By: فريد تنها , Date:11/03/2019
چاريکار(پژواک،٢٠ کب ٩٧): له پروان څخه ولسي جرګې ته ځينې نوماندانې په ټاکنو کې د بریالیتوب ادعا لري او وايي، د رایو د پېر او پلور له امله د دوی پر ځای نورو کسانو وروستي لېست لار موندلې وه. د ولسي جرګې ټاکنې... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Parwan.To see other videos

 
چاريکار( پژواک، ٩ زمرى ٩٢ ) : د پروان په مرکز چاريکارو کې يو تن د ماين په چاودنه کې ووژل شو،خو  ددې ولايت د کوه صافي ولسوال بيا د ماين له چاودنې روغ ووت .
د پروان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدنارام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ٤ بجې د چاريکارو د زاړه ښار په ملتاني سيمه کې يو تن د ماين چاودنې وواژه .
ده وويل ، د نوراقا په نوم دغه تن ، چې د سيمې عادي اوسېدونکى و، د سهار لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان و ، چې په کوڅه کې د ځاى پر ځاى کړل شوي ماين چاودنې وواژه .

 
کابل (پژواک،٥ زمرى ٩٢): په کابل کې د نصرت الله په نوم يو خبريال ادعا کوي چې تېره شپه نوموړى د پروان والي لخواډبول شوى دى .
دغه خبريال وايي، تېره شپه هغه مهال چې غوښتل د کابل د نوي ښار په يو رسټورانټ کې له يو ملګرى سره وويني،  د پروان له والي بصير سالنګي سره مخامخ شوى، والي ورته ناوړې کليمې کارولې  ، خو کله يې چې والي ته د خپلو خبرو د ځواب هڅه وکړه نو د والي لخوا پر بوتلونو،شيشو او سوکانو ووهل شو.
د اقبال په وينا، د پروان والي هغه مهال له خپل سلاکاراو دوو نورو کسانو سره په رسټورانټ کې و، او د ده له وهلو او ډبولو وروسته له سيمې وتښتېدل.

 
چاریکار( پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢):پېغله سروناز هاشمي وايي، چې دورور وژنې يې دې ته اړ ويسته ، چې نارينه جامې واغوندي، له ځان سره تمانچه ولري او خپل سوداګريز فعاليتونه د نارينه وو غوندې مخ پر وړاندې يوسي .
مېرمن سروناز هاشمي ٣٢ کلنه ده او دپروان ولايت د مرکز په صوفيان لغمانى سيمه کې استوګنه لري .
هاشمي په خپل شخصي کرولا موټر کې ، چې موټروايې يې هم خپله کوله په چاريکار ښار کې له پژواک خبري اژانس سره دمرکې ټاکل شوي ځاى ته راغله .
تورې نارينه عينکې يې په سترګو کړې وې، تفنچکه هم ورسره وه او په پوره جرئت او نارينه حرکاتو دپژواک اژانس سره خبرو ته حاضرو شوه .

 
چاريکار (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د نامسوولو وسله والو تر منځ نښته کې ٩ تنه وژل شوي دي.
د جبل السراج ولسوال سمندر سکندري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شاوخوا يو ساعته نښته تېره ورځ د عين الدين او صفا په نوم د دوو نا مسوولو وسله والو تر منځ د يادې ولسوالۍ په کوز ګذر سيمه کې رامنځته شوه.
هغه وويل، چې په نښته کې عين الدين، د هغه ښځه، يو ماشوم زوى، ورور، دوه ساتونکي او دوه پلويان او دغه راز د صفا ورور وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، صفا پوليسو نيولى او پوښتنې ترې روانې دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: عزيز الله... , Date:26/11/2018

د پروان ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شو...

کابل(پژواک،٥  لیندۍ ۹۷): د ټاکنو کمېسیون د پروان ولایت د ولسي جرګې مخکښ ن... پاتی برخه

سرغړونې

By: فريد تنها , Date:11/03/2019

د پروان ځينې ښځينه نوماندانې: که درغلۍ نه واى شوې بري...

چاريکار(پژواک،٢٠ کب ٩٧): له پروان څخه ولسي جرګې ته ځينې نوماندانې په ټاکنو کې... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

مردم پروان از ناامنى¬ها شکايت دارند
By: فريد تنها , Date:20/07/2015

د پروان خلک له نا...

چاريکار (پژواک، ٢٩چنګاښ ٩٤): د پروان د مرکز او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د دو... پاتی برخه

ملي شورا

پروان کې دوه سوه بستريز روغتون جوړېږي
By: فريد تنها , Date:05/04/2015

پروان کې دوه سوه بستريز روغتون جوړېږي

چاريکار( پژواک،١٦ ورى ٩٤): د پروان په مرکز چاريکارو کې د پنځو ميليونو امريکايي... پاتی برخه

مرکې

Police officials involved in drug trade: Salangi
By: Farid Tanh... , Date:12/08/2013
  چاريکار (پژواک١٩ زمرى ٩٢): د پروان والي وايي، چې د دغه ولايت يو شمېر پ... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

يک تن در گردهمايى کمپاين زلمى رسول زير پاى مردم جان داد
By: پروان کې د زلمي رسول... , Date:02/04/2014

پروان کې د زلمي رسول کمپايني غونډه ترسره شوه

  چاريکار (پژواک ١٢ ورى ٩٣): په پروان ولايت کې د شاوخوا دوه زره تنو په ګ... پاتی برخه