By: پژواک , Date:26/10/2018
ښرنه (پژواک، ٣ لړم ٩٧): له پکتيکا څخه ولسي جرګې ته نومانده هيله مجتبی وايي، د پکتيکا والي کمزوری مديريت لري او تېره ورځ يې د دې کمپاينران وهلي چې اوس له مرکزي ادارې څخه د شوي چلند د سپيناوي د څېړنې غوښتنه کوي. هيلې... پاتی برخه
By: پژواک , Date:23/10/2018
ښرنه(پژواک،د لړم لومړۍ نېټه٩٧): له پکتيکا څخه ولسي جرګې ته يو شمېر نوماندان ادعا کوي چې په لرو پرتو ولسواليو کې امنيتي سرتېرو د ټاکنو په ورځ خلک هڅولي، ترڅو مشخصو کانديدانو ته رايه ورکړي. له پکتيکا څخه ولسي جرګې ته... پاتی برخه
By: پژواک , Date:26/12/2015
ښرنه ( پژواک، ٥ مرغومى ٩٤) : تر اوږده ځنډ وروسته د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې چې د خپلمنځي اختلاف  له امله ځنډېدلې وې، ترسره شوې. د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې د مرغومي په ٥مه، په دې ولايت کې د ټولټاکنو د... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Paktika.To see other videos

ښرنه (پژواک، ٣ لړم ٩٧): له پکتيکا څخه ولسي جرګې ته نومانده هيله مجتبی وايي، د پکتيکا والي کمزوری مديريت لري او تېره ورځ يې د دې کمپاينران وهلي چې اوس له مرکزي ادارې څخه د شوي چلند د سپيناوي د څېړنې غوښتنه کوي.

 

ښرنه(پژواک،د لړم لومړۍ نېټه٩٧): له پکتيکا څخه ولسي جرګې ته يو شمېر نوماندان ادعا کوي چې په لرو پرتو ولسواليو کې امنيتي سرتېرو د ټاکنو په ورځ خلک هڅولي، ترڅو مشخصو کانديدانو ته رايه ورکړي.
له پکتيکا څخه ولسي جرګې ته نوماند محمود سليمانخېل د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وړممۍ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د مشخصو کانديدانو لپاره کار کړى دى.
هغه وايي: (( موږ ته زموږ ناظرينو خبر راکړ چې امنيتي سرتېري د مشخصو کانديدانو لپاره کار کوي او خلکو ته وايي چې رايه ورته ورکړي.))

ښرنه ( پژواک، ٥ مرغومى ٩٤) : تر اوږده ځنډ وروسته د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې چې د خپلمنځي اختلاف  له امله ځنډېدلې وې، ترسره شوې.
د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې د مرغومي په ٥مه، په دې ولايت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي چارواکو او نورو تر نظارت لاندې ترسره شوې.
ددې ټاکنو په پايله کې بختيار ګل همت ځدراڼ د ولايتي شورا د مشر، نعمت الله بابري د مرستيال او حنيفه کټوازۍ د منشي په توګه وټاکل شول.
د ولايتي شورا پخواني مشر افسر خان سليمان خېل وويل چې تر خپله وسه او توانه به نويو مشرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

ښرنه(پژواک،٣لړم٩٤): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي د دې ولايت د ولايتي شورا پر غړو نيوکه کوي چې په خپلمنځي اختلافاتو بوخت دي او چارو کې  يې همغږي شتون نه لري.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي جندالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولايتي شورا د غړو ترمنځ اختلافات را پيدا شوي او په چارو کې يې همغږي شتون نه لري.
هغه زياته کړه : (( د رياست د څوکۍ پر سر د ولايتي شورا د غړيو ترمنځ اختلافات پيدا شوي نو ځکه ډيرى وکيلان په خپلو کورونو کې ناست دي ، يا هم په خپلو شخصي کارونو بوخت دي او خپلو دندو ته هم نه حاضريږي.)) 

ښرنه (پژواک،٤ تله ٩٤): د پکتيکا د جلغوزو ځيني سوداګر وايي، د بازار د نشتوالى له امله هر کال په جلغوزو کې ميليونونه افغانۍ تاوان کوي او د افغانستان دغه مېوه د پاکستان په نوم پر نورو هېوادونو پلورل کېږي.
دغه سوداګر وايي چې د بازار د نه شتون له امله هر کال خپل جلغوزي په ټيټه بيه او په قسطونو پر پاکستاني سوداګرو پلوري او هغوى بيا دغه جلغوزي د پاکستان په نوم پر نورو هېوادونو پلوري.
د اړوندې موضوع په اړه يوه سوداګر معلم حمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر کال د جلغوزو سوداګر د ملي او نړيوالو بازارونو د نه شتون له امله ميليونونه افغانۍ تاوان کوي.

ښرنه (پژواک ٢٦ زمرى ٩٤): د پکتيکا د ولايتي شورا مشر وايي، د دې ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو درې سيمه ييز پوليس وژلي دي.
د ولايتي شورا مشر افسر خان، پژواک خبري اژانس ته وويل، د جاني خېلو په شاطورو سيمه کې وسله والو طالبانو نن مازيګر شاوخوا څلور بجې درې سيمه ييز پوليس وژلي او د هغوى وسلې يې هم له ځان سره وړې دي.
د جاني خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکى نظرالدين هم وايي، چې دغه پوليس هغه مهال د طالبانو له لوري ووژل شول، کله يې چې خپلې پوستې ته له چينې څخه اوبه وړې.
ده زياته کړه، وژل شوي درې واړه سيمه ييز پوليس د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:26/10/2018

هيله مجتبی: د پکتيکا والي په ټاکنو کې مداخله کړې

ښرنه (پژواک، ٣ لړم ٩٧): له پکتيکا څخه ولسي جرګې ته نومانده هيله مجتبی وايي، د... پاتی برخه

ټاکنیز خبرونه

د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې ترسره شوې
By: پژواک , Date:26/12/2015

د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې ترسره شوې

ښرنه ( پژواک، ٥ مرغومى ٩٤) : تر اوږده ځنډ وروسته د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې... پاتی برخه

مرکې

Paktika officials ready for second election round
By: على محمد ن... , Date:24/04/2014
  ښرنه (پژواک ٣ غويى ۹۳): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي، که ټاکنې دويم پړ... پاتی برخه