By: رامين , Date:12/10/2015
زرنج (پژواک، ٢٠ تله ٩٤): نيمروز کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى او له همدې امله د دغه ولايت په يوشمېر سيمو کې د ايران د رسنيو شبکې پوښښ لري، چې افغان  فرهنګ تر خپل اغېز لاندې راولي. نيمروز کې کومه ورځپاڼه شتو... پاتی برخه
By: رامين , Date:16/09/2015
زرنج (پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): د نيمروز ولايتي شورا مشر وايي، چې سږ کال دې ولايت کې ٢٠ ښوونځي تړلي دي او وسله والو مخالفينو دوو ښوونځيو ته اور اچولى ، چې دې وضعيت پوهنې ته زيان اړولى دى.  په نيمروز کې د ١٨ زرو نجونو... پاتی برخه
By: رامين , Date:10/08/2015
زرنج (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): سلګونه خلکو، د پوليسو اکاډمۍ د دوه محصلينو جنازه چې د کابل په ځانمرګي بريد کې وژل شوي و، په نيمروز ولايت کې تر سره کړه او ويې ويل چې دغه محصلين په سنګر کې نه، بلکې د درس په ځاى کې قرباني شو... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Nimruz.To see other videos

زرنج (پژواک، ٢٠ تله ٩٤): نيمروز کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى او له همدې امله د دغه ولايت په يوشمېر سيمو کې د ايران د رسنيو شبکې پوښښ لري، چې افغان  فرهنګ تر خپل اغېز لاندې راولي.
نيمروز کې کومه ورځپاڼه شتون نه لري، نو له همدې امله خلک د ورځې مهمو خبرونو ته لاسرسى نه لري. 
د "نوا" او "ارمان" په نومونو خصوصي راډيوګانې له کابل څخه په نيمروز کې خپرونې لري او يواځې د کابل خبرونه خپروي.
د "دوست، سيستان او بارک" خصوصې راډيوګانې يواځې سندرې خپروي چې ځينې وختونه تفريحي پروګرامونه هم لري، خو د خبرونو او نورو مطالبو په اړه هيڅ هم نه لري.

زرنج (پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): د نيمروز ولايتي شورا مشر وايي، چې سږ کال دې ولايت کې ٢٠ ښوونځي تړلي دي او وسله والو مخالفينو دوو ښوونځيو ته اور اچولى ، چې دې وضعيت پوهنې ته زيان اړولى دى.
 په نيمروز کې د ١٨ زرو نجونو په ګډون، څه باندې ٨٥ زره زده کوونکي په ١٤٠ ښوونځيو کې په زده کړوو بوخت دي.
د نيمروز چارواکي وايي،چې د نيمروز خلک د پوهې لارويان او فرهنګپال دي او نه غواړي چې اولادونه يې نالوستي وي، غواړي چې هلکان او نجونه يې ښوونځي ته ولاړ شي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

زرنج (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): سلګونه خلکو، د پوليسو اکاډمۍ د دوه محصلينو جنازه چې د کابل په ځانمرګي بريد کې وژل شوي و، په نيمروز ولايت کې تر سره کړه او ويې ويل چې دغه محصلين په سنګر کې نه، بلکې د درس په ځاى کې قرباني شوي دي.
 د کورنيو چارو وزارت د هغه بريد په اړه چې درې شپې وړاندې د کابل ښار د پوليسو اکاډمۍ مخې ته شوې، ويلي چې په دغه بريد کې د محصلينو او ملکيانو په ګډون له څلوېښتو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو يو شمېر نورو سرچينو د ٣٠ محصلينو له وژل کېدو او ٣٧ نورو له ټپيان کېدو خبر ورکړى دى.

زرنج (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٤): وسله والو د نيمروز د ولايتي شورا د پخواني مشر پر کور بريد کړى چې په ترڅ کې يې د هغه يو ساتونکى وژل شوى دى.
د نيمروز يوه امنيتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يو شمېر موټرسايکل سپرو، په زرنج ښار کې د نجيب الله ناصر پر کور بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د هغه يو ساتونکى وژل شوى دى.
د نيمروز د ولايتي شورا منشي نعمت الله صديقي وويل چې شپږو وسله والو پر درېيو موټرسايکلونو د شپې پر ٩ بجو د ولايتي شورا د پخواني مشر پر کور بريد کړى دى.

Pages

ټاکنیز خبرونه

Iranian media influencing Nimroz culture
By: رامين , Date:12/10/2015

نيمروز کې ايرانۍ خپرونې افغانى فرهنګ تر اغېز لاندې را...

زرنج (پژواک، ٢٠ تله ٩٤): نيمروز کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى او له همدې ام... پاتی برخه

ټاکنیز خبرونه

هزاران شاگرد به علت مسدودى مکاتب در نيمروز از تعليم بازمانده اند
By: رامين , Date:16/09/2015

نيمروز کې زرګونه زده کوونکي د ښوونځيو تړلو له امله له...

زرنج (پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): د نيمروز ولايتي شورا مشر وايي، چې سږ کال دې ولايت کې... پاتی برخه