By: شکورکامران , Date:30/09/2019
ګردېز (پژواک، ٨ تله ٩٨): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې غوره ټاکنې تر سره شوې او خلکو په شفاف ډول د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړه. دوی په يوه خبري کنفرانس کې ښه امنيتي تدابير، د ټاکنو کمېسيون نسبتا... پاتی برخه
By: شکورکامران , Date:29/09/2019
ګردېز (پژواک، ٧ تله ۹۸): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې ټاکنې د هېواد د ثبات او سولې ته د رسېدو يواځنۍ لار ده او د همدې چارې د تر سره کېدو لپاره يې رايه ورکړې ده. دوی هيله ښيي چې نوی حکومت به د خلکو د اقتصاد ښه کې... پاتی برخه
By: شکورکامران , Date:24/09/2019
ګردېز (پژواک، ٢ تله ٩٨): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې ټاکنې ملي او د هېواد برخليک ټاکونکې پروسه ده او ټول خلک بايد په کې ګډون وکړي. دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې نه يواځې خلک په ټاکنو کې له ګډونه منع نه کړي،... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Paktia.To see other videos

ګردېز (پژواک، ٢٠ تله ٩٧): په ګردېز کې د ولسي جرګې د کانديد ډاکتر يار باز حميدي پر دفتر وسله وال بريد شوى دى.
يار باز حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې بريد شاوخوا يوه بجه په بلندمنزلو ښارګوټي کې د ده پر دفتر شوى دى.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د دفتر دوه ساتونکى ټپيان شوي چې د يوه ټپونه ډېر دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزى وايي، د بريد په تړاو يې څېړنې پيل کړې او له بشپړېدو وروسته به يې له رسنيو سره شريکې کړې.
د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ګردېز (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د پکتيا والي وايي چې د ملي شورا يو شمېر غړي، ځيني قومي مشران او چارواکي د هغو کسانو د خلاصون هلې ځلې کوي چې د اداري فساد په تور نيول شوي دي.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د مرغومي په لومړۍ نېټه خبريالانو ته د بېلګې په توګه وويل چې څه موده وړاندې د پکتيا د پوهنې رياست شپږ کار کوونکي د اداري فساد په تور ونيول شول خو ځينو کسانو يې اوس د خلاصون لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
ارسلا په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((زه د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه کوم خو دغه ډول لاسوهنې زما د کار پر وړاندې خنډ ګرځي.))

ګردېز (پژواک،٢٥تله٩٤): د پکتيا ځينو قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو د ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت د اجرائيه مشر عبدالله عبدالله د استعفا غوښتنه وکړه.
د پکتيا د بېلابېلو قومونو مشرانو او د ولايتي شورا غړو، نن د دې ولايت په مرکز ګردېز ښار کې غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري وويل، د اوسني حکومت مشرانو، هغه ژمنې چې د ټاکنو پرمهال يې خلکو سره کړې وې، يوه يې هم نه ده پرځاى کړې.
ده زياته کړه، د هېواد د ښېګڼې لپاره ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله بايد له خپلو دندو استعفا ورکړي.

ګردېز (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ عمليات پيل کړي دي.
څلور ورځې وړاندې د يادې سرحدي ولسوالۍ پر سرحدي  پوستو بريدونه وکړل، څو پوستې يې ونيوې او جګړه اوس هم روانه ده .
په سوېل ختيځ زون کې د دوهم نمبر سرحدي زون قوماندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې ملي اردو،کومانډو او سرحدي پوليس په ګډه عمليات بيل کړي تر څو نيول شوې پوستې بېرته له وسله والو ونيسي.

ګردېز (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د پکتيا ولايت لسګونه سوداګرو، ولايتي شورا او مدني ټولنو د کابل- ګردېز لويه لاره له مرکزي ادارو د يو شمېر غوښتنو له امله تړلې ده.
د پکتيا سوداګر وايي، تر هغو به دغه لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې پاتې وي چې غوښتنې يې نه وي منل شوې.
دوى وايي چې د مرکزي دولت يو شمېر ادارې له پکتيا سره تعصب کوي او په بېلابېلو برخو کې ورسره همکاري نه کوي.

ګردېز (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): د پکتيا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او سرحدي پوليسو تر منځ نښته کې شپږ سرحدي پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د ډنډې پټان ولسوالۍ په مقبل دره کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د سرحدي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
په پکتيا کې د ٢٠٢ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښته کې تر اوسه شپږ سرحدي پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ده وويل چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: شکورکامران , Date:30/09/2019

والي: پکتيا کې غوره ټاکنې تر سره شوې

ګردېز (پژواک، ٨ تله ٩٨): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې غوره ټ... پاتی برخه

سرغړونې

By: شکورکامران , Date:19/01/2019

د پکتيا معترضو نوماندانو د دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو د...

ګردېز، پلخمري (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧) : د پکتيا او بغلان معترضنو نوماندانو ددغو... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

د پکتيا ځينو قومي مشرانو د اشرف غني او عبدالله د استعفا غوښتنه وکړه
By: ساحل منگل , Date:17/10/2015

د پکتيا ځينو قومي...

ګردېز (پژواک،٢٥تله٩٤): د پکتيا ځينو قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو د ولسمشر... پاتی برخه

ملي شورا

د پکتيا ولايتي شورا: د ولسي جرګې نه شتون ډېر ګټور دى
By: ساحل منگل , Date:20/06/2015

د پکتيا ولايتي شورا: د ولسي جرګې نه شتون ډېر ګټور دى

ګردېز ( پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٤ ) : د پکتيا ولايت ولايتي شورا او د مدني ټولنو... پاتی برخه

مرکې

Pakistani group in Logar eliminated: Gen. Yaftali
By: جاويد هميم... , Date:27/08/2013
  ګردېز (پژواک ٤ سنبله ٩٢): د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: ​د پکتيا اوسېدونکي:... , Date:28/07/2019

​د پکتيا اوسېدونکي: ټاکنيز ټيمونه دې ملي ګټې او اخلاق...

ګردېز (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): د پکتيا ولايت اوسېدونکي د ولسمشرۍ له نوماندانو او د... پاتی برخه