ښرنه (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د پکتيکا چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې ټاکنې د امن په فضا ترسره شوې.
د ياد ولايت د ټاکنوکمېسيون رييس ذبيح الله وګړي د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پکتيکا کې د رايو ورکولو ټول مرکزونه پرانيستي وو.
نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو پر مهال يې هيڅ يوه کارکوونکي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه يې کوم مرکز تړلى و.
په دغه ولايت کې د رايې ورکولو ٢٦٦ مرکزونه وو، چې د ټاکنو پر مهال ټول پرانيستي وو او هيڅ ډول ستونزه په کې رامنځته نه شوه.
ذبيح الله وګړي وويل، چې په ځينو مرکزونو کې د رايې پاڼې کمې شوې چې پر وخت سره يې دا ستونزه حل کړې ده او نورې رايې پاڼې ورته لېږلې دي.
بلخوا د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ټاکنې په امنيت کې ترسره شوې.
امنيه قوماندان وويل، چې په ځينو سيمو کې يو نيمه پېښه رامنځته شوې، خو تر دې بريده نه وه، چې د رايې مرکزونه يې له امله وتړل شي.
ده وويل، چې په دغه ولايت کې د يوه راکټي بريد له امله يوه مېرمن په خپل کور کې  ټپي شوې ده.
دا پېښه په مټاخان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
دغه امنيتي چارواکي وويل، چې د تېر په پرتله په دغو ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره وه.
د دغه ولايت د مرکز ښرنې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل، چې په ټاکنو کې يې برخه اخيستې، خو هيله څرګندوي چې رايو ته يې دې درناوى وشي.
ده وويل، چې ډېرو خلکو په دې هيله  رايه ورکړه، چې سوله او امنيت راشي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.