By: اجمل وصال , Date:23/08/2015
ترينکوټ (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): چارواکي وايي چې د اروزګان د عامې روغتيا پر رييس ډاکټر خان اغا مياخېل لګېدلي تورونه نه دي ثابت شوي او هغه بېرته خپله دنده پيل کړې ده. د روان لمريز کال د زمري په ١٨مه د اروزګان م... پاتی برخه
By: خان ولى سالارزى , Date:04/08/2015
ترينکوټ ، کلات، اسعد اباد ( پژواک، ١٣ زمرى ٩٤ ) : سلګونو تنو په کونړ او اروزګان ولايتونو کې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې او د طالبانو د نوي مشر وروستۍ څرګندونې وغندلې. څه موده مخکې د وسله والو طالبانو او افغان... پاتی برخه
By: اجمل وصال , Date:02/07/2015
ترينکوټ (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٤): د اروزګان د ولايتي شورا منشي وايي چې د چارواکو له خوا د خلکو ستونزو ته نه پاملرنې له حکومت سره د ولس واټن ډېر کړى دى. عبدالکريم خادمزي پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې په ځي... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Uruzgan.To see other videos

ترينکوټ (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): چارواکي وايي چې د اروزګان د عامې روغتيا پر رييس ډاکټر خان اغا مياخېل لګېدلي تورونه نه دي ثابت شوي او هغه بېرته خپله دنده پيل کړې ده.
د روان لمريز کال د زمري په ١٨مه د اروزګان مرکزي ملکي روغتون وروسته له هغه د څو ساعتونو لپاره وتړل شو چې د دغه ولايت ملي امنيت رياست له خوا د عامې روغتيا رييس د فساد او له وسله والو مخالفينو سره د لاس لرلو په تور ونيول شو.
هغه مهال د والي وياند دولت محمد ناياب پژواک ته ويلي وو چې د عامې روغتيا پر رييس ادعا د محکمو د رييس مولوي محمد جان له لوري شوې وه.

ترينکوټ ، کلات، اسعد اباد ( پژواک، ١٣ زمرى ٩٤ ) : سلګونو تنو په کونړ او اروزګان ولايتونو کې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې او د طالبانو د نوي مشر وروستۍ څرګندونې وغندلې.
څه موده مخکې د وسله والو طالبانو او افغان دولت استازو د لومړي ځل لپاره مخامخ او رسمي خبرې وکړې، خو د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمد منصور ته په منسوب يوه غږېز کلېپ کې د سولې له پروسې سره مخالفت ښودل شوى او ويلي يې دي : "د سولې خبرو ته غوږ نه نيسو، موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو."

ترينکوټ (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٤): د اروزګان د ولايتي شورا منشي وايي چې د چارواکو له خوا د خلکو ستونزو ته نه پاملرنې له حکومت سره د ولس واټن ډېر کړى دى.
عبدالکريم خادمزي پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې په ځينو سيمو کې د ځايي چارواکو له خوا شخصي زندانونه هم جوړ شوي او خلک په کې شکنجه کېږي.
نوموړي زياته کړه چې په ځينو ولسواليو کې ځايي چارواکي د څو پيسو لپاره بې ګناه خلک نيسي، د طالب او يا هم په بل نوم يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي.
د هغه په وينا، وروسته بيا ځايي چارواکي دغه کسان د پيسو په بدل کې خوشي کوي.

ترينکوټ (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٤): د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ د پوهنې مدير د وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د چنګاښ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د چورې ولسوالۍ د پوهنې مدير مومن په جومات کې د تراويحو پر لمانځه ولاړ و چې د نامعلومو وسله والو له خوا په جومات کې دننه وژل شوى دى.
دى وايي چې وسله وال تښتېدلي او پوليس يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

ترينکوټ (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٤): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې  مشر غلام جيلاني وايي چې تر راتلونکو لسو ورځو به د پاتې ټولو ولايتونو لپاره واليان وټاکل شي.
پوپل دغه څرګندونې اروزګان ته د سفر پر مهال د دغه ولايت له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره د يوې غونډې پر مهال کړې دي.
يادې غونډې ته د اروزګان د بېلابېلو قومونو مشرانو خبرې وکړې او د سرپرستانو له خوا د دولتي کارونو پر پر مخ وړلو باندې يې سختې نيوکې وکړې.
هغوى زياته کړه چې له تېرو ١٦ مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې کارونه د سرپرستانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې له امله يې خلک له سختو ستونزو لاس او ګرېوان دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

 اتهامات وارده بر رييس صحت عامۀ ارزگان صحت نداشته است
By: اجمل وصال , Date:23/08/2015

د اروزګان د عامې روغتيا پر رييس لګېدلي تورونه بېځايه...

ترينکوټ (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): چارواکي وايي چې د اروزګان د عامې روغتيا... پاتی برخه

ټاکنیز خبرونه

د افغانستان په چارو کې د پاکستان  د لاسوهنو پرضد لاريونونه وشول
By: خان ولى سا... , Date:04/08/2015

د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو پرضد لاري...

ترينکوټ ، کلات، اسعد اباد ( پژواک، ١٣ زمرى ٩٤ ) : سلګونو تنو په کونړ او اروزګا... پاتی برخه

مرکې

Security up in Uruzgan in run-up to vote
By: اجمل وصال , Date:27/03/2014
  ترينکوټ (پژواک٦ ورى ٩٣): د اروزګان امنيه قوماندان وايي، په ټولو هغو سي... پاتی برخه