانوني ډول يوه خصوصي شرکت ته د محمداغې ولسوالۍ د کرومايټ قيمتي ډبرو د استخراج اجازه ورکړې ده. د کرومايټ ډبرې په عمومي... پاتی برخه
By: عبدالمقصود عزيزى , Date:01/10/2015
پل علم ( پژواک،۹تله ۹۴): د لوګر ولايتي شورا وايي چې د دوه کلونو په تېرېدو سره سيمه ييز چارواکي په دې نه دي توانيدلي چې د صنعتي ښارګوټي د جوړونې په موخه ځمکه د ايسا ادارې په واک کې ورکړي. د لوګر د ولايتي شورا مشر حس... پاتی برخه
By: عبدالمقصود عزيزى , Date:24/08/2015
پل علم (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د لوګر ولايت پوهنتون ته د يو کال په موده کې د ٣٨ ميليونو افغانيو په لګښت تدريسي او اداري ودانۍ جوړېږي. د يادو ودانيو د بنسټ ډبره نن د لوګر د والي محمدحليم فدايي او د لوړو زده کړو وزارت د م... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Voting in Logarpolls off to peaceful start

پل علم (پژواک، ۱۴ تله ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د کانونو وزارت په غير قانوني ډول يوه خصوصي شرکت ته د محمداغې ولسوالۍ د کرومايټ قيمتي ډبرو د استخراج اجازه ورکړې ده.
د کرومايټ ډبرې په عمومي ډول په فولادو او وسپنې کې کارېږي او د مرميو په جورښټ سربېره په زرهي موټرو او د مرمۍ ضد واسکټونو په جوړلو کې ترې هم کار اخيستل کېږي.
د لوګر د ولايتي شورا منشي محمد ناصرغيرت د وږي ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کانونو وزارت چارواکو په غیر قانوني ډول د "میټایل ماینینګ یوکي" په نوم خصوصي شرکت ته د محمداغی ولسوالی د کرومایو قيمتي ډبرو د استخراج اجازه ورکړې ده.

پل علم ( پژواک،۹تله ۹۴): د لوګر ولايتي شورا وايي چې د دوه کلونو په تېرېدو سره سيمه ييز چارواکي په دې نه دي توانيدلي چې د صنعتي ښارګوټي د جوړونې په موخه ځمکه د ايسا ادارې په واک کې ورکړي.
د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي د تلې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کاله وړاندې له پانګونې د ملاتړ ادارې(ايسا) او د ولايت د سيمه ييزو چارواکو ترمنځ پرېکړه وشوه چې د صنعتي ښارګوټي د جوړونې لپاره ٥ سوه جريبه ځمکه په محمد اغې ولسوالۍ کې ايسا ته ورکړل شي.
خو ستانکزى وايي چې تر اوسه ياده ځمکه له پانګونې د ملاتړ ادارې ته نه ده ورکړل شوې چې صنعتي ښارګوټي په کې جوړ کړي.

پل علم (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د لوګر ولايت پوهنتون ته د يو کال په موده کې د ٣٨ ميليونو افغانيو په لګښت تدريسي او اداري ودانۍ جوړېږي.
د يادو ودانيو د بنسټ ډبره نن د لوګر د والي محمدحليم فدايي او د لوړو زده کړو وزارت د مرستيال ګل حسن ولي زي له خوا کېښودل شوه.
فدايي وويل چې د لوګر پوهنتون لپاره به د يو کال په موده کې  تدريسي او اداري ودانۍ په دوو پوړونو کې ورغول شي.
هغه وايي چې پر دغو ودانيو به په ټوليزه توګه ٣٨ ميليونه افغانۍ ولګول شي او لګښت يې هم د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د بديل معيشت پروګرام له خوا ورکول کېږي.

پل علم (پژواک، ۱٨ زمری ۹۴) : د لوګر والي وايي چې څه باندې ١٦ سوه کسانو په دغه ولايت کې زرګونه جريبه دولتي ځمکې غصب کړې او له همدې امله اوس ٣٥ سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري.
د لوګر والي محمدحليم فدايي د زمري په ١٨مه خبريالانو ته وويل چې په دغه ولايت کې په تېرو ١٤ کلونو کې ١٦٦٠ کسانو دولتي ځمکې غصب کړې دي.
نوموړي وويل: ((هغه معلومات چې د ولايت د يو کمېسيون له تحقيقاتو څخه ترلاسه شوي، په کې راغلي چې د لوګر په کچه ۱۷سلنه ځمکې غصب شوې، ۲۰ سلنه تر دعوو لاندې دي او ۳۱ سلنه دولتي ځمکه ورکه ده.))

پل علم (پژواک، ۶ زمری ۹۴): د لوګر چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د داعش وسله والې ډلې مشر سعد امارتي د طالبانو تر سختو فشارونو وروسته  خپلې سيمې پرېيښې او نامعلوم لور ته تښتېدلى دى.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزى وايي چې سعد امارتي ډېر ظالم او بې رحمه انسان دى  او د لسګونو عامو خلکو په وژنه کې يې لاس درلود.
ستانکزي د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سعد امارتي چې د لوګر په کچه د داعش د وسله والې ډلې مشر و، د خوښي ولسوالۍ په دوبندي سيمه کې اوسېده.

Pages

ټاکنیز خبرونه

Illegal extraction of Logar chromites goes on
By: عبدالمقصود... , Date:06/10/2015

"په لوګر کې لا هم د کرومايټو غير قانوني استخراج...

پل علم (پژواک، ۱۴ تله ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د کانونو وزار... پاتی برخه

ټاکنیز خبرونه

Illegal extraction of Logar chromites goes on
By: عبدالمقصود... , Date:06/10/2015

"په لوګر کې لا هم د کرومايټو غير قانوني استخراج...

پل علم (پژواک، ۱۴ تله ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د کانونو وزار... پاتی برخه

مرکې

"د لوګر نا امنه کولو ته پاکستاني طالبان رالېږل شوي وو"
By: جاويد هميم... , Date:19/09/2013
  ګردېز (پژواک ٤ سنبله ٩٢): د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد... پاتی برخه