قلعه نو( پژواک ٧ وږى ٩٢ ) : بادغيس ولايت چې د هېواد په لوېديـځ کې واقع دى، د خلکو اقتصاد يې پر کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ ولاړ دى، خو خلک يې خپلو حاصلاتو ته د بازار له نشتوالي شکايت کوي.
دغه راز ددې ولايت اوسېدونکي شکايت کوي، چې نا امنيو ددوى پر اقتصادي پرمختګ ناوړه اغېزه کړې ده.
د بادغيس د کرنې او مالدارۍ رييس حفيظ الله بنيش پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې ولايت د خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى .
هغه زياته کړه ، چې ددې ولايت اوسېدونکو د پخوا په پرتله ښې رمې او د څارويو ګلې لرلې، خو د نرخونو د ټيټوالي له امله يې مالدار له زيانونو سره مخ شوي دي.

ګدون وکړی
زموږ اونیزې خبرپاڼې ته دلاسرسي په موخه وڼده واخلئ
د ټولټاکنو انځورونه
وروستي خبرونه
- مشرانو جرګه: اوربند باید سرتاسري وي نه یواځې د امریکا او طالبانو ترمنځ
- غني: د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان دې ونیول شي
- "د ټول افغانستان د نشه يي توکو د ټرانزيټ لار د ننګرهار د غني خېلو په ولسوالۍ ده"
- د اروزګان په دهراوود کې د پنځو کليوالي سړکونو د جوړېدو چارې پيل شوې
- خلک: نوى حکومت دې د کونړ پر سيند د برېښنا بندونه جوړ کړي